د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کارکوونکو پر موټر د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل:  تروریستانو د خپلو جنایتونو په لړ کې نن د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کارکوونکو پر موټر د تروریستي برید په پایله یو شمېر کارمندان شهیدان او ټپیان کړل. 

جمهوررئیس غني د دې ترڅنګ چې دا وحشیانه برید یې د اسلامي ارزښتونو خلاف بشري جنایت وباله وویل، تروریستي ډلې حتی د روژې مبارکه میاشت کې هم خپل نامشروع جنګ ته ادامه ورکړه او زموږ د روژتي او بې ګناه هیوادوالو له وژلو یې لاس وانخیست.

جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، تروریستان د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو سره  د مخامخ  جنګ پرځای پر ملکي وګړو بریدونه کوي او په خپلو دغو پلیتو کړنو،  له ملکي وګړو سره خپله دښمني ښیي.

جمهوررئیس غني د دې غمجنې پېښې د قربانیانو کورنیو او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون سره د ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ ترڅنګ اړوندو مسوولینو ته د شهیدانو کورنیو ته د رسیدګي او د ټپیانو د درملنې په موخه لازمې لارښوونې وکړې.