په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې پر عامو وګړو د تروریستي بریدونو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

 
 
ارګ،کابل: د افغانستان خلک او حکومت په خیبر پښتونخوا اوبلوچستان کې په وروستیو تروریستي پېښو کې د یو شمېر وګړو د وژل کېدو له امله د یادو ایالتونو خلکو په ځانګړي ډول د تروریستي پېښو قربانیانو ته د خپلې خواخوږۍ او تسلیت مراتب څرګندوي.
 
په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د اسلامي نړۍ علماوو په سعودی عربستان کې د یوې متفقې اجماع له لارې ځانمرګي بریدونه، چاودنې او تاوتریخوالي غندلي، هر عمل چې د هرې ډلې له خوا د عامو وګړو د وینې تویونې او وژنې لامل شي، عملاً د اسلامي نړۍ د علماوو له فتوا سره په ټکر کې دی او غندل کېږي.
 
د افغانستان حکومت څرګندوي، تروریزم د بشریت د دښمن په توګه تل او په هر ځای کې خلک له تفکیک پرته وژني او افغانستان چې له دغې شومې پدیدې سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې قرار لري هره ورځ زیاته قرباني ورکوي.
 
افغانستان په دوامدار ډول تل د تروریزم پر وړاندې د ښه او بد له تفکیک پرته پر ګډې مبارزې ټینګار کړی او په ورته وخت کې یې له ټولو هېوادونو همدا ډول غوښتنه کړې ده، ځکه د افغانستان حکومت په دې باور دی چې پر خلکو، مقدسو ځایونو او ولسواکو بهیرونو برید په هیڅ اصولو، قوانینو او بشري موازینو کې د توجیه وړ نه دی.
شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0