اصلي پاڼه / خبرونه

جمهوررئیس غني د کندهار ولایت د مرستیال نا ځوان مردانه وژنه په...

د خپرېدو نېټه: ١٢ لړم, ١٣٩٣

د ۱۳۹۳ لمریز کال د لړم ۱۲مه د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د کندهار ولایت د مرستیال عبدالقدیم پتیال نا ځوان مردانه وژنه په کلکه وغندله. پتیال پرون ماښام د کندهار ولایت په پوهنتون کې په خپل درسي ټولګي کې د نامعلومه وسله والو کسانو لخوا په ډزو سره شهید کړای شو. د افغانستان جمهور رئیس د کندهار د والي پر مرستیال دغه تروریستي برید افغان دښمن عمل...

په فرانسه کې د نقاب د بندیز په اړه د افغانستان د...

د خپرېدو نېټه: ١١ لړم, ١٣٩٣

د ۱۳۹۳ لمریز کال د لړم ۱۱ مه د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر په ۳۱ نېټه د فرانس پرس خبري آژانس په انګریزي ژبه " په فرانسه کې د نقاب له منع څخه د افغانستان لومړۍ مېرمن په داسې حال کې ستاینه کوي چې نوموړې په خپل هېواد کې د ښځو له حقونو څخه د دفاع کمپاین پیل کړی دی" ترسرليک لاندې مقاله خپره کړې ده. په دغه مقاله کې...

جمهور رئيس غني: د سولې رامنځته کېدل یو ملي هدف دی

د خپرېدو نېټه: ١٠ لړم, ١٣٩٣

د ۱۳۹۳ لمریز کال د لړم ۱۰ مه د افغانستان جمهور رئيس  محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته په ارګ کې له رسنيو سره په یوې خبري غونډه کې چین ته د خپل وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل. اشرف غني وویل چې ټول تمرکز باید پر دې وشي چې چین له افغانستان سره د بنسټيز ملي پلان د جوړولو لپاره د مطالعاتو او د دغه پلان د...

جمهور رئیس غني نن شپه وروسته له یو څلور ورځنی سفر څخه...

د خپرېدو نېټه: ٠٩ لړم, ١٣٩٣

د لړم نهمه نیټه، کال ۱۳۹۳ د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن شپه وروسته له یو څلور ورځنی سفر څخه هیواد ته راستون شو. جمهور رئیس چین ته د هغه هیواد د جمهور رئیس په یوه رسمي بلنه د څلور ورځو لپاره د یو لوړ پوړي پلاوی سره سفر کړی و. جمهور رئیس نن سهار د آسیا د زړه هیوادونو ( د استانبول پروسې) د...

جمهور رییس غني: دولت به د خصوصي سکټور همکار وي

د خپرېدو نېټه: ٠٩ لړم, ١٣٩٣

د ۱۳۹۳ لمریز کال د لړم ۹مه د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني د چین او افغانستان د سوداګرو او پانګوالو د ټولنې په غونډه کې ګډون وکړ. په دې غونډه کې چې نن له غرمې مخکې د جمهور رییس د ملګري پلاوي او د افغان او چین د سوداګرو او پانګوالو په ګډون د بیجینګ په ښارکې جوړه شوه، د افغانستان جمهور رییس وویل، زه ډاډه یم چې...

جمهور رییس غني د ترکمنستان او ایران د بهرنیو چارو له وزیرانو...

د خپرېدو نېټه: ٠٩ لړم, ١٣٩٣

د۱۳۹۳ لمریز کال د لړم۹مه د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته د آسیا د زړه د بهرنیو چارو د وزیرانو د څلورمې ناستې ـ  د استانبول د بهیر په څنډه کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لورو په بېلابېلو برخوکې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، په ځانګړې توګه د انرژۍ، ترانسپورت، برېښنا او...

جمهور رییس غني: موږ د یو قوي حساب ورکوونکي سیستم غوښتونکي یو...

د خپرېدو نېټه: ٠٩ لړم, ١٣٩٣

د۱۳۹۳ لمریز کال د لړم ۹مه د آسیا زړه ـ د استانبول د بهیر د بهرنیو چارو د وزیرانو څلورمه ناسته د افغانستان د جمهور رییس محمد اشرف غني او د چین د صدراعظم ښاغلي لی کیکیانګ په حضورکې نن له غرمې مخکې د چین د ولسي جمهوریت په  پلازمېنې د بیجینګ په ښارکې جوړه شوه . په دغه ناسته کې چې د دغه بهیر د ۱۶ اصلي غړو هېوادونو...

جمهوررییس غني د چین د ولسي جمهوریت د پارلمان له رییس سره...

د خپرېدو نېټه: ٠٨ لړم, ١٣٩٣

د ۱۳۹۳ لمریز کال د لړم ۸مه د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني د چین د ولسي جمهوریت د پارلمان له رییس ژان دو ژیانګ سره وکتل. په دغه کتنه کې چې پرون ماښام د چین د خلکو په ستر صالون کې ترسره شوه، د چین د پارلمان رییس د دواړو هېوادونو د پارلمانونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت غوښتنه وکړه او هغه یې د دواړو پارلمانونو ترمنځ د...

جمهور ریس غني: افغانستان چمتو دی چې چينایي پانګوالو ته یو امن...

د خپرېدو نېټه: ٠٨ لړم, ١٣٩٣

د۱۳۹۳ لمریز کال د لړم ۸مه د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني د چین له صدراعظم ښاغلي لی کیکیانګ سره وکتل. په دغه کتنه کې چې پرون له غرمې وروسته د چین د خلکو په ستر صالون کې ترسره شوه، د افغانستان جمهور رییس وویل چې چین د افغانستان د لنډ مهال، منځمهال او اوږد مهال ستراتیژیک ملګری دی. محمد اشرف غني په تېرو ۱۳ کلونوکې  له افغانستان سره...

جمهوررییس غني: د افغانستان امنیتي ځواکونه په یوه پیاوړي، تجربه لرونکي او...

د خپرېدو نېټه: ٠٧ لړم, ١٣٩٣

د۱۳۹۳ لمریز کال د لړم ۷مه د افغانستان جمهوررییس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي په سیمه ایز وخت نن له غرمې وروسته د چین د ولسي جمهوریت د نړیوالو څیړنو په انستیتوت کې وینا وکړه  جمهور رییس احمدزي په دغه وینا کې په  نړیوالو چاروکې د چین  کار پوهانو ته  د افغانستان د بهرني سیاست، د سیمه ایزو همکاریو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې د...