اصلي پاڼه / خبرونه

جمهوررئیس غني د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان سره وکتل

د خپرېدو نېټه: ٢۴ چنګاښ, ١٣٩٩

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماسپښين د امریکا د پوځ د مرکزي  قومندانۍ قومندان جنرال مک کینزي سره په ارګ کې، وکتل. په دغه کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د سولې پروسې، امنیتي وضعیت، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او د ګډ امنیتي مشارکت د لا پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې وکړې.  جنرال مک کینزي وویل، د دې لپاره راغلی یم...

د قانون حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا غونډه د جمهوررئیس په مشرۍ...

د خپرېدو نېټه: ٢٣ چنګاښ, ١٣٩٩

د قانون حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا غونډه، نن مازیګر د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ویډیو کنفرانس له لارې په ارګ کې ترسره شوه. په دې غونډه کې، په ۱۳۹۸ مالي کال کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ملي ستراتېژۍ د تطبیق پر راپور او د هرات ولایت د ښځو د برابرۍ بنسټ، مدني فعالانو او بشري حقونو مدافعانو په  ګډ لیک...

د ارواښاد محمد یوسف غضنفر یادغونډه او د دعا مراسم په ارګ...

د خپرېدو نېټه: ٢١ چنګاښ, ١٣٩٩

د اقتصادي او سوداګرۍ پراختیا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې د جمهوررئیس د فوق العاده استازي ارواښاد محمد یوسف غضنفر یادغونډه او د دعا مراسم، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په حضور کې نن ماسپښین په ارګ کې ترسره شول. د قرانکریم له تلاوت وروسته، حاضرینو د ارواښاد محمد یوسف غضنفر روح ته دعا وکړه او هغه ته یې د لوی الله له دربار...

جمهوررئیس غني د سولې لپاره د اجماع پياوړتیا دویمې مشورتي غونډې ته...

د خپرېدو نېټه: ١٩ چنګاښ, ١٣٩٩

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د افغانستان دولت په نوښت د سولې او بین الافغاني مذاکراتو په اړه «د سولې لپاره د اجماع پياوړتیا» دویمې غونډې ته په وینا کې د سولې د موخو د پلي کېدو لپاره نړیواله اجماع اړینه او مهمه وبلله. دې غونډې ته چې د ناټو او ملګرو ملتونو د سازمانونو او اروپايي ټولنې په ګډون د نړۍ د نږدې ۱۹ هیوادونو،...

جمهوررئیس غني د کاپیسا ولایت لویه ولسي غونډه کې ګډون او وینا...

د خپرېدو نېټه: ١٨ چنګاښ, ١٣٩٩

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن کاپیسا ولایت ته د سفر پر مهال  د هغه ولایت لویه ولسي غونډه کې ګډون او وینا وکړه. د ولایت مقام په تالار کې په دغه جوړه شوې غونډه کې مشرانو او متنفذینو، علمای کرامو، ځوانانو، ښځو او د مدني ټولنو استازو حضور درلود، لومړی د کاپیسا والي عبدالطیف مراد پخپلو خبرو کې جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته د ښه...

جمهوررئیس غني د کاپیسا ولایت عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه

د خپرېدو نېټه: ١٨ چنګاښ, ١٣٩٩

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سر قوماندان محمد اشرف غني نن د کاپیسا ولایت د عمومي وضعیت د ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ. په دې سفر کې له جمهوررئیس سره د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال عبدالصبور قانع، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې...

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

د خپرېدو نېټه: ١٦ چنګاښ, ١٣٩٩

د کابینې غونډه د افغانستان داسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ دکابینې د غړو او والیانو په ګډون د ویډیو کنفرانس له لارې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه. لومړی جمهوررئیس، د جمهوري ریاست مرستیالانو او د کابینې غړو د اقتصادي، سوداګرۍ د ودې او د بېوزلۍ کمولو په چارو کې د جمهوررئیس د فوق العاده استازي د وفات له امله خپل د تسلیت...

جمهوررئیس غني د سولې لپاره د اجماع پياوړتیا مشورتي غونډه په خپلې...

د خپرېدو نېټه: ١٦ چنګاښ, ١٣٩٩

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د افغانستان دولت په نوښت د سولې او بین الافغاني مذاکراتو په اړه «د سولې لپاره د اجماع پياوړتیا» تر سرلیک لاندې د سیمې هیوادونو استازو سره مشورتي غونډه په خپلې وینا پرانیسته. په دې غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې د سیمې د شلو هیوادونو، د افغانستان د ستراتېژیکو شریکانو او ملګرو ملتونو سازمان د استازو...

جمهوررئیس غني بهر مېشتو مسلکي افغانانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې...

د خپرېدو نېټه: ١٥ چنګاښ, ١٣٩٩

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر  په بهر کې مېشتو افغانانو سره چې په بېلابېلو مسلکونو کې تخصص او تجربې لري، د افغانستان د اقتصادي او اجتماعي وضعیت او راتلونکي ودې په اړه، د ویډیو کنفرانس له لارې هر اړخیز  بحث وکړ. د یاد ویډیو کنفرانس له لارې بهرمېشتو مسلکي افغانانو هم په بېلابېلو برخو کې خپل وړاندیزونه او نظریات د هیواد له جمهوررئیس سره...

د ارواښاد محمد یوسف غضنفر د غایبانه جنازې لمانځه مراسم په ارګ...

د خپرېدو نېټه: ١۴ چنګاښ, ١٣٩٩

د اقتصادي او سوداګرۍ پراختیا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې د جمهوررئیس د فوق العاده استازي ارواښاد محمد یوسف غضنفر چې د کرونا ناروغۍ له امله وفات شوی، د غایبانه جنازې لمانځه مراسم د افغانستان داسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په ګډون په ارګ کې ترسره شول. په دې مراسمو کې چې نن مازدیګر ترسره شول، پر جمهوررئیس سربېره، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال، د کابینې یو...