پر قومي مشر حاجي حیات خان د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل:  د افغانستان دښمنانونن ماښام د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ کابل کمپ سیمه کې د تروریستي برید په پایله کې  قومي مشر او د ولسي جرګې نوماند حاجي حیات خان او د هغه د کورنۍ درې نورغړي شهیدان کړل.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د حاجي حیات خان  عالي شخصیت ته په اشارې د ولسونو د سوکالۍ او ښېرازۍ لپاره د نوموړي ټولنیز خدمتونه او سوله ییزې هڅې د قدر وړ وبللې.

جمهور رئیس د افغانستان د دیني علماو متفقې فتوا او په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو د علمای کرامو د اعلامیې په استناد د ملکي وګړو، مشرانو، علماو او ښځو وژنه د اسلام د مبارک دین د ارشاداتو خلاف او حرام عمل وباله

جمهور رئیس په ټینګار سره وویل، د افغانستان دښمنان  د ترور، وحشت، زور او تاوتریخوالي له لارې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره د افغان ولس پیاوړې هیلې نشي کمزورې کولی.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د دغې پېښې د غندلو ترڅنګ د حاجي حیات خان کورنۍ او د ننګرهار ولسونو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او د نوموړي ټپي زوی ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا دعا کوي

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0