اصلي پاڼه / خبرونه

جمهور رئيس غني له امریکايي سناتورانو سره وکتل

د خپرېدو نېټه: ١٩ تله, ١٣٩٣

د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۹ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته له امریکايي سناتوران، تيموتي کېن او انګس کېنګ سره په ارګ کې وکتل. په دغه کتنه کې چې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، دویم مرستیال سرور دانش او د اصلاحاتو او د ښې حکومتوالۍ د رامنځته کولو په برخه کې د جمهور رئيس فوق العاده...

جمهور رئیس غني د یو شمېر رسنیو له مسوولینو سره وکتل

د خپرېدو نېټه: ١٨ تله, ١٣٩٣

د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې۱۸مه د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، پرون ماښام  د هېواد د یو شمېر رسنیو له مسوولینو او استازو سره وکتل. په دغه کتنه کې د رسنیو مسوولینو او استازو په تېرو لسو ورځو کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني لخوا ترسره شوي اقدامات له تاریخي پلوه بې بېلګې وبلل او له هغو څخه  یې خپل ملاتړ څرګند کړ. دوی جمهور رئیس ته...

جمهور رئیس غني په کابل کې د ملګرو ملتونو د سازمان د...

د خپرېدو نېټه: ١٨ تله, ١٣٩٣

د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې۱۸مه د افغانستان جمهور رئیس  محمد اشرف غني، نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان د سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستیالانو نیکولاس هایسوم او مارک بوډن سره په ارګ کې وکتل. په دغه کتنه کې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د سازمان د مرستو د دوام، پراختیا او د افغانستان حکومت ته پر خپل وخت  د دغو مرستو...

جمهور رئیس غني په کابل کې د امریکا د سفارت له شارزدافیر...

د خپرېدو نېټه: ١٧ تله, ١٣٩٣

د۱۳۹۳ لمریز کال د تلې۱۷مه د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت له شارزدافیر میکن لي او د ناټوځواکونو له لوی قوماندان جنرال جان ایف کیمبل سره وکتل. په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، د افغانستان او امریکا ترمنځ په بېلا بېلو برخوکې د همکاریو د پراختیا، د هېواد د اوسني امنیتي...

جمهور رئیس غني د څرخي پله له زندان څخه لیدنه وکړه

د خپرېدو نېټه: ١٧ تله, ١٣٩٣

د۱۳۹۳لمریز کال د تلې۱۷مه د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون شپه د څرخي پله له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه او د دغه زندان د زندانیانو ستونزې او غوښتنې یې واوریدې. د څرخي پله د مرکزي زندان څو تنو زندانیانو له جمهور رئیس محمد اشرف غني څخه مننه وکړه چې د خپل کار په لومړیو ورځوکې یې د بندیانو پوښتنه وکړه. دوی د هېواد له جمهور رئیس څخه...

جمهور رئیس غني د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له سرپرست...

د خپرېدو نېټه: ١٧ تله, ١٣٩٣

د۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۷مه د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، نن له غرمې مخکې د سیمه ایز ارګانونو د خپلواکې ادارې له سرپرست عبدالخالق فراهي او د دغې ادارې له مرستیالانو سره په ارګ کې  وکتل. په دغه کتنه کې چې د جمهوري ریاست دوهم مرستیال سرور دانش او د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ  د رامنځته کولو په برخه کې د جمهور رئیس فوق العاده استازي احمد...

د جمهور رئیس غني په مشرۍ په لویه څارنوالۍ کې د اصلاحاتو...

د خپرېدو نېټه: ١٦ تله, ١٣٩٣

د۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۶مه د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ په لویه څارنوالۍ کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو په موخه د هېواد د پوهنتونونو له استادانو، د سوداګرۍ د خونې له غړو، حقوق پوهانو، د مدافع وکیلانو، د صنعت کارانو، د بشر د حقوقو او د ښځو د سراسري سازمان د ټولنو له غړو سره مشورتي غونډه جوړه شوه. په دغه غونډه کې...

جمهور رئیس غني: نوی حکومت په هېواد کې د بنیادي تغییراتو رامنځته...

د خپرېدو نېټه: ١٦ تله, ١٣٩٣

د۱۳۹۳ لمریز کال د تلې۱۶مه د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د مخابراتو وزارت له سرپرست امیرزي سنګین او د تفتیش د مرکزي عالي ادارې له سرپرست محمد شریف شریفي سره په کتنه کې د ښې حکومت والۍ پر رامنځته کولو او د فساد پرخلاف پرجدي مبارزې ټینګار وکړ. د هېواد جمهور رئیس په دغو کتنوکې چې پرون په ارګ کې په جلا جلا ډول ترسره شوې، په ټینګار...

جمهور رئيس غني د المپيک د کمېټې له ځینو غړو سره وکتل

د خپرېدو نېټه: ١٥ تله, ١٣٩٣

د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۵ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني پرون ماښام د المپيک د کمېټې له رئيس او ځینو غړو سره په ارګ کې وکتل. د المپيک د کمېټې غړو اوسنۍ فرصت د افغانستان د سپورټ د پرمختګ په برخه کې ډېر مهم وباله چې باید اعظمي ګټه ترې واخیستل شي. دوی همداراز له جمهور رئيس غني څخه د ده له...

جمهور رئیس غني د هېواد د پوهنتونونو له رئیسانو سره ټیلیفوني خبرې...

د خپرېدو نېټه: ١٥ تله, ١٣٩٣

د۱۳۹۳ لمریز کال د تلې۱۵مه د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، پرون د هېواد د پوهنتونونو له رئیسانو سره ټیلیفوني خبرې وکړې او هغوی ته یې د لوی اختر مبارکي وویله. محمد اشرف غني په دغو ټیلیفوني خبروکې د هېواد په پوهنتونونوکې د تدریسي بهیر او د د محصلینو د حالت د څرنګوالي په اړه د پوښتنو په ترڅ کې د پوهنتونونو رئیسانو ته وویل: زه د یو پخواني...