په مصرکې د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل:  د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، د مصر عریش ښار په روضه جومات کې د جمعې لمانځه له ادا کولو وروسته  تروریستي برید چې له امله یې زیات لمونځ کوونکي شهیدان او ټپیان شول، په کلکو ټکو غندي.

د افغانستان خلک چې له څو لسیزو راهیسې  له  تروریستي بریدونو او تهدیدونو څخه ځورېږي او زیات ځاني تلفات او مالي زیانونه یې لیدلي، د دغې دردناکې پېښې د قربانیانو د کورنیو درد او غم تر ټولو زیات احساسوي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د تروریزم شومې پدیدې پر ضد د نړۍ د ټولو هېوادونو پر ګډې مبارزې د ټینګار ترڅنګ، د مصر جمهوري دولت او خلکو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او د خدای تعالی په دربار کې شهیدانو ته د فردوس جنت اوټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0