اصلي پاڼه / خبرونه

د جمهور رئیس غني په مشرۍ په لویه څارنوالۍ کې د اصلاحاتو...

د خپرېدو نېټه: ١٦ تله, ١٣٩٣

د۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۶مه د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ په لویه څارنوالۍ کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو په موخه د هېواد د پوهنتونونو له استادانو، د سوداګرۍ د خونې له غړو، حقوق پوهانو، د مدافع وکیلانو، د صنعت کارانو، د بشر د حقوقو او د ښځو د سراسري سازمان د ټولنو له غړو سره مشورتي غونډه جوړه شوه. په دغه غونډه کې...

جمهور رئیس غني: نوی حکومت په هېواد کې د بنیادي تغییراتو رامنځته...

د خپرېدو نېټه: ١٦ تله, ١٣٩٣

د۱۳۹۳ لمریز کال د تلې۱۶مه د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د مخابراتو وزارت له سرپرست امیرزي سنګین او د تفتیش د مرکزي عالي ادارې له سرپرست محمد شریف شریفي سره په کتنه کې د ښې حکومت والۍ پر رامنځته کولو او د فساد پرخلاف پرجدي مبارزې ټینګار وکړ. د هېواد جمهور رئیس په دغو کتنوکې چې پرون په ارګ کې په جلا جلا ډول ترسره شوې، په ټینګار...

جمهور رئيس غني د المپيک د کمېټې له ځینو غړو سره وکتل

د خپرېدو نېټه: ١٥ تله, ١٣٩٣

د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۵ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني پرون ماښام د المپيک د کمېټې له رئيس او ځینو غړو سره په ارګ کې وکتل. د المپيک د کمېټې غړو اوسنۍ فرصت د افغانستان د سپورټ د پرمختګ په برخه کې ډېر مهم وباله چې باید اعظمي ګټه ترې واخیستل شي. دوی همداراز له جمهور رئيس غني څخه د ده له...

جمهور رئیس غني د هېواد د پوهنتونونو له رئیسانو سره ټیلیفوني خبرې...

د خپرېدو نېټه: ١٥ تله, ١٣٩٣

د۱۳۹۳ لمریز کال د تلې۱۵مه د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، پرون د هېواد د پوهنتونونو له رئیسانو سره ټیلیفوني خبرې وکړې او هغوی ته یې د لوی اختر مبارکي وویله. محمد اشرف غني په دغو ټیلیفوني خبروکې د هېواد په پوهنتونونوکې د تدریسي بهیر او د د محصلینو د حالت د څرنګوالي په اړه د پوښتنو په ترڅ کې د پوهنتونونو رئیسانو ته وویل: زه د یو پخواني...

جمهور رئیس غني د حج او اوقافو وزارت له سرپرست سره ټیلیفوني...

د خپرېدو نېټه: ١٥ تله, ١٣٩٣

د۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۵مه د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، پرون د حج او اوقافو وزارت له سرپرست ډاکتر محمد یوسف نیازي سره چې دا مهال د افغان حاجیانو د چارو د لاښه تنظیم په موخه په مکه مکرمه کې دی، ټیلیفوني خبرې وکړې. جمهور رئیس د حج او اوقافو وزارت له سرپرست څخه د افغان حاجیانو د حالت د څرنګوالي د پوښتنې په ترڅ کې هغه...

جمهور رئيس غني د قومي شوراګانو له استازو سره وکتل

د خپرېدو نېټه: ١٥ تله, ١٣٩٣

د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۵ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني پرون له غرمې وروسته د قومي شوراګانو له ځينو استازو سره په ارګ کې وکتل. په دغه کتنه کې د قومي شوراګانو استازو جمهور رئيس احمدزي ته د اختر او د جمهوري ریاست موقف ته د هغه د رسېدو له کبله مبارکي وویله او همداراز له حکومت څخه يې خپل ملاتړ اعلان...

جمهور رئيس غني د ستانکزیو د قومي شورا له ځینو غړو سره...

د خپرېدو نېټه: ١۴ تله, ١٣٩٣

د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۴ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني نن غرمه د ستانکزيو د قومي شورا له ځینو غړو سره په ارګ کې وکتل. د ستانکزیو قومي شورا له جمهور رئيس غني سره د اختر مبارکۍ له ویلو وروسته، د سولې او امنیت په برخو کې خپلې غوښتنې مطرح کړې. جمهور رئيس احمدزي دغې قومي شورا ته څرګنده کړه چې د...

جمهور رئيس غني د افغانستان د خلکو د اعتماد ګوند له ځینو...

د خپرېدو نېټه: ١۴ تله, ١٣٩٣

د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۴ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان د خلکو د اعتماد ګوند له ځینو استازو سره په ارګ کې وکتل. د دغه ګوند غړو له جمهور رئيس غني سره د اختر مبارکې په ترڅ کې د غوره حکومتوالۍ، سولې، په حکومت کې د ځوانانو د ونډې او له ګوندونو څخه د ملاتړ غوښتنه...

جمهور رئيس غني د افغانستان د ملي اردو د خاصو پوځي عملیاتو...

د خپرېدو نېټه: ١۴ تله, ١٣٩٣

د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۴ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني نن سهار په داسې حال کې چې د دفاع سرپرست وزير سترجنرال بسم الله محمدي او لوی درستيز سترجنرال شېرمحمد کريمي هم حضور درلود، د افغانستان د ملي اردو د خاصو پوځي عملیاتو د فرقې له پوځ سره د ریشخور په سیمه کې وکتل. جمهور رئيس، له دغو کومانډو پوځ سره د...

جمهور رئيس غني د عدالت او پراختیا ګوند له ځينو غړو سره...

د خپرېدو نېټه: ١۴ تله, ١٣٩٣

د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۴ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته د عدالت او پراختیا ګوند له ځينو غړو سره په ارګ کې اختر مبارکي وکړه. د دغه ګوند غړو جمهور رئيس غني ته د جمهوري ریاست د تبريکۍ په ترڅ کې محمد اشرف غني د افغانستان د آبادولو په برخه کې ژمن وباله. دوی همداراز هيله څرګنده کړه...