د کابل ښار سخي زیات سیمه کې د نوروز د نمانځنې پر مراسمو د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان دښمنانو د کابل ښار د سخي زیات په سیمه کې د نوي (۱۳۹۸) کال د نمانځنې پر مراسمو د تروریستي برید او جنایت په ترسره کولو سره د ماشومانو او ښځو په ګډون زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل.

جمهوررئیس غني مزارشریف ښار کې د نوروز جشن د نمانځنې په مراسمو کې  له دې دردناکې پېښې څخه له خبرېدو وروسته سخت خواشینی شو، د دې جنایتکارانه او د افغانانو د عنعنوي او فرهنګي ارزښتونو ضد عمل د غندنې پرمهال یې وویل، د نوروز او نوي کال د نمانځې پر جشن تروریستي برید د افغانستان د خلکو لرغونو ارزښتونو او عنعنوسره ښکاره دښمني ده.

جمهوررئیس وویل، وحشي تروریستانو د دې ډول جنایتکارانه اعمالو په ترسره کولو سره یو ځل بیا د افغانانو له خوښۍ او آرامۍ سره خپله ښکاره دښمني په ډاګه او دا یې ثابته کړه چې له بشري ضد او ظالمانه اعمالو څخه لاس نه اخلي.

د هېواد جمهوررئیس د دغې غمجنې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې ټپیانو ته د عاجلې رسېدګۍ په موخه له ټولو امکاناتو استفاده وکړي.