اصلي پاڼه / خبرونه

جمهور رئیس غني د حج او اوقافو وزارت له سرپرست سره ټیلیفوني...

د خپرېدو نېټه: ١٥ تله, ١٣٩٣

د۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۵مه د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، پرون د حج او اوقافو وزارت له سرپرست ډاکتر محمد یوسف نیازي سره چې دا مهال د افغان حاجیانو د چارو د لاښه تنظیم په موخه په مکه مکرمه کې دی، ټیلیفوني خبرې وکړې. جمهور رئیس د حج او اوقافو وزارت له سرپرست څخه د افغان حاجیانو د حالت د څرنګوالي د پوښتنې په ترڅ کې هغه...

جمهور رئيس غني د قومي شوراګانو له استازو سره وکتل

د خپرېدو نېټه: ١٥ تله, ١٣٩٣

د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۵ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني پرون له غرمې وروسته د قومي شوراګانو له ځينو استازو سره په ارګ کې وکتل. په دغه کتنه کې د قومي شوراګانو استازو جمهور رئيس احمدزي ته د اختر او د جمهوري ریاست موقف ته د هغه د رسېدو له کبله مبارکي وویله او همداراز له حکومت څخه يې خپل ملاتړ اعلان...

جمهور رئيس غني د ستانکزیو د قومي شورا له ځینو غړو سره...

د خپرېدو نېټه: ١۴ تله, ١٣٩٣

د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۴ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني نن غرمه د ستانکزيو د قومي شورا له ځینو غړو سره په ارګ کې وکتل. د ستانکزیو قومي شورا له جمهور رئيس غني سره د اختر مبارکۍ له ویلو وروسته، د سولې او امنیت په برخو کې خپلې غوښتنې مطرح کړې. جمهور رئيس احمدزي دغې قومي شورا ته څرګنده کړه چې د...

جمهور رئيس غني د افغانستان د خلکو د اعتماد ګوند له ځینو...

د خپرېدو نېټه: ١۴ تله, ١٣٩٣

د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۴ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان د خلکو د اعتماد ګوند له ځینو استازو سره په ارګ کې وکتل. د دغه ګوند غړو له جمهور رئيس غني سره د اختر مبارکې په ترڅ کې د غوره حکومتوالۍ، سولې، په حکومت کې د ځوانانو د ونډې او له ګوندونو څخه د ملاتړ غوښتنه...

جمهور رئيس غني د افغانستان د ملي اردو د خاصو پوځي عملیاتو...

د خپرېدو نېټه: ١۴ تله, ١٣٩٣

د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۴ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني نن سهار په داسې حال کې چې د دفاع سرپرست وزير سترجنرال بسم الله محمدي او لوی درستيز سترجنرال شېرمحمد کريمي هم حضور درلود، د افغانستان د ملي اردو د خاصو پوځي عملیاتو د فرقې له پوځ سره د ریشخور په سیمه کې وکتل. جمهور رئيس، له دغو کومانډو پوځ سره د...

جمهور رئيس غني د عدالت او پراختیا ګوند له ځينو غړو سره...

د خپرېدو نېټه: ١۴ تله, ١٣٩٣

د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۴ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته د عدالت او پراختیا ګوند له ځينو غړو سره په ارګ کې اختر مبارکي وکړه. د دغه ګوند غړو جمهور رئيس غني ته د جمهوري ریاست د تبريکۍ په ترڅ کې محمد اشرف غني د افغانستان د آبادولو په برخه کې ژمن وباله. دوی همداراز هيله څرګنده کړه...

جمهور رئيس غني د ترکيې له جمهور رئيس او د نړۍ د...

د خپرېدو نېټه: ١۴ تله, ١٣٩٣

د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۴ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني نن ماښام د ترکيې له جمهور رئيس رجب طیب اردوغان او د نړۍ د اسماعيلیه فرقې مشر والا حضرت شهزاده کریم آغاخان سره په ټلیفوني اړيکه کې اختر مبارکي وویله. په دغو ټلیفوني خبرو کې جمهور رئيس غني د ترکيې له جمهور رئيس اردوغان سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د...

جمهور رئيس غني د مرکزي سیمو له مخورو، د ځینو بنسټونو له...

د خپرېدو نېټه: ١۴ تله, ١٣٩٣

د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۴ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د مرکزي سیمو له مخورو، د ځینو بنسټونو له غړو او استادانو سره په ارګ کې اختر مبارکي وکړه. په دغه کتنه کې راغلو مېلمنو د دولتي او شخصي پوهنتونونو د پیاوړتیا، د غوره حکومتوالۍ او د اداري فساد پروړاندې د جدي مبارزې غوښتنه وکړه او د ځينو...

جمهور رئيس غني د ۴۰۰ بستریز له روغتون څخه کتنه وکړه

د خپرېدو نېټه: ١۴ تله, ١٣٩٣

د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۴ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام د اختر په دویمه ورځ د سردار محمد داود خان له۴۰۰ بستریز روغتون څخه کتنه وکړه. جمهور رئیس غني له ۴۰۰ بستریز روغتون څخه د کتنې پرمهال د دغه روغتون له کارکوونکو، پوځي او ملکي ناروغانو او ټپیانو سره اختر مبارکي وکړه. جمهور رئيس غني په دغه کتنه کې د...

جمهور رئيس غني د افغانستان د ترکمن قوم د شورا له ځینو...

د خپرېدو نېټه: ١۴ تله, ١٣٩٣

د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۴ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني نن مازدیګر د افغانستان د ترکمن قوم د شورا ځینو غړو ته په ارګ کې د اختر مبارکي وویله. ترکمن قوم جمهور رئیس غني ته د جمهوري ریاست موقف ته د رسېدو له کبله مبارکي وویله او په ټولو چارو کې يې ورته د بریاليتوب هيله وکړه او د انتخاباتو په دواړو...