د پاکستان ډیپلوماټ د ترور د غندنې په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان حکومت په ننګرهار ولایت کې د پاکستان پر ډیپلوماټ تروریستي برید چې د هغه د وژل کېدو لامل شو غندي او د ټولو ډیپلوماټیکو معیارونو خلاف یې بولي.

حکومت، د هېواد امنیتي مسوولینو ته لارښونه وکړه، چې یاده پېښه په هراړخیزه توګه وڅېړي عاملین یې له پیزندنې وروسته ژر ترژره عدلي او قضایي ارګانونو ته وروپېژني.

د افغانستان حکومت په هېواد کې د سیاسي نمایندګیو د امنیت د ټینګښت مسوول دی او د هېواد امنیتي او دفاعي بنسټونو ته یې ټینګه لارښونه کړې چې په افغانستان کې د سیاسي او ډیپلوماتیکو نمایندګیو د امنیت د ټینګښت لپاره جدي او لازم تدابیر ونیسي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0