د نشه یي توکو د پروسس عمده سرچینو په نښه کولو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: په افغانستان کې سوله او ثبات له جرمي اقتصاد، د نشه یي توکو تولید، پروسس او قاچاق سره جدي مبارزې ته اړتیا لري چې نشه یي توکي د جنګ او تروریزم د تمویل له عمده سرچینو څخه بلل کېږي.

د افغانستان حکومت دې ته په کتو چې له جرمي اقتصاد سره له مبارزې پرته به د سولې او ثبات تامین ستونزمن وي، د نشه یي توکو د پروسس سرچینو په نښه کولو لپاره جدي تصمیم او تدابیر نیولي، ترڅو په هېواد کې د نشه یي توکو د پروسس او تجارت ټول مرکزونه او سرچینې نابودې شي.

پرون شپه د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په ملاتړ د نشه یي توکو د پروسس سرچینو د لمنځه وړلو عملیات پیل شو چې په اوسني پړاو کې د دغه عملیات عمده تمرکز پر هلمند په ځانګړي ډول سنګین، موسی کلا، کجکي او نوزاد ولسوالیو دی. د پرون شپې په هوایي بریدونو کې په مجموع کې د نشه یي توکو د پروسس اته عمده مرکزونه په نښه او لمنځه تللي دي.

د افغانستان حکومت په ډاګه کوي، چې اوسنۍ جګړه د نشه یي توکو جنګ او د طالبانو او نورو تروریستي ډلو  د تمویل اساسي سرچینه بلل کېږي او تروریستان له دې څخه په استفادې فعالیت کوي، خو د نشه یي توکو د نابودۍ کمپاین د افغانستان حکومت له ستراتیژیکو اهدافو څخه دی.

نشه یي توکو په میلیونونه انسانان زیانمن کړی او زیات شمېر کورنۍ او افغان ځوانان د دغې شومې پدیدې له امله د نابودۍ له خطر سره مخ دي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0