پکتیا پوهنتون ته څېرمه د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان دښمنانو د خپلو جنایتونو په دوام نن په ګردېز ښار کې پکتیا پوهنتون او حوزوي روغتون ته څېرمه د تروریستي برید په پایله کې د ولسي پاڅون کوونکو قومندان عزیز الله شهید او یو شمېر محصلین ټپیان کړل.

جمهوررئیس غني د دغه وحشیانه عمل د سخت غندلو تر څنګ وویل، پر ملکي وګړو، تعلیمي او تحصیلي موسسو او عام المنفعه تاسیساتو برید بشري جنایت دی.

د هیواد جمهوررئیس وویل، تروریستان پر خپلو دغه ډول شومو کړنو سره د ودې او هغو ارزښتونو مخنیوی نشي کولای چې افغانانو د خپل هیواد د پرمختګ، کامیابۍ، او ابادۍ لپاره انتخاب کړي دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د شهید عزیزالله کورنۍ ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا دعا کوي.#