جمهوررئیس غني: د دیني علماو او خدمتګارو شخصیتونو وژل  نه بښونکی جنایت دی

ارګ، کابل:  د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د هرات ولایت د اهل تشیع پر جید عالم حجت الاسلام جعفر توکلي تروریستي برید او د هغه وژل په کلکه غندي او عاملان یې د اسلام او انسانیت دښمنان وبلل.

جمهوررئیس غني، دغه تروریستي برید نه بښونکی عمل او ستر جنایت وباله او یوځل بیا یې ټینګار وکړ چې د دیني علماو او خدمتګارو شخصیتونو وژل په هیڅ دین او ائین کې د توجیه وړ نه دي او دا د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف عمل دی.

جمهوررئیس، شهید توکلي نامتو دیني عالم وباله چې د اسلام د مبین دین د دستوراتو د تبلیغ او د دیني مسایلو د دودولو په لار کې یې زیاتې هلې ځلې کړي دي.

جمهوررئیس د هرات ولایت اړوند امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د دغې تروریستي پېښې څرنګوالی وڅېړي ترڅو عاملان یې تشخیص او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د هېواد جمهوررئیس د شهید حجت الاسلام جعفر توکلي کورنۍ سره د ژورې خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ د خدای تعالی (ج) په دربار کې نوموړي ته د فردوس جنت دعا وکړه.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0