په پنجشیرکې د ځمکې ښوېدنې پېښې په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل:  د افغاستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د پنجشیر ولایت د حصه اول (خنچ) ولسوالۍ پشغور کلي کې د ځمکې ښوېدنې پر پېښه چې زمونږ د یوشمېر هېواادوالو ژوند یې واخیست، سخت خواشینی شو.

جمهوررئیس غني چې دا مهال د ناټو د مشرانو په غونډه کې د ګډون په موخه بروکسل ته په رسمي سفر تللی، له دغې دردناکې پېښې څخه په خبرېدو ملکي او نظامي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې ژر تر ژره د ځمکې او هوا له لارې زیانمنو شویو ته د خوړو او نورو لومړنیو مرستو د رسولو او تر خاورو لاندې د ایسارو هېوادوالو د ژغورنې اقدام وکړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د دې دردناکې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او د خدای تعالی په دربار  کې هغوی ته د صبر او زغم هیله کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0