ننګرهار ولایت کې د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

 ارګ، کابل: تروریستان چې دیني او بشري ضد چلند کوي، نن یې یو ځل بیا د جلال اباد ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند ساحه کې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل.

د تروریستانو کړنې چې د ټولو ارزښتونو خلاف او له هرپلوه مردودې او ناروا ګڼل کېږي، د افغانستان د پرمختګ، د سولې او ثبات د تامین او هوساینې په برخه کې زموږ د خلکو اراده نشي بدلولی، بلکې تروریستي ډلې هر ځل د دغسې جنایتونو په ترسره کولو سره د دوی پر ضد د خلکو کرکه زیاتوي. 

جمهور رئیس غني د تروریستانو ټول اعمال د دیني موازینو او بشري حقونو خلاف بولي او د دغو ناوړه اعمالو د غندلو ترڅنګ د خدای تعالی په دربار کې د یادې پېښې د شهیدانو روح ته د فردوست جنت، ټپیانو ته د ښې روغتیا او د قربانیانو کورنیو ته د صبر او زغم دعا کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0