په کابل او ننګرهار کې د تروریستیو پېښو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل:  جنایتکارو تروریستانو یو ځل بیا په کابل او ننګرهار کې  بشري جنایت ترسره او زموږ یوشمیرملکي وګړي یې شهیدان او ټپیان کړل.

 پر ملکي وګړو،جوماتونواولمونځ کوونکو، ملي او ولسواکو بهیرونو او خبریالانو برید څرګند جنګي جنایت دی. د تروریستانو دغه اقدام د اسلامي او بشري حقونو د ارزښتونو خلاف عمل دی.

په خواشینۍ سره د کابل په نننۍ تروریستي پېښه کې د هېواد د رسینو یو شمېر خبریالان هم شهیدان او ټپیان شول. د وینا ازادي د خلکو او حکومت له مهمو لاسته راوړنو څخه ده، په ټول توان به د دغې لاسته راوړنې او ارزښت ساتنه وشي.

جمهوررئیس غني پر ملکي وګړو او  خبریالانو برید نه بښونکی جنایت  وباله، د وینا ازادۍ او د رسنیو ازاد فعالیت ارزښت ته په کتو یې د رسنیو ګډې کمېټې ته لارښوونه وکړه چې د زیانمنو شویو خبریالانو د ملاتړ اوهغوی  ته د رسېدنې د څرنګوالي په برخه کې اقدام وشي.   

همداراز جمهوررئیس د نننۍ تروریستي پېښو  ټپیانو او د شهیدانو کورنیو ته پر عاجلې رسیدګۍ ټینګار وکړ.  هغه د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي، د خدای تعالی په دربار کې ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0