د ملګرو ملتونوسازمان عمومي غونډې په دوه اویایمه ناسته کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني وینا

د ملګرو ملتونوسازمان عمومي غونډې په دوه اویایمه ناسته کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني وینا

د ملګرو ملتونو ودانۍ، نیویارک، د امریکا متحده ایالات

۱۳۹۶لمریز کال د وږي ۲۸/ ۲۰۱۷ د سپتمبر ۱۹

 

بسم الله الرحمن الرحیم

ښاغلی د ناستې مشر، جلالتمابانو، اغلو او ښاغلو!

نن چې زه دلته ستاسې په مخکې ولاړ یم، هغه هوښیار نارینه او میرمنې رایادې شوې چې په  ۱۹۴۵ کال کې یې داسې وړتیا وښودله څو مونږ ترې زده کړه وکړو او د تاریخ په درسونو عمل وکړو. دغه شخصیتونه چې د ستر اقتصادي بحران څخه اغیزمن او د دویمې نړیوالې جګړې له وژنو څخه کړیدلي و، د بنسټونو په جوړولو سره یې داسې نړیوال نظم رامنځته کړ چې د راتلونکو نسلونو لپاره به امنیت او ثبات تامین کړي.

د ملګري ملتونو سازمان، نړیوال وجهي صندوق، نړیوال بانک او نور بنسټونه رامنځته شول څو د نړیوالو ننګونو سره د مبارزې په برخه کې همغږي رامنځته او د انسانیت پر خلاف جرایمو ته د پای ټکی کېږدي.

ښایي په دې اړه نن شک ونه اوسي چې د دغو ځیرکو وګړو د فکرونو او هڅو کچه او چټکتیا بیسارې وه خو راتلونکي تاریخ پوهان به  قضاوت وکړي چې دغه بنسټونه اوسنیوو او راتلونکو ننګونو ته  څه ډول ځواب وایي.

موږ د نړیوالو رهبرانو په توګه، په دې هڅه کې یوو چې د شلمې پیړۍ د لوبې اصولو سره ځان اشنا او له ابهام څخه راووځو، خو په نننۍ بدلیدونکې نړۍ کې هغه حاکم او پیاوړی محیطی عنصر چې زمونږ ننۍ عصر تعریفوي ژور ابهام دی. که چیرې مونږ هغو ګواښونو ته چې مونږ د خپلو ارزښتونو، اقتصاد او امنیت په برخه کې ورسره لاس او ګریوان یو، ځیر شو،  نو دغه نا څرګند حالت به مونږ ته تر ډېره روښانه شي.

 په دې اړه څرګنده اجماع موجوده ده، هغه هیوادونه چې پرمختللي اقتصاد لري لا هم د پرمختګ د یوه داسې ماډل په رامنځته کولو نه دي توانیدلي چې د بیکارۍ پر زیاتوالي، د عوایدو پر کمښت او د سرمایې پر ناانډولتیا برلاسی شي. له همدې امله لا هم د اقتصادي بحران ګواښ سره مخامخ یوو.

د سپټمبر د یوولسمې تر تراژېدۍ شپاړس کاله وروسته هم د دې شاهدان یوو چې د نادولتي عناصرو تاوتریخوالی د سیاسي تاوتریخوالي او تروریزم د پنځمې څپې شکل غوره کړی دی. د تاوتریخوالي پنځمه څپه چې د نړیوالو ترهګریزو شبکو، جنایي سازمانونو، برېښنایي جرمونو، او د تروریزم ملاتړي هېوادونو لخوا یې ملاتړ او کنټرولېږي ښایي یوه ورکیدونکي پدیده نه بلکې د نړیوال امنیت لپاره د لسیزو ګواښ وي.

  په شلمه پیړۍ کې نړۍ د فاشیزم د پراختیا د مخنیوي لپاره لاس سره یو کړ، څو د خلکو ډیموکراټیکه ازادي تضمین کړي. نن هماغه آزادي بیا د نړیوالې ترهګرۍ تر برید لاندې ده. ترهګري یواځې پر انساني ژوند او اساسي آزادیو برید نه دی، بلکې د وګړو پر تړون او د دولتونو او ولسونو تر منځ پر هغو اړیکو برید دی چې په ډیموکراټیکو ټولنوکې عدالت او آزادي تضمینوي.

موږ باید د ترهګرۍ د ګواښ په وړاندې د یوه متحده ځواک په توګه ودرېږو، او دې ګواښ ته داسې اوږدمهاله حل ولرو چې د ترهګرو اوږدمهاله پلانونه له منځه یوړل شي.

وروستۍ خبره دا چې که څه هم د نړۍ ډیری هیوادونو پخپلو اساسي قوانینو کې د بشري حقونو نړېوالې اعلامیی ته ځای ورکړی دی، خو لا هم د بشریت پر خلاف جرایم په دردناکه او منظمه بڼه ترسره کیږي. د روهنګيایي وګړو نژادي تصفیه په ځانګړې توګه بوږنوونکې ده. د انګ سانسوچي اوږده چوپتیا غموونکې وه، ځکه موږ تمه درلوده چې هغه به د بشري حقونو له ملاتړ څخه د یوې ممثلې په توګه، اصولو ته پر واک ترجیح ورکړي. په بشري حقونو کمیټه کې د افغانستان د غړیتوب هرکلی کوم،  افغانستان به د داسې مهمو بشري مسایلو په بحث کې لا مرکزي نقش ولري. موږ د هغو خلکو په توګه چې لا هم بشر ضد جرایم تجربه کوي لکه میرزاولنګ کلي کې د ملکي وګړو وروستۍ وژنه او په کابل او هرات او نورو ځایونو کې پر جوماتونو برید، لیواله یو چې د بشري حقونو د ملاتړ په برخه کې خپل غږ پورته کړو.

د یوویشتمې پیړۍ ویجاړوونکو او اخلالوونکو بدلونونو سره مبارزه کې په نړیواله، سیمه ییزه، ملي، محلي او د افرادو په کچه ګډ او همغږي اقداماتو ته اړتیا ده. په اوسنیو شرایطو کې ملګرو ملتونو ته دا اړتیا ده چې ګټور، د قدر وړ او موثر وي. موږ باید د شلمې پیړۍ بنسټونه آزموینې ته وړاندې کړو.

په دې مناسبت زه جلالتمآب میروسلاف لجکک ته د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۷۲مې غونډې د مشرۍ مبارکي وایم. غواړم په تیره دوره کې د جلالتمآب پيټر ټامسن د هڅو یادونه او قدرداني وکړم او هم د ملګرو ملتونو د سرمنشي جلالتمآب ګوتیرس لخوا د ملګرو ملتونو د اصلاحاتو د پیل هرکلی کوم.

که نن د ملګرو ملتونو سازمان نه وای، نومونږ به اړ وای چې د خپلو اوسنیوو اړتیاوو او غوښتنو پوره کولو لپاره دغه سازمان رامنځته کړو. د دې لپاره چې په اوسنی نا څرګند حالت کې د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د  نړیوالې اعلامیې ژمنې پوره کړو، مونږ اړ یو چې د دغه سازمان پر کلیدي دندو له سره کتنه وکړو، په کاري پروسو یې غور وکړو، فرهنګ او ارزښتونه یې راژوندی او تازه کړو، او د ځواب ویلو اصل او سیسټمونه یې اصلاح کړو. د دې لپاره چې د ملګرو ملتونو سازمان زمونږ په څیر هېوادونو لپاره ګټور تمام شي، نو باید د یو واحد سازمان په څېر کار وکړئ چې دا هدف لا هم نه دی ترلاسه شوی. د ملګرو ملتونو ادارو ماډل چی مونږ ته په میراث پاتې شوی دی د تخنیکي مرستو او ظرفیت جوړونې  په برخه کې باید د بازار غوښتنو سره مطابقت ولري، یعنې دا چې پیسو ته ارزښت ورکول شي، او د ملګرو ملتونو د ادارو کړنې او پایلې د حکومت، خصوصي سکتور او غیر دولتي ادارو د کړنو او فعالیتونو په پرتله ډیره دوامداره واوسي. د دوه اړخیزه ځواب ویلو اصل د همکاریوو د پراختیا او غښتلتیا او باور جوړونې لپاره یو تجربه شوی او ګټور میکانیزم دی.

زه ویاړم چې په دې پرتمینه غونډه کې د افغانستان د خلکو په استازیتوب برخه اخلم او وینا کوم. موږ سختۍ، محرومیت او وچکالۍ په میړانه زغملې دي؛ په زړورتیا مو د تیري مقابله کړې ده، او تل مو د وطندوستۍ په جذبې  له خپلې خاورې دفاع کړې ده. زموږ خلک او سرتیري د ترهګرۍ پر وړاندې نړیواله مبارزه کې په لومړۍ کرښه کې قرار لري او د ډیموکراټیکو ازادیوو خوندیتوب لپاره هره ورځ قهرمانه کړنې ترسره کوي.

موږ هم — د یوه  ملت، یوه دولت، او یوه ولس په توګه، خپل ځان عیار او چمتو کوو څو هغه ننګونې له منځه یوسو او دهغو فرصتونو څخه ګټه پورته کړو چې په یوویشتمه پیړۍ کې ورسره مخامخ یو.

له ترهګرۍ سره مبارزه کې او د جنوبي آسیا د ثبات لپاره د جمهورریس ټرمپ د ستراتیژۍ اعلان وروسته له متحده ایالتونو او نړیوالې ټولنې سره د افغانستان پایدار مشارکت لا تازه او اصلاح شوی دی. موږ د دې ستراتیژۍ، چې د ډاډ لوري ته یې سیخ کړي یوو، هرکلی کوو. د افغانستان خلکو له کلونو راپدیخوا له متحده ایالتونو د دې ډول تعهد هیله درلوده. مونږ د خپلو متحدینو قدرداني کوو چې مونږ سره یې اوږه په اوږه خدمت کړی دی په ځانګړي ډول هغه نارینه او میرمنې چې ستره قرباني یې ورکړې ده. په دغه ستراتیژي کې د متحده ایالتونو ټول ځواک رانغښتل شوی دی او طالبانو ته دا پیغام ورکوي چې  هغوی په نظامي جګړه کې ګټونکي نه دي. موږ یوازې د سیاسي حل لارې په واسطه پایداره سولې ته رسېدای شو، او پر ټولو طالبانو غږ کوم چې  بین الافغاني مذاکراتو سره یو ځای شي.

موږ همدارنګه له ګاونډیانو سره د مذاکراتو یو فرصت لرو چې څنګه له یو بل سره صادقانه کار وکړو څو تروریزم له منځه یوسو او افراطیت مهار کړو. زه پر پاکستان غږ کوم چې نیکمرغۍ ته د رسېدو لپاره د دولتونو تر منځ د سولې، امنیت او سیمه ییزې همکارۍ په یو پراخ بحث کې راسره کېني.

 افغان حکومت دا ثابته کړې چې د خپلې داخلي پروسې له لارې، لکه له حزب اسلامي سره یې چې د سولې په تړون ثابته کړه، سولې ته ژمن دی. اوس موږ پر خپلو ټولو نېږدې او لریو ګاونډیانو غږ کوو چې د کابل پروسې له لارې د سیمه ییزې سولې او ثبات لپاره له موږ سره په هر اړخیزو هڅو کې همکاري وکړي.

بیا هم، د دی لپاره چې  وړاندې لاړ شو، له نړیوالو همکارانو د لیدلوري د بدلېدو غوښتنه کوو. له ډیرې مودې راهیسې د افغانستان جګړې ته د کورنۍ جګړې په سترګه کتل کیږي، خو دا جګړه زموږ په خاوره کې نه، بلکې زموږ پر خاوره ده.

نن په افغانستان کې څه باندې ۲۰ نړیوالې ترهګرې ډلې فعالیت کوي. د افغانستان راتلونکی ځکه اهمیت لري چې موږ د ترهګرۍ د ګواښ د له منځه وړلو په کارکې د نړیوالو هڅو په لومړۍ کرښه کې یوو. زموږ زړه ور سرتیري هره ورځ  دې موخې او د افغانستان واکمني لپاره جنګیږي او قرباني ورکوي. که څه هم، موږ افغانان پر لومړۍ کرښه کی یوو، خو د ترهګرۍ ګواښ پولې نه پیژني. د ترهګرو ډلو لپاره پر کابل او یا هم بروکسل، پاریس ، بارسلونا ، لندن او یا بل هر ځای برید یو ډول بریا ده. د جمهور ریس ټرمپ په نوې ستراتیژۍ کې د ترهګرو، چې موخې یې پولې نه پیژني، د پناه ځایونو له منځه وړل راغلي.

ډاډه یم چې د ځانبسیاینې او اصلاحاتو په برخو کې زموږ پروګرامونه چې له نړیوال ملاتړ څخه برخمن دی له موږ سره به د پیاوړتیا او ځانبسیاینې په برخه کی نوره هم مرسته وکړي.

خو له دې سره سره، یوازې د  نړیوالوهمکارانو مرستې او ژمنې موږ په افغانستان کې ګډی بریا ته نشي رسولای، په حقیقت کې د بریا کیلي مونږ افغانانو سره ده.

د روانې لسیزې په جریان، کې افغانستان درې کاله کېږي چې د بدلون په حال کې دی، له همدې امله موږ افغانستان د ثبات پر یوه ډګر بدلوو. اساس اېښودل شوي، د اصلاحاتو لاره مو معلومه کړې او په شدت یې تعقیبوو. په مشخص ډول، موږ فاسدان محکمه کوو، په امنیتي سکټور کې فساد پای ته رسوو، د اړیکو سیسټم د ضوابطو په سیسټم بدلوو او په مالي پروسو کې شفافیت تامینوو.

موږ همدارنګه د ټولنې هغو وګړیو؛ ځوانانو، میرمنو او بیوزلو ته پاملرنه کوو چې له پامه غورځول شوي، همدوی زمونږ د ملت د مقاومت اصلي منبع جوړوي.

د ۱۹۹۰ کلونو نسل چې د دې هېواد او ټولنې لویه برخه جوړوي، اوسمهال د هېواد رهبرۍ لویه برخه پلاس کې لري. د دې امله چې ځوانان په هر ډګر کې پیاوړی او غښتلې شوي دي، نو یو نسلي بدلون د راتګ په حال کې دی. دا نسل به حکومتي اداره اصلاح او په یوې خدمت محورې او ولس محورې ادارې به یې بدل کړي.

افغان میرمنو بې ساري تکلیفونه وزغمل، او زمونږ د ټولنی جوړښتونه او بنسټونه یې د ویجاړیدو او ورانیدو څخه وژغورل. هغوی ته به په ټولنه کې تر ټولو ټیټې او کم ارزښته دندې ورکول کېدلې. دا حالت د منلو نه و او پایلې یې زمونږ د ملت لپاره ښیې نوې. خو نن د افغانستان په تاریخ کې تر بل هر وخته ډېرې افغان میرمنې په حکومت، کاري محیطونو، او مدني فعالیتونو کې ونډه لري. خو لا هم ډېر مزل په مخ کې دی. اوسمهال شپږ میرمنې د سفیرانو  او څلور میرمنې د کابینې د وزیرانو په توګه کار کوي. په لنډه کې، د ښځو پیاوړتیا زموږ د راتلونکې لپاره حیاتي ارزښت لري.

بیوزله وګړي، میرمنې او ځوانان زمونږ د ټولنې هغه لویه برخه ده چې ژبني، جنسیتي، قومي او مذهبي محدودیتونه یې مات کړي دي. شاوخوا ۴۰ سلنه افغانان اوس هم د بیوزلۍ کرښې لاندې ژوند کوي، څیړنې ښيي چې دوامداره بیوزلي د یوه ماشوم د دماغ پر ساینسي جوړښت اغیز کوي. موږ باید بیوزله وګړي پیاوړې کړو. له ډیرې مودې راهیسې بیوزله وګړي زمونږ د هېواد هغه لویه برخه ده چې اواز یې نه و پورته کړی.

موږ د خپلې ټولنې پیوندونه او اړیکې بیا راژوندي کوو څو په خپل دولتي کلتور کې تغیر راولو. مونږ خپلې دغه اړیکې یوازې د کور دننه نه، بلکې د سیمې په کچه پیاوړې کوو.

لکه څنګه چې موږ په سویلي او مرکزي آسیا کې خپلو ګاونډیو سره د اړیکو غوښتونکي یو همدارنګه په نړیواله او سیمه ییزه کچه هم غواړو چې له هېوادونو سره وصل او نږدې اړیکي ولرو. افغانستان به په ۲۱پیړۍ کې یو ځل بیا د لېږد رالېږد، انرژۍ، اوبو او د کانونو د استخراج په برخه کې د سیمې دهوساینې او اقتصادي نیکمرغۍ په ډګر بدل شي.

موږ همدا اوس، د خپلو هڅو د پایلو شاهدان یوو، له مرکزي اسیا څخه سویلي آسیا ته د انرژۍ پروژې د مزو پر غځېدو کار دوام لري. د ترکمنستان د رېل پټلۍ زموږ تر پولې را رسېدلې او د ټاپي د ګازو نل لیکه د جوړېدو په حال کې ده.

موږ غواړو چې د اقتصادي پرمختګ د مرکزیت غوره کولو د هڅو په درشل کې له خپلو سیمه ییزو همکارانو سره د ګډ کار فرصتونه وسنجوو.

موږ اوس وینو چې د یوویشتمۍ پیړۍ د ابهاماتو، ننګونو او تهدیدونو برسیره، افغانستان د شلمې پیړۍ د کړنلارو په وړاندې چې لا هم نړیوال نظم پرې متکي دی، په یوې پیچلې ستونزې بدل شوې دی.

په داسې حال کې چې زموږ پر خاوره د نړیوال تروریزم ګواښ لا هم زموږ د هېواد پر تصور سیوری غوړولی او له ډېرې مودې یې د افغانانو برخلیک تر اغیز لاندې راوستی، خو موږ اوس هم لوړ ظرفیت لرو چې په سیمه کې سولې ته لاره هواره کړو، د اقتصادي نیکمرغۍ په مرکز او د ډیموکراتیکو ارزښتونو په روښانه مثال بدل شو.  د مولانا رومي د زېږیدو ټاټوبی اوس هم د میني، سولې او هیلې پيغام وړاندې کوي. افغانستان به یو وار بیا د مدنیتونو د ډیالوګ په مرکز، او د همپالنې، زغم او پخلاینې د کلتور په یوه نمونه بدل شي.

ډاډه یم چې د ځانبسیاینې او اصلاحاتو په برخو کې زموږ پلانونه او پروګرامونه چې نړیوال شریکان یې ملاتړ کوي مونږ ته د بشپړ ظرفیت او توان ترلاسه کولو لاره هواره کړي.

مننه

 

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0