د ولسي جرګې له لوري د نفوسود احوالو د ثبت قانون د ردولو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: لکه څنګه چې هېوادوال خبر دي د نفوسو  داحوالو د ثبت قانون  په وروستیو کې تعدیل او توشیح شوی دی چې دا قانون له اسلامي ارزښتونو څخه سرچینه اخلي او د هېواد اساسي قانون سره مطابقت لري.

هیله وه چې د ملي شورا ولسي جرګه به د هېواد د اساسي قانون ګټو ته په کتو د نفوسو داحوالو د ثبت قانون په اړه تصمیم ونیسي. د افغانستان حکومت له ملي شورا غواړي چې د یاد قانون په اړه یو ځل بیا غور او د هغه د تائید کوښښ وکړي.

ملي یووالي حکومت تل د هېواد د اساسي قانون د حکمونو د رعایتولو اوتطبیق په برخه کې هڅه کړې او د هغه په اجرا، تطبیق او عملي کولو ځان مکلف ګڼي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0