د کندهار معروف ولسوالۍ کې د تروریستي پېښې په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: تروریستانو د خپلو جنایتونو په دوام تېره شپه د کندهار ولایت پر معروف ولسوالۍ د برید په پایله کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د نوم لیکنې د کارکوونکو په ګډون زموږ یو شمېر  هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل.

جمهوررئیس غني د دغه وحشيانه عمل  د غندنې ترڅنګ وویل،د ملکي بنسټونو پرکارکوونکو برید چې د ولسواکۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي، غیر انساني عمل او جنایت دی.

جمهوررئیس زیاته کړه: تروریستان د جګړې په ډګر کې د خپلو ماتو پټولو په خاطر ملکي وګړي او عامه تاسیسات هدف ګرځوي، خو دوی باید پوه شي چې  په دغه ډول پلیتو کړنوسره هیڅ وخت خپلو شومو موخو ته نشي رسېدلی.

د هیواد جمهوررئیس د دې دردناکې پېښې او د ټاکنو خپلواک کمېسیون د شهیدانو  کورنیو سره د ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ ترڅنګ اړوندو ادارو ته د شهیدانو کورنیو ته د رسیدنې او د ټپیانو د درملنې په موخه لازمې لارښوونې وکړې.#