اصلي پاڼه / خبرونه

جمهور رئیس غني په کابل کې د امریکا د سفارت له شارزدافیر...

د خپرېدو نېټه: ١٧ تله, ١٣٩٣

د۱۳۹۳ لمریز کال د تلې۱۷مه د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت له شارزدافیر میکن لي او د ناټوځواکونو له لوی قوماندان جنرال جان ایف کیمبل سره وکتل. په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، د افغانستان او امریکا ترمنځ په بېلا بېلو برخوکې د همکاریو د پراختیا، د هېواد د اوسني امنیتي...

جمهور رئیس غني د څرخي پله له زندان څخه لیدنه وکړه

د خپرېدو نېټه: ١٧ تله, ١٣٩٣

د۱۳۹۳لمریز کال د تلې۱۷مه د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون شپه د څرخي پله له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه او د دغه زندان د زندانیانو ستونزې او غوښتنې یې واوریدې. د څرخي پله د مرکزي زندان څو تنو زندانیانو له جمهور رئیس محمد اشرف غني څخه مننه وکړه چې د خپل کار په لومړیو ورځوکې یې د بندیانو پوښتنه وکړه. دوی د هېواد له جمهور رئیس څخه...

جمهور رئیس غني د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له سرپرست...

د خپرېدو نېټه: ١٧ تله, ١٣٩٣

د۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۷مه د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، نن له غرمې مخکې د سیمه ایز ارګانونو د خپلواکې ادارې له سرپرست عبدالخالق فراهي او د دغې ادارې له مرستیالانو سره په ارګ کې  وکتل. په دغه کتنه کې چې د جمهوري ریاست دوهم مرستیال سرور دانش او د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ  د رامنځته کولو په برخه کې د جمهور رئیس فوق العاده استازي احمد...

د جمهور رئیس غني په مشرۍ په لویه څارنوالۍ کې د اصلاحاتو...

د خپرېدو نېټه: ١٦ تله, ١٣٩٣

د۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۶مه د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ په لویه څارنوالۍ کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو په موخه د هېواد د پوهنتونونو له استادانو، د سوداګرۍ د خونې له غړو، حقوق پوهانو، د مدافع وکیلانو، د صنعت کارانو، د بشر د حقوقو او د ښځو د سراسري سازمان د ټولنو له غړو سره مشورتي غونډه جوړه شوه. په دغه غونډه کې...

جمهور رئیس غني: نوی حکومت په هېواد کې د بنیادي تغییراتو رامنځته...

د خپرېدو نېټه: ١٦ تله, ١٣٩٣

د۱۳۹۳ لمریز کال د تلې۱۶مه د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د مخابراتو وزارت له سرپرست امیرزي سنګین او د تفتیش د مرکزي عالي ادارې له سرپرست محمد شریف شریفي سره په کتنه کې د ښې حکومت والۍ پر رامنځته کولو او د فساد پرخلاف پرجدي مبارزې ټینګار وکړ. د هېواد جمهور رئیس په دغو کتنوکې چې پرون په ارګ کې په جلا جلا ډول ترسره شوې، په ټینګار...

جمهور رئيس غني د المپيک د کمېټې له ځینو غړو سره وکتل

د خپرېدو نېټه: ١٥ تله, ١٣٩٣

د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۵ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني پرون ماښام د المپيک د کمېټې له رئيس او ځینو غړو سره په ارګ کې وکتل. د المپيک د کمېټې غړو اوسنۍ فرصت د افغانستان د سپورټ د پرمختګ په برخه کې ډېر مهم وباله چې باید اعظمي ګټه ترې واخیستل شي. دوی همداراز له جمهور رئيس غني څخه د ده له...

جمهور رئیس غني د هېواد د پوهنتونونو له رئیسانو سره ټیلیفوني خبرې...

د خپرېدو نېټه: ١٥ تله, ١٣٩٣

د۱۳۹۳ لمریز کال د تلې۱۵مه د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، پرون د هېواد د پوهنتونونو له رئیسانو سره ټیلیفوني خبرې وکړې او هغوی ته یې د لوی اختر مبارکي وویله. محمد اشرف غني په دغو ټیلیفوني خبروکې د هېواد په پوهنتونونوکې د تدریسي بهیر او د د محصلینو د حالت د څرنګوالي په اړه د پوښتنو په ترڅ کې د پوهنتونونو رئیسانو ته وویل: زه د یو پخواني...

جمهور رئیس غني د حج او اوقافو وزارت له سرپرست سره ټیلیفوني...

د خپرېدو نېټه: ١٥ تله, ١٣٩٣

د۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۵مه د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، پرون د حج او اوقافو وزارت له سرپرست ډاکتر محمد یوسف نیازي سره چې دا مهال د افغان حاجیانو د چارو د لاښه تنظیم په موخه په مکه مکرمه کې دی، ټیلیفوني خبرې وکړې. جمهور رئیس د حج او اوقافو وزارت له سرپرست څخه د افغان حاجیانو د حالت د څرنګوالي د پوښتنې په ترڅ کې هغه...

جمهور رئيس غني د قومي شوراګانو له استازو سره وکتل

د خپرېدو نېټه: ١٥ تله, ١٣٩٣

د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۵ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني پرون له غرمې وروسته د قومي شوراګانو له ځينو استازو سره په ارګ کې وکتل. په دغه کتنه کې د قومي شوراګانو استازو جمهور رئيس احمدزي ته د اختر او د جمهوري ریاست موقف ته د هغه د رسېدو له کبله مبارکي وویله او همداراز له حکومت څخه يې خپل ملاتړ اعلان...

جمهور رئيس غني د ستانکزیو د قومي شورا له ځینو غړو سره...

د خپرېدو نېټه: ١۴ تله, ١٣٩٣

د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۴ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني نن غرمه د ستانکزيو د قومي شورا له ځینو غړو سره په ارګ کې وکتل. د ستانکزیو قومي شورا له جمهور رئيس غني سره د اختر مبارکۍ له ویلو وروسته، د سولې او امنیت په برخو کې خپلې غوښتنې مطرح کړې. جمهور رئيس احمدزي دغې قومي شورا ته څرګنده کړه چې د...