په پکتیا او ننګرهار ولایتونو کې د ورستیو نظامي عملیاتو او فاریاب کې د نيول شویو کسانو د خپرې شوې ويډیو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو هر ډول چلند چې د هېواد د نافذه قوانینو او اصولو سره په ټکر کې وي د منلو وړ نه ګڼي او څرګندوي چې رامنځته شوی ستونزې د افرادو د غیر اصولي او نامسلکې چلند پایله ده نه د هېواد د دفاعي او امنیتي نظام، سرغړونکي افراد باید خپل چلند د هېواد د نافذه قوانینو سره برابر کړي او مسوول وګڼل شي.

جمهوررئیس غني په فاریاب ولایت کې د نیول شویو کسانو په اړه خپاره شوي تصویرونه او دغه راز په پکتیا او ننګرهار ولایتونو کې د پوځې عملیاتو له امله ملکي وګړو ته د اوښتو تلفاتو په خاطر اړوندو ارګانونو ته لارښوونه کړې چې په دې اړه دې د امکان ترحده ژر هراړخیز جدي تحقیقات وکړي، خپل راپور او وړاندېزونه دې له اعلی سرقومندانۍ سره شریک کړي.

د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه باید د ټولو طرزالعملونونو او قانوني اجرااتو په تطبیق سره د دې ډول پېښو د بیا تکرارېدو د مخنیوي په برخه کې جدي تدابیر ونیسي او مکلف دي چې د اسلام د مبین دین او د هېواد د نافذه قوانینو د احکامو، د بشري حقونو د ارزښتونو او انساني موازینو په رڼا کې چلند وکړي.

د افغانستان وسله‎وال پوځ د هېواد او خلکو ستره پانګه ګڼل کېږي چې په خپلو سرښندنو او قهرمانۍ یې د خلکو او نړېوالې ټولنې باور راخپل کړی او اړتیا ده چې دا باور لا پیاوړی کړي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0