د کابل پوهنتون د پخواني استاد پوهاند عزیز احمد پنجشیري د شهادت په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان دښمنانونو پرون د کابل پوهنتون متقاعد استاد، پېژندل شوی او علمي کادر د کندز ـ بغلان پر لاره له موټر څخه ښکته او شهید کړ.

جمهوررئیس غني د نوموړي په شهادت سخت غمجن شو او وې ویل، پوهاند عزیز احمد پنجشیری د هیواد نومیالی پوه، استاد او پر وطن مئین شخصیت و چې شاوخوا اویا کاله یې ژوند وکړ. د عمر ډېره برخه یې په علمي، فرهنګي او تاریخي برخو کې په خدمت تېره شوه او ټولنې ته د خدمت په موخه یې ګڼ زده کوونکي وروزل.

شهید پوهاند عزیز احمد پنجشیري د افغانستان تاریخ او فرهنګ ته ارزښتناک خدمتونه وکړل او لسګونه علمي او څېړنیز اثار یې د یادګار په توګه پرېښودل.

جمهوررئیس غني د هغه له کورنۍ، دوستانو او د هیواد له فرهنګي او اکاډمیکې ټولنې سره د غمشریکۍ ترڅنګ وویل، طالبان د وېرې او وحشت په خورولو سره د علم او فرهنګ د غوړېدو په برخه کې زموږ د خلکو او په ځانګړي ډول پوهانو او لیکوالو اراده نشي کمزورې کولای.