اصلي پاڼه / خبرونه

د باختر افغان هوايي شرکت د فعالیت بیاپیلولو پروژې په ګډون؛ ۲۸...

د خپرېدو نېټه: ٢۴ مرغومی, ١٣٩٨

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور  رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام  په ارګ کې جوړه شوه. ملي تدارکاتوکمېسیون پر ۲۹ تدارکاتي موضوګانو د بحث په پاېله کې له څلور نیم میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۲۸  تدارکاتي موضوګانې د اریانا افغان هوایي شرکت اړوند؛ د باختر افغان هوایي شرکت د فعالیت بیا پېلولو او پانګونې  طرحې د وړاندیز په ګډون، منظور شوې....

جمهوررئیس غني د کندهار متنفذینو او مشرانو سره وکتل

د خپرېدو نېټه: ٢۴ مرغومی, ١٣٩٨

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د کندهار ولایت یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره په ارګ کې وکتل. په پیل کې محمود کرزي، شېرین اقا قریشي او د کندهار د ولایتي شورا رئیس سیدجان خاکرېزوال د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال د کندهار د لوی ویالې د خلکو د څښاک اوبو د ستونزې د حل او نورو پروژو له امله له جمهوررئیس...

جمهوررئیس غني: کورنیو چارو وزارت کې مداخله باید صفر شي

د خپرېدو نېټه: ٢٣ مرغومی, ١٣٩٨

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان محمد اشرف غني، نن له غرمې مخکې د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمۍ د یوولسمې دورې فراغت غونډه کې ګډون او وینا وکړه. د هیواد جمهوررئیس د امنیت د تامین په برخه کې د ملي پولیسو دوامدارې قربانۍ وستایلې وې ویل، موږ د شهیدانو کورنیو هر اړخیزې رسېدنې ته ژمن یوو، زموږ پولیسو په شهادت...

جمهوررئیس: د ملي بحث له لارې دې د کابل ښاریانو ستونزې او...

د خپرېدو نېټه: ٢٢ مرغومی, ١٣٩٨

د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابل ښاریانو د ستونزو د تشخیص او اقداماتو په اړه غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې وشوه. په دې غونډه کې جمهوررئیس د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د امنیتي اصلاحاتو طرحه چې په اوله او پنځمه حوزه او د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې تطبیق شوې ده، وستایله. جمهوررئیس د ملي امنیت سلاکار ته دنده...

د اوکراین جمهوررئیس د ټلیفوني تماس له لارې جمهور رئیس غني ته...

د خپرېدو نېټه: ١٩ مرغومی, ١٣٩٨

د اوکراین جمهوررئیس ولادیمیر زلنسکي نن د ټلیفوني تماس له لارې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني ته د اوکرایني الوتکې د لوېدو په پېښه کې د لسو تنو افغانانو د وژل کېدو په اړه د خپلې همدردۍ او خواخوږۍ مراتب څرګند کړل او د افغان حکومت له لارې یې د یادې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره هم غمشریکي وکړه. په دغه ټلیفوني اړیکه کې د اوکراین...

جمهور رئیس غني د مشرانو جرګې د اوو کمېسیونونو مسوولینو اوغړو سره...

د خپرېدو نېټه: ١٩ مرغومی, ١٣٩٨

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني د ملي شورا بېلابېلو کمېسیونونو سره د کتنو په لړ کې نن له غرمې مخکې د مشرانو جرګې د اوو بېلابېلو کمېسیونونو مسوولینو او غړو سره وکتل. په دغه کتنه کې چې په چهار چنارماڼۍ کې وشوه، په پیل کې د مشرانو جرګې لومړي نایب محمدعلم ایزدیار د ناستو د دغې لړۍ د پیلولو په خاطر له جمهوررئیس څخه په مننې د دغې لړۍ د دوام غوښتنه وکړه،...

جمهور رئیس غني: معارف باید د ۲۱ پېړۍ اړتیاوو ته ځواب ویونکي...

د خپرېدو نېټه: ١٨ مرغومی, ١٣٩٨

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني، نن ماښام د پوهنې د اصلاحاتو لومړني ملي سمپوزیم په اختتامیه مراسمو کې ګډون او وینا وکړه. په دغو مراسمو کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شوي وو، د هیواد لومړۍ مېرمن او یو شمېر لوړ پوړو دولتي مقاماتو هم حضور درلود، په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد مېرویس بلخي د پوهنې د اصلاحاتو ملي سمپوزیم د...

جمهور رئیس غني د ناټو سکرتر جنرال سره ټلیفوني خبرې وکړې

د خپرېدو نېټه: ١٨ مرغومی, ١٣٩٨

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور  رئیس محمد اشرف غني او د ناټو  سازمان سکرتر جنرال ینس سټولټنبرګ نن مازدیګر ټلیفوني خبرې سره وکړې. د ناټو سازمان سکرتر جنرال کابل ته د نوموړي د پلان شوي سفر د ځنډ له امله له جمهور رئیس غني څخه معذرت وغوښت او وې ویل، په سیمه کې د رامنځته شویو پېښو د مدیریت په موخه یې ونشو کولای چې نن کابل ته سفر وکړي،...

جمهور رئیس د افغان نجونو د امنیتي عالي لېسې د ایجاد طرحه...

د خپرېدو نېټه: ١٨ مرغومی, ١٣٩٨

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د غوڅ ملاتړ سیستیکا برخې مسوولینو سره په کتنه کې د افغان نجونو د عالي لېسې د ایجاد طرحه تائید کړه. په دغه کتنه کې لومړی د غوڅ ملاتړ سیستیکا برخې انکشافي مرستیال هندرسون د افغان نجونو امنیتي عالي لېسې په اړه چې ټاکل شوې، د مارشال محمد قسیم فهیم پوهنتون مجتمع کې ایجاد شي، معلومات ورکړل. هندرسون...

جمهوررئیس غني او د امریکا د دفاع وزیر ټلیفوني خبرې وکړې

د خپرېدو نېټه: ١٨ مرغومی, ١٣٩٨

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماسخوتن د امریکا متحدو ایالتونو د دفاع وزیر مارک اسپرسره ټلیفوني خبرې وکړې. په دغه ټلیفوني مکالمه کې دواړو لوریو د سیمې د امنیتي وضعیت او په ځانګړي ډول په دې وروستیو کې د امریکا او ایران تر منځ د رامنځته شوې امنیتي ستونزې په اړه د بحث پرمهال وویل، د دې وخت را رسېدلی دی چې امریکا او ایران...