پر شمشاد تلویزیون د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان دښمنانوپر شمشاد تلویزیون د تروریستي برید په ترسره کولو سره یو ځل بیا وښوده چې خپلو شومو موخو ته د رسېدو لپاره له هیڅ ډول توطیې او بشري ضد عمل حتی پر رسنیو او بیان ازادۍله بریدڅخه مخ نه اړوي.

جمهور رئیس غني د دغه تروریستي برید د غندلو پرمهال وویل،  د رسنیواو بیان ازادي چې د هېواد د اساسي قانون لوی ارزښتونه او د حکومت مهمې لاسته راوړنې دي،  تروریستي ډلې یې د دغه وړ جنایتکارانه بریدونو په ترسره کولو سره نشي محدودولی او نه به هم  د معلوماتو او خبر رسولو په برخه کې زموږ د رسنیو او خبریالانو ارادې کمزورې کړي.

 جمهور رئیس وویل، زموږ رسنۍ او خبریالان چې د هېواد، سیمې او نړۍ له حالاتو څخه د خلکو د خبرولو  په موخه په سختو شرایطو کې کار کوي، حکومت به د هغوی  د خوندیتوب لپاره لا ډېر جدي تدابیر ونیسي.

جمهوررئیس د دغه تروریستي برید د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت او همدردۍ مراتب وړاندې کوي، شهیدانو ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او ټپیانو ته د ښې روغتیا دعا کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0