د لوګر د مرستیال والي د شهادت په اړه مطبوعتي اعلامیه

ارګ، کابل:  په خواشینۍ سره چې د افغانستان دښمنانونن له غرمې وروسته د تروریستي برید په پایله کې د لوګر مرستیال والي قمرالدین شکیب شهید او څو تنه هم ټپیان کړل.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د دغه تروریستي برید د غندلو ترڅنګ د ښې حکومتولۍ او خلکو ته د اسانتیاو او خدماتو په برخه کې د لوګر د مرستیال والي قمرالدین شکیب خدمتونه او کوښښونه د قدر وړ وبلل.

جمهور رئیس په ټینګار سره وویل، د افغانستان دښمنان  د ترور، وحشت، زور او تاوتریخوالي له لارې خپلو موخو ته نه شي رسېدلی. همدارنګه یې په ټینګه امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د ترهګرو د  له منځه وړلو لارښوونه وکړه.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د یادې پېښې د  قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي، د خدای تعالی په دربار کې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0