اصلي پاڼه / خبرونه

جمهور رئیس غني دکابل ښار په یوولسمه حوزه کې د تېرې شپې...

د خپرېدو نېټه: ١٦ مرغومی, ١٣٩٨

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د مرحوم امر عبدالستار د کورنۍ له یو شمېر غړو او  دکوهدامناو پروان، کاپیسا او پنجشېر ولایتونو مشرانو او متنفذینو سره د کتنې پر مهال خپله خواخوږي څرګنده کړه. په دغه کتنه چې په چهارچنار ماڼۍ کې وشوه او د دولت جوړونکي انتخاباتي ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح هم حضور درلود په پیل کې حاجي الماس زاهد د مشرانو او شفیع الله د مرحوم امر عبدالستار د...

د بهرنیو چارو وزارت اصلاحي بسته جمهور رئیس غني ته وسپارل شوه

د خپرېدو نېټه: ١٦ مرغومی, ١٣٩٨

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د بهرنیو چارو وزارت رهبري  سره د تېرو ناستو په دوام نن له غرمې مخکې په ارګ کې وکتل. په دغه کتنه کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او سرپرست د یاد وزارت د جوړښت د تحول، د اقتصاد محوره بهرني سیاست، د قوانینو او طرزالعملونو او بهرمېشتو افغانانو ته د خدماتو وړاندې کولو په اړه  په څلورو محورونوکې د یاد وزارت اصلاحي...

جمهور رئیس غني : د افغانستان خاوره هیڅ کله د بل هیواد...

د خپرېدو نېټه: ١٥ مرغومی, ١٣٩٨

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن مازدیګر  د ټلیفون پر لیکه د ایران د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حسن روحاني سره خبرې وکړې او هغه ته یې ډاډ ورکړ چې د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د امنیتي موافقتنامې په اساس د افغانستان خاوره هیڅ کله د بل هیواد پر خلاف نه استعمالېږي. جمهور رئیس غني د ایران جمهور رئیس او خلکو ته په عراق کې د دوه ورځې...

جمهوررئیس د هواد ککړتیا کمولو په موخه دوه حکمونه صادر کړل

د خپرېدو نېټه: ١۴ مرغومی, ١٣٩٨

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئیس محمداشرف غني د مرکزګرمۍ سیستم لرونکو کورونو، ښارګوټو او دولتي ادارو کې د لوګي تصفیه کوونکي الې د نصبولو او ګرمولو او انرژۍ د تولید په خاطر د ټېرونو، ربړ او پلاستیک د نه سوځولو په اړه جلا حکمونه صادر کړل. د هیواد جمهوررئیس د هوا ککړتیا د مخنیوي، د هغې د تخریبي لاملونو د کمولو او چاپېریال ساتنې په خاطر د هیواد د...

د مکروریانو مرکز ګرمۍ دستګاوو د سون توکو برابرولو پروژې په ګډون...

د خپرېدو نېټه: ١٠ مرغومی, ١٣٩٨

د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه. په دې غونډه کې پر ۱۹ تدارکاتي مواردو د بحث او ارزونې په پایله کې له ۳.۶ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت  ۱۵ تدارکاتي موارد کمېسیون منظور کړل. کابل ښاروالۍ د مکروریانو د څارنې تصدۍ ریاست اړوند د مکروریانو د مرکز ګرمۍ دستګاوو اړتیا...

جمهوررئیس غني د امریکا متحدو ایالتونو سفیر سره د مخه ښې کتنه...

د خپرېدو نېټه: ٠٩ مرغومی, ١٣٩٨

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالتونو سفیر ښاغلي جان بس سره د مخه ښې کتنه کې د غازي وزیر محمد اکبر خان دولتي مډال په ورکولو سره د هغه خدمتونه وستایل. په هغه فرمان کې چې د جمهوررئیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر په دې اړه ولوست، په افغانستان کې د جان بس د ماموریت پر مهال د افغانستان...

کابینې د کار قانون نوې طرحه په پرنسیب کې تائید کړه

د خپرېدو نېټه: ٠٩ مرغومی, ١٣٩٨

د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن له غرمې مخکې د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې ترسره شوه. لومړی جمهوررئیس غني د هغو ولسوالیو پر وضعیت خبرې وکړې چې له طالبانو او داعش ډلو پاکې شوې دي او په دې ولسوالیو کې ستونزو او خنډونو ته په پام یې؛ ټولو وزارتونو او دولتي ادارو ته دنده وسپارله چې له هغوی سره د...

جمهوررئیس غني: بدخشان د ملي یووالي زانګو ده

د خپرېدو نېټه: ٠٥ مرغومی, ١٣٩٨

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني بدخشان ولایت ته د سفر پر مهال نن مازدیګر په لویه ولسي غونډه کې ګډون او وینا وکړه. په پیل کې د بدخشان والي محمدزکریا سودا د هیواد جمهوررئیس ته د ښه راغلاست پر مهال د بدخشان ولایت د امنیتي، اجتماعي او انکشافي وضعیت په اړه وویل، په انکشافي وضعیت کې مثبت تغییرات راغلي او د بدخشان په کچه څو عام...

جمهوررئیس غني: حکومت د ولسوالیو په کچه د ښځو د اقتصادي ژوند...

د خپرېدو نېټه: ٠٥ مرغومی, ١٣٩٨

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني بدخشان ولایت ته د سفر پر مهال نن غرمه د بدخشان ولایت یو شمېر ښځو سره په کتنه کې د دوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل. په دغه غونډه کې د بدخشان ولایت د ښځو چارو رئیسې مېرمن الیناغیاثي او سناتورې ګلالۍ اکبري د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او جنسیتي تبعیض د مخنیوي،...

جمهوررئیس غني: په بدخشان کې چاڼيز عملیات دوام کوي

د خپرېدو نېټه: ٠٥ مرغومی, ١٣٩٨

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني بدخشان ولایت ته د خپل سفر پر مهال، نن غرمه د ولایتي شورا غړو، علماو، مدني ټولنې او ځوانانو سره وکتل. لومړی، د بدخشان د ولایتي شورا مرستیال عبدالله صدیقي، د علماو په استازیتوب الحاج سعدالله ابو امان، د مدني ټولنې بنسټونو په استازیتوب سیف الدین سیاس او د ځوانانو په استازیتوب جاهد الله پیام خبرې وکړې. هغوی جمهوررئیس ته د ښه...