د جلال اباد ښار شپږمه ناحیه کې د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارگ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د جلال اباد ښار شپږمې ناحیې ته ورڅېرمه تروریستي برید چې د معصومو ماشومانو په ګډن زموږ یو شمېر هیوادوال په کې شهیدان شول، په سختو ټکو غندي.

جمهوررئیس چې دا مهال د شانګهای همکاریو سازمان د مشرانو په ناسته کې د ګډون په موخه د قرغیزستان پلازمېنه بېشکیک کې دی، دغې پېښې سخت خواشینی کړ او وې ویل، د ننني خونړي برید او هغو وژنو د لړۍ مسوولیت چې ادامه لري، د هغو کسانو په غاړه دی چې د سولې لپاره یې زموږ د علماو اجماع او د حرمین شریفین د خطبې برحقه غږونه ونه منل.

جمهوررئیس زیاته کړه، تروریستان زموږ له زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونوڅخه په مخامخ جګړه کې د خوړلې ماتې د پټولو لپاره پر ملکي وګړو او عامه تاسیساتو بریدونه کوي.

د هیواد جمهوررئیس د خپلې همغږۍ او ډاډګېرنې مراتب د دغې دردناکې پېښې د شهیدانو کورنیو ته څرګندوي او اړوندو مسوولینو ته یې د شهیدانو کورنیو ته د رسیدګي او د ټپیانو د درملنې په خاطر لازمې لارښوونې وکړې.