د استاد سعدالدین شپون د وفات په مناسبت د جلالتمآب جمهور رئیس د تسلیت پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

د استاد سعدالدین شپون د وفات په مناسبت د جلالتمآب جمهور رئیس د تسلیت پیغام

په ډېرې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان یو لوی لیکوال، شاعر او کیسه لیکونکی استاد سعدالدین شپون د ورپېښې ناروغۍ له کبله په حق ورسېد.

انا لله و انا الیه راجعون

 استاد شپون د یوه لیکوال او شاعر په حیث او د ادبیاتو د یوه عالم په توګه د افغانستان د فرهنګ او ادب خدمت وکړ. ده د خپلو ناولونو، لنډو کیسو او نورو لیکنو په ذریعه د ټولنې په بیداري او د ادبي ذوق په روزلو کې فعاله برخه واخیسته. کله چې په افغانستان کې ناامنۍ او ناکرارۍ پیل شوې، استاد شپون له نورو میلیونونو افغانانو سره مهاجر شو او د وطن او ټولنې د ژغورنې لپاره یې بې درېغه هڅې وکړې. ده د یوه ژورنالیست په حیث هم خپلو خلکو ته د قدر وړ خدمتونه کړي دي. د استاد سعدالدین شپون مړینه د افغانستان لپاره یوه لویه ضایعه ده.

 د ده د وفات په مناسبت د ده کورنۍ، دوستانو، همکارانو او د افغانستان د فرهنګ او ادب ټولو مینه والو ته تسلیت وایم. الله تعالی دې یې وبخښي او جنتونه دې یې په نصیب شي.

  آمین یا رب العالمین

 د افغانستان د اسلامي جمهوریت رئیس، محمد اشرف غني