اصلي پاڼه / خبرونه

جمهور رئيس غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي...

د خپرېدو نېټه: ٢١ لړم, ١٣٩٣

د ۱۳۹۳ لمریز کال د لړم ۲۱ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماښام د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړي استازي نيکولاس هېسم سره په ارګ کې وکتل. په دغه کتنه کې چې د افغانستان اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حاضر و، د ملګرو ملتونو د فعالیتونو او له افغانستان سره د هغوی د مرستو په اړه بحث...

د مولوي سید مختار صفوي د جنازې لمونځ په ارګ کې ادا...

د خپرېدو نېټه: ٢١ لړم, ١٣٩٣

د ۱۳۹۳ لمریز کال د لړم ۲۱مه د ارګ د جامع جومات د امام مولوي سید مختار صفوي د جنازې لمونځ نن سهار د جمهوري ریاست د ارګ په انګړ کې ادا شو. د جنازې د لمانځه په مراسموکې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، د هېواد پخواني جمهور رئیس حامد کرزي، د جمهوري ریاست دویم مرستیال قانون پوه سرور دانش او یو شمیر نورو دولتي چارواکو او د...

جمهور رئیس غني د نړیوال بانک له لوی رئیس سره د ویدیو...

د خپرېدو نېټه: ٢٠ لړم, ١٣٩٣

د ۱۳۹۳ لمریز کال د لړم ۲۰مه د افغانستان  جمهور رئیس محمد اشرف غني، نن ماښام د نړیوال بانک له لوی رئیس جیم یونګ کیم سره د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې. په دغه ویدیو کنفرانس کې جمهور رئیس غني لومړی له افغانستان سره د نړیوال بانک د مرستو له امله له ښاغلي جیم یونګ کیم څخه مننه وکړه، وې ویل چې افغانستان به د نړیوال بانک یو قوي...

جمهور رئیس غني: افغانستان باید د برېښنا صادرونکی هېواد و اوسي

د خپرېدو نېټه: ٢٠ لړم, ١٣٩٣

د۱۳۹۳ لمریز کال د لړم ۲۰مه د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، په ملي شورا کې د ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان او د کوچیانو له استازو سره نن له غرمې مخکې په ارګ کې وکتل. په دغه کتنه کې په ملي شورا کې د ننګرهار د خلکو استازي انجنیر سید اکرام، د لغمان د خلکو استازي جنرال نقیب الله، د کونړ د خلکو استازې وږمې صافۍ او د نورستان...

جمهور رئيس غني د افغانستان د کلتوري میراثونو د ساتنې د نړیوال...

د خپرېدو نېټه: ٢٠ لړم, ١٣٩٣

د ۱۳۹۳ لمریز کال د لړم ۲۰ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د افغانستان د کلتوري ميراثونو د ساتنې د نړیوال کنفرانس له جوړونکو سره وکتل. په دغه کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، جمهور رئيس غني د دغه کنفرانس له جوړونکو څخه وغوښتل چې د افغانستان له حکومت سره د افغانستان د کلتوري ميراثونو د ساتنې د یوه ملي...

جمهور رئيس غني له هېوادوالو وغوښتل چې له افغاني توليداتو څخه استفاده...

د خپرېدو نېټه: ٢٠ لړم, ١٣٩٣

د ۱۳۹۳ لمریز کال د لړم ۲۰ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني تېره شپه د الکوزي نوشابې د توليداتو له فابریکې څخه کتنه وکړه. جمهور رئيس د دغې فابريکې له بېلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه او په خپلو خبرو کې يې له دغې فابريکې څخه د خپل کتنې هدف د افغاني توليداتو هڅونه وبلله او له هېوادوالو يې وغوښتل چې د خپل هېواد له...

جمهور رئيس غني په افغانستان کې د نړیوال بانک له رئیس سره...

د خپرېدو نېټه: ١٩ لړم, ١٣٩٣

د ۱۳۹۳ لمریز کال د لړم ۱۹ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني په افغانستان کې د نړیوال بانک له رئیس ښاغلي باب ساوم سره وکتل. په دغه کتنه کې چې نن ماښام په ارګ کې ترسره شوه، ښاغلي باب ساوم، په افغانستان کې د نړیوال بانک د فعالیتونو په هکله معلومات ورکړل او یو ځل بیا يې له افغانستان سره د یاد بانک د...

جمهور رئیس غني: افغانستان نه شي کولای په نا انډولیز حالت کې...

د خپرېدو نېټه: ١٩ لړم, ١٣٩٣

د۱۳۹۳ لمریز کال د لړم ۱۹مه د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، په ملي شورا کې د هېواد د پنځو لویدیځو ولایتونو له استازو سره نن ماښام په ارګ کې وکتل. په دغه کتنه کې په ملي شورا کې د هرات، غور، بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونو استازو په بېلابېلو برخوکې د خپلو ولایتونو ستونزې د هېواد له جمهور رئیس سره مطرح او په دغو ولایتونوکې یې د امنیتي...

جمهور رئيس غني: ديني عالمان دې باید په ټول افغانستان کې د...

د خپرېدو نېټه: ١٨ لړم, ١٣٩٣

د ۱۳۹۳ لمریز کال د لړم ۱۸ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام د کندهار ولایت له یوشمېر مخورو، مشرانو، ديني عالمانو او په ملي شورا کې د کندهار د خلکو له ځینو استازو سره وکتل. په دغه کتنې کې چې په ارګ کې ترسره شوه، ډاکټر فاروق اعظم، لالي حمیدزي، بسم الله افغانمل او عبدالرحیم ایوبي د کندهار د خلکو په استازیتوب...

جمهور رئیس غني د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي منشي له...

د خپرېدو نېټه: ١٧ لړم, ١٣٩٣

د۱۳۹۳ لمریز کال د لړم ۱۷مه د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، له نشه یي توکو سره د مبارزې په چاروکې د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي منشي له مرستیال یوري فید وتوف سره نن ماښام په ارګ کې وکتل. په دغه کتنه کې ښاغلي یوري فید وتوف جمهور رئیس غني ته د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي منشي بانکي مون نېکې هیلې او سلامونه ورسول او...