په کابل کې پر لمونځ کوونکو د شوي ترورېستي برید په اړه مطبوعاتي اعلاميه

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني په کابل کې پر لمونځ کوونکو د ترسره شوي تروریستي برید له امله سخت خواشینی شو وې ویل: تروریستان چې خپلو شومو موخو ته د رسېدو بله لاره نه لري پرملکي وګړو، سپیڅلو ځایونو او تکایاوو  بریدونه کوي چې دا کار د دوې دیني او بشري ضد ماهیت ثابتوي.

هغه زیاته کړه: د افغانستان د خلکو  مذهبي وحدت او پیوستون په نړۍ کې یوه بېلګه بلل کېږي او تروریستان باید پوه شي چې د دوی دیني او بشري ضد کړنې د افغانستان د مسلمان ملت په همفکرۍ او یووالي هیڅ منفي تاثیر نه کوي، بلکې هره ورځ زموږ د ملت اتفاق او اتحاد لا پیاوړی کېږي.

واحد افغان ولس په یوه غږ د تروریستانو د نابودۍ په اړه خپله کرکه او د ملي یووالي حکومت  دټینګښت په اړه خپل ملاتړ  څرګندوي، وایي هېڅ ډله یا هېواد نشي کولای د تروریستي اعمالو په ترسره کولو سره خپلو شومو او نامشروع موخو ته ورسیږي.

زموږ مسلمان ولس به د خپلو امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ او همکارۍ د تېرو کلونو په پرتله د عاشورا مراسم په پرتمین ډول ونمانځي او د دین د یرغمل کوونکو یوې کوچنۍ ډلې ته به تسلیم نه شي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د نننۍ پېښې د غندلو پرمهال چې له امله یې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول، شهیدانو ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله وکړه.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0