پر کابل انټرکانټیننټل هوټل د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل:  د افغانستان دولت او د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا په دې وروسیتو کې په کابل کې په کتنواو د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا په فوق العاده ناسته کې د تروریستي ډلوپر ملاتړود فشارونو پر زیاتولو  اجماع ته ورسېدل.

پر کابل انټرکانټیننټل هوټل  او نورو تروریستي بریدونو ته په کتو باید د یادې اجماع په رڼا کې  د تروریزم پر ضد له تفکیک پرته ګډه او جدي مبارزه تونده کړو.

د تروریستي بریدونوپېچلتیا ته په کتو د افغانستان دولت د ملګرو ملتونو امنیت شورا پلاوي سره په خپلو خبرو کې یوځل بیا د تروریزم پر ملاتړو د فشارونو پر زیاتولو ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، تر څو چې تروریستي ډلې له ملاتړ او خوندي پټنځایونو برخمن وي، نو د سیمې خلک به امنیت، ثبات او سوکالۍ ته لاسرسی ونه لري.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د دغه تروریستي برید د سخت غندلو ترڅنګ، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول د پولیسو د ځانګړې قطعې د زړور تیا او مسلکي اقداماتو ستاینه وکړه چې په هوټل کې د مېلمنو د ګڼې ګوڼې باوجود یې زموږ د هېوادوالو او مېلمنو د زیاتو تلفاتو مخنیوی وکړ.

جمهور رئیس اړونده ارګانونو ته د دغې تروریستي پېښې د څرنګوالي د څېړلو په اړه لازمې لارښونې وکړې.

د هېواد جمهوررئیس د یادې تروریستي پېښې د شهیدانو کورنیو ته د خپلې  ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي،  ټپیانو ته د بشپړې روغتیا او شهیدانو ته د جنت فردوس دعا کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0