اصلي پاڼه / خبرونه

جمهور رئيس غني د نيکمرغه لوی اختر لمونځ د ارګ په جامع...

د خپرېدو نېټه: ١٢ تله, ١٣٩٣

د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۲مه  د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني د شنبې د ورځې په سهار د تشريفاتوګارد له معاينې وروسته د نيکمرغه لوی اختر لمونځ د ارګ په جامع جومات کې اداکړ . د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني د نيکمرغه لوی اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته، له لمونځ کوونکو سره روغبړ وکړ او د نيکمرغه لوی اختر له امله يې هغوی...

جمهوررئیس غني د یوې ټلیفوني اړیکې په ترڅ کې د خبریال مجاهد...

د خپرېدو نېټه: ١٢ تله, ١٣٩٣

د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۲مه د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني  د طلوع ټلویزیون د خبریال مجاهد کاکړ د کورنۍ له یو تن غړي سره د یوې ټلیفوني اړیکې په ترڅ کې د هغه  د روغتیایي حالت پوښتنه وکړه. خبریال مجاهد کاکړ چې د ورپیښې ناروغۍ له امله د آلمان هېواد په یو روغتون کې تر درملنې لاندې دی، د هېواد جمهور رئیس، نن د ټیلیفون له...

د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي منشي بانکي مون جمهور رئیس اشرف...

د خپرېدو نېټه: ٠٩ تله, ١٣٩٣

د۱۳۹۳ لمریز کال د تلې۹مه د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي منشي بانکي مون د یوې ټیلیفوني اړیکې په ترڅ کې د افغانستان د جمهور رئیس په توګه د محمد اشرف غني احمدزي د ټاکل کېدو له امله هغه ته  مبارکي وویله. په دغه ټیلیفوني اړیکه کې چې پرون ماښام ترسره شوه، د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي منشي بانکي مون د هېواد منتخب جمهور رئیس ډاکترمحمد اشرف غني احمدزي...

جمهور رئیس غني، محمد حنیف اتمر د ملي امنیت شورا کارکوونکو ته...

د خپرېدو نېټه: ٠٩ تله, ١٣٩٣

د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۹مه د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ملي امنیت شورا کار کوونکو ته رسماً ور وپیژانده. جمهور رئیس محمد اشرف غني په دغو مراسموکې د ملي امنیت د پخواني سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا له خدمتونو څخه قدرداني وکړه، وې ویل: هغه خدمتونه چې ډاکتر رنګین دادفر...

جمهور رئيس غني د سیمه ییزو چارو د ادارې له چارواکو سره...

د خپرېدو نېټه: ٠٩ تله, ١٣٩٣

د۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۹ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني او دویم مرستیال يې نن له غرمې وروسته د سیمه ییزو چارو د ادارې له رئيس، مرستیالانو او د دغې ادارې د بېلابېلو برخو له رئيسانو سره په ارګ کې وکتل. دغه غونډه په ولایتونو کې د والیانو او ښاروالانو لخوا په جدي توګه د ستونزو د له منځه وړلو او په کاري...

محمد اشرف غني د خپل کار لومړۍ ورځ د اماني لېسې د...

د خپرېدو نېټه: ٠٨ تله, ١٣٩٣

د۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۸مه د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د خپل کار لومړۍ ورځ د کابل ښار د اماني لیسې د تدریس د څرنګوالي له کتنې څخه پیل کړه. د هېواد جمهور رئیس نن سهار د اماني لېسې ته لاړ ترڅو د افغانستان تعلیمي سکټور چې د وطن ځوانان روزي او د افغانستان راتلونکی ټاکي له نیږدې څخه وګوري. د هېواد جمهوررئیس محمد اشرف غني په...

جمهور رئیس غني د هند د جمهوري ریاست له مرستیال سره وکتل

د خپرېدو نېټه: ٠٨ تله, ١٣٩٣

د۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۸مه د  افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د هندوستان د جمهوري ریاست له مرستیال محمد حمید انصاري سره وکتل. په دغه کتنه کې چې پرون په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د افغانستان او هند ترمنځ د دوستانه اړیکو او همکاریو د دوام او د افغانستان له نوي حکومت سره د دغو اړیکو د لا پراختیا په باب خبرې وکړې. د هند د...

د افغانستان جمهور رئیس د چین د بشري منابعو او د ټولنیز...

د خپرېدو نېټه: ٠٨ تله, ١٣٩٣

د۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۸مه د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د چین د بشري منابعو او د ټولنیز امنیت له وزیر ین ویمنګ سره وکتل. په دغه کتنه کې چې پرون په ارګ کې ترسره شوه، ښاغلي  ین ویمنګ د چین د جمهوررئیس نیکې هیلې او سلامونه محمد اشرف غني ته و رسول او د افغانستان د منتخب جمهور رئیس په توګه د هغه د ټاکل کېدو...

د افغانستان ـ امریکا، افغانستان او ناټو ترمنځ د امنیتي همکاریو تړونونه...

د خپرېدو نېټه: ٠٨ تله, ١٣٩٣

د۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۸مه د افغانستان ـ امریکا،  افغانستان او ناټو ترمنځ د امنیتي همکاریو تړونونه، د افغانستان د جمهوررئیس محمد اشرف غني، د هغه د مرستیالانو، د ملي وحدت د حکومت د اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله او د هغه د مرستیالانو، د روحاني او جهادي شخصیتونو، حضرت صبغت الله مجددي، پیر سید احمد ګیلاني او سید منصور نادري په حضور کې لاسلیک شول. دغه تړونونه، نن...