کابل ښار کې د ننني تروریستی برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان د خلکو دښمنانو نن یو ځل بیا په جنایت لاس پورې کړ او زموږ یو شمېر ملکي او نظامي افراد یې شهیدان او ټپیان کړل.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د خلکو د امنیت لپاره د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ او هڅې، وستایلې او د دغه ځواکونو د شهیدانو روح ته یې دعا وکړه.

جمهوررئیس د ننني برید د غندنې تر څنګ د دغې پېښې د شهیدانو کورنیو ته د همدردۍ او تسلیت مراتب څرګند کړل، ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا او شهیدانو ته یې د خدای تعالی (ج) په دربار کې د فردوس جنت دعا وکړه.

شریک کولShare on Facebook471Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0