د ملکي تلفاتو د مخنیوي په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني په دې وروستیو کې د هلمند د ګرشک ولسوالۍ اړوند نهرسراج سیمه کې د ښځو په ګډون د یو شمېرملکي وګړو پر شهادت د ژورې خواشینۍ څرګندولو ترڅنګ اړوندو مسوولینو ته د یادې پېښې د دقیقې او هراړخیزې څېړنې  او د قربانیانو کورنیو ته د عاجلې رسیدګي لارښوونه وکړه.

جمهوررئیس غني د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته د نظامي عملیاتو پر مهال د لا زیات دقت او د ملکي تلفاتو د مخنیوي دستور ورکړی او په ټینګار سره یې ویلي چې ملکي تلفات د زغم او منلو وړ نه دي.#