جمهور رئیس غني په رسمي سفر عربي متحده اماراتو ته روان شو

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن له غرمې مخکې عربي متحده اماراتو ته د رسمي سفر په موخه، پلازمېنې ابوظبۍ ته روان شو.

جمهور رئیس غني  به د لوور موزیم د پرانیستې مراسمو کې پر ګډون سربېره د عربي متحده اماراتو لوړ پوړو مقاماتو سره به کتنې ولري او له هغوی سره به د دوه اړخیزه همکاریو د پراختیا او امنیتي مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړي.

د هېواد جمهور رئیس سره په دې سفر کې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د جمهوري ریاست د عالي مقام دفتر رئیس عبدالسلام رحیمي او د ستراتیژیکو اړیکو او رسنیو مرستیال محمدهارون چخانسوري هم ملتیا کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0