د جنیوا کنفرانس په عمومي غونډه کې د جمهور رئيس محمد اشرف غني د وينا متن

د جنیوا کنفرانس په عمومي غونډه کې د جمهور رئيس محمد اشرف غني د وينا متن

د هېواد لومړۍ مېرمن، مېرمن ډیکارلو، ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله، وزیر صاحب کیسیس، د پلاویو مشرانو، ښاغلو او آغلو، همکارانو، سفیر یاماماتو ویاړم چې دلته په جنیوا کې حضور لرم. اجازه راکړئ له دې موقع نه په استفادې له تاسې او نړیوالو شریکانو څخه مننه وکړم. له تاسې ډېره مننه کوم چې د ۲۰۰۱ کال څخه راپه دېخوا مو موږ سره د یوولسو مرستندویه او غیر مرستندویه کنفرانسونو او ناستو د دایرولو همکاري کړی ده. نوموړې کنفرانسونه په بن، برلین، بروکسل، لندن، پاریس او توکیو کې دایر شوي وو چې زموږ  (افغانستان) د مسیر ټاکلو او ملاتړ جلبولو لپاره ډېر اړین وو.

موږ همدارنګه د ناټو له ناستو څخه مننه کوو چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو، غوڅ ملاتړ او ایساف د تمویل لپاره یې منابع وقف کړي. موږ غواړو له ټولو مرستندویه هېوادونود هغوی د دولتونو او په ځانګړي توګه خلکوڅخه د دوامدار او اصولي ملاتړ مننه وکړو او ستاسې هغو لوڼو او زامنو ته د درناوي مراتب وړاندې کړو چې په دې جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۴ تر منځ دلته ستاسې ۳۴۵۸ کسانو خپل ژوند قرباني کړ. د یادونې وړ ده د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په لومړیو کې افغان امنیتي قواو ته د امنیتي مسوولیتونو د لېږد پروسې وروسته د بین المللي قواو ۵۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په عین حال کې ستاسې له یو میلیون تجربه لرونکو افسرانو او د وژل شویو له کورنیو څخه چې زموږ د هېواد او خلکو پر وړاندې ارزښت ، بې سارې درک او اندېښنې لرلې، قدرداني کوم.

موږ همدارنګه غواړو له  ۲۰۰۱ کال څخه را پدېخوا د امریکا د متحدو ایالتونو څخه مننه وکړو چې زمو د اساسي متحد په حیث یې موږ سره مالي او ځاني مرستې کړي. دجنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ ستراتېژي خورا اغېزناکه ده، او موږ ته یې دا فرصت برابر کړی تر څو پر خودکفایۍ، اصلاحاتو او سوله تمرکز وکړو. موږ له خپلو سیمه ییزو شریکانو څخه هم مننه کوو چې د دوه اړخېزې همکارۍ بنیاد یې موږ ته برابر کړ او همدارنګه یې د اسیا زړه/استانبول پروسې او RECCA ناستې او نور فورمونه دایر کړي.  په پای کې د ملګرو ملتونو نه مننه کوم چې د نننۍ ناستې کوربه توب یې موږ سره ګډ ترتیب کړ، دغه راز له ټولو برخوالو رهبرانو څخه هم مننه کوم. دا کنفرانس د تحول او تداوم دواړو نښه ده، همدارنګه د دې بدلون ښکارندوی دی چې افغانان د خپلو ستونزو مسؤلیت او د حل لارو د موندلو رهبریت پر اوږو اخلي.

کله چې دوه کاله مخکې موږ په بروکسل کې د افغانستان د انکشاف او سولې بهیر په اړه د بحث لپاره راغونډ شوي وو، نو زه د اروپایي ټولې له ځانګړې استازې اغلې موګریني او همکارانو څخه یې مننه کوم چې هغه کنفرانس یې ډېر ښه مدیریت کړ، زموږ هېواد د تحول لسیزي ته نوی داخل شوی ؤهغه لسیزه چې د خودکفایۍ لپاره پکې حکومت جدي اصلاحات رامنځته کوي، د خدماتو رسونه لا ښه کوي او د حکومتولۍ سیستم داسې عیاروي چې حساب ورکوونکی او خودکفا وي. د تحول لسیزې په نیمایي کې هغه کومې بېلګې دي چې را برسېره شوي دي؟ زه به یې درې بېلګې توضیح کړم:

لومړی، افغان ښځې او سړي د اساسي قانون ارزښتونهپه ځانګړې توګه هغه برخې یې چې ټولو اتباعو ته د حقوقو او ازادیو مساوات ورکويداسې ارزښتونه ګڼي چې باید قدر یې وشي او دفاع ترې وشي. افغانان د ښاروندۍ مفهوم ته قایل دي.  تر دې د فعالو اتباعو بهتره ښکارندويي بل څه کېدای شي چې د تلې  ۲۸ نېټې د ولسي جرګې ټاکنو کې د تهدیداتو او راکټي بریدونو سره سره بیا هم خلک د رای ورکولو لپاره په اوږدو لاینونو کې ولاړ و. دویم، د قوانینو د یو کتاب په حیث پر اساسي قانون چې موږ په یو ولسواک دولت کې نښلوي بیا له سره اجماع رامنځته شوې. موږ پر دې اجماع لرو چې ټولشموله، رڼې او پر وخت ټاکنې د خلکو او منتخب حکومت تر منځ د اړیکو ټینګولو لپاره اساسي اړتیا ده. زموږ خلک هر هغه وړاندیز په کلکه ردوي چې د اساسي قانون خلاف وي.

درېیم، موږ د یو بې سابقې نسلي بدلون شاهدان یوو. موږ په هیله مندۍ او خوشبینۍ ګورو چې د نوي نسل ښځې او سړي په حکومت، ټولنې او سیاسي رهبرۍ او مدیریت کې خپل اصلي ځای اشغالوي. دا امتیاز دوی ته ورکړل شوی نه دی، بلکې دوی خپله پاڅېدلي او خپل ځای یې نیولی. زه او ډاکټر  صاحب عبدالله عبدالله په دې ویاړو چې په دې کې مو د اسانتیا برابرونکي رول لرلی. دا نسل تر پخوانیو نسلونو ډېرې زده‌کړې لري او په ټولنیزو چارو کې فعال دی، دوی له ځان سره نوی لید راوړی او هغه نسل دی چې په جګړه کې زېږېدلي او په جګړه کې لوی شوي او چمتږ دی چې پر خپلې رهبرۍ موږ له دې ناورینه وباسي او خپلې خاورې ته سوله او سوکالي راوړي. په داسې حال کې چې پخواني سیاسي نخبه ګانو د فردمحورۍ او وېرې پر بنسټ قدرت انحصارولو، دغه نوی نسل داسې سیاسي اقلیم راوستل غواړي چې د پایدار ثبات باعث شيداسې ثبات چې د ځواکمنو نهادونو، عامه خدمت او دیموکراتیکې حسابدهۍ او شفافیت له لارې تضمین شي.

دا انساني اصلاحات دي چې موږ راوستي. اوس غواړم پام مو تخنیکي اصلاحاتو ته را وګرځوم چې دغو کدرونو په تېرو پنځو کلونو کې راوستي. د دغې عقیدې په اساس د قانون د حاکمیت هغه مورد چې اتباع او دولت سره په یو پیاوړي ټولنیز قرارداد تړي، د ملي وحدت حکومت سیستماتیکه اصلاح عملي کړه چې یو قوي حقوقي بنسټ د اساسي قانون په اساس رامنځته شي. د ۲۰۱۵ کال څخه را پدېخوا موږ نږدې ۳۹۰ قوانین تصویب او یا تعدیل کړي. د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره موږ د جزا داسې قانون لرو چې د ملګرو ملتونو نشه یي توکو او جنایي او د فساد ضد قوانینو سره په تطابق کې قرار لري.

له تېرو سلو کلونو راهیسي دا لومړی ځل دی چې موږ د ښاروالۍ قانون لرو. د کانونو، پترولیم او ګازو نوي تصویب شوي قوانین موږ ته په قانوني او شفاف لحاظ دا زمینه برابره کړه چې نوموړی سکتور خصوصي پانګې اچونې ته خلاص کړو. نړیوال بانک سږ کال د سوداګرۍ او بزنس لپاره افغانستان د اصلاحاتو په لحاظ د نړۍ لومړی درجه هېواد اعلان کړ. زموږ معلوماتو ته د لاسرسي قانون د نړۍ تر ټول بهترین قانون پېژندل شوی. پر حقوقي اصلاح سربېره، نوی قاضي القضات او لوی څارنوال او د سترې محکمې شپږ قاضیان ټاکل شوي، ترڅنګ یې د محاکمو او څارنوالیو سیستمونه او پروسو کې هماصلاحات راغلي دي. قضايي استقلالیت او د قدرت جلا والی زموږ د حکومت اساسي اصل دی. په لنډه توګه یې ووایم، موږ یو معاصر اقتصاد، ټولنې او دولت ته حقوقي بنسټ جوړ کړی.

زموږ اتلو امنیتي او دفاعي ځواکونو د سقوط او ناکامۍ ټولې وړاندوینې په خپل شهامت رد کړي او د دښمن پر وړاندې د وطنپالو په څېر د وطن د ښېګڼې په پار په مېړانه جنګېدلي. په داسې حال کې چې زموږ ځواکونه زموږ د ازادۍ او پت ساتلو او نړیوال امنیت لپاره جنګېدل، موږ په امنیتي سکتور کې سرتاسري اصلاحات هم راوستل. له بد ه مرغه زموږ امنیتي سکتور د فساد ځاله ګرځېدلې وه او زموږ ځواکونو د جګړې په لومړۍ کرښه کې د دې فساد څخه متأثره کېدل. موږ د افسرانو ذاتي قانون تعدیل کړ، تر څو د جنرالانو لپاره د تقاعد عمر را ټیټ کړو. یواځې سږ کال ۱۰۵۲ لوړپوړي افسران تقاعد شولله ۲۰۱۵ کال مخکې تقاعد ډېر په ندرت کېده. دغه اصلاح په رهبریت او مدیریت کې نسلي بدلون ته زمینه برابره کړه. د تقرر بورد جوړ شوی تر څو افسران په شفاف ډول، د شایستګۍ په اساس مقرر شي. په امنیتي سکتور کې د منابعو پر صحیح استفادې ډېر تمرکز شوی او د تدارکاتو پروسه یې د یوې شورا له لارې مخته ځي چې نظارت یې شخصا زه او ډاکټر  صاحب عبدالله عبدالله کوو.

څرنګه چې موږ د څلورکلن امنیتي پلان د لومړي کال پای ته نږدې یوو، خوشاله یم تاسې سره دا خبره شریکه کړم چې زموږ کومانډو ځواکونه دوه چنده شوي او هوایي ځواک مو درې چنده شوی. په پولیسو کې اصلاحات جریان لري، بایومتریک پروسه تر ډېره کچه بشپړه شوې، تر څو د خیالي عسکرو ستونزه حل شي، او د بشري منابعو د مدیریت لپاره سیستم جوړ شوی. په داسې حال کې چې موږ خپل ځواکونه پیاوړي کوو، موږ د خپلو شریکانو او متحدینو اعتماد هم بېرته تر لاسه کړ. د ملي وحدت حکومت د BSA او SFA قراردادونه د خپل ماموریت پر لومړۍ ورځ لاسلیک کړل. موږ هڅه کړې تر څو د ولسواکۍد اصولو پر بنسټ خپلې اړیکې د متقابلو ګټو لپاره پراخې او ژورې کړو. موږ پر دې تمرکز کړی تر څو اقتصادي، فرهنګي او ټولنیز اتصال پیاوړی کړو. نن افغان دولت او افغانان نه یواځې دا چې له نړۍ سره له پخوا په مراتبو ډېر وصل دي، بلکې په ستراتيژيک لحاظ مهمو بین المللي برنامو کې د رهبر په حیث ظاهر شوي.

د ټولو اصلاحاتو اساسي موخه خودکفايي دهموږ باید د یو فعال دولت مالي بنسټ جوړولو لپاره له خپلو ټولو پانګو–انساني، طبیعي، مالي او اداريڅخه ګټه واخلو. ډاکټر قیومي به وروسته تاسې سره زموږ مالي پالیسي چې د آی اېم اېف ټولو شرایطو سره برابره ده شریکه کړي. لاکن په لنډو کې یوه خبره ویل غواړم چې موږ په سیستماتیک ډول هر کال خپل عواید ډېروو، د آی اېم اېف د ټاکل شويواهدافو لمخې له ۲۰۱۵ کال راهیسې زموږ عواید هر کال ډېر وي. له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۷ زموږ کورني عواید ٪۷۰ ډېر شوي. زموږ د مالیې وزیر ډاکټر قیومي،موږ سره دا ښه خبر شریک کړ چې دوه ورځې مخکې زموږ کورني عوایدو د IMF ټاکل شوی هدف ته ترلاسه کړ. کله چې موږ قدرت ته راغلو، فساد استثنا نه، بلکې ډېر عام وو، رشوت اخیستل او سو استفاده عادي وه، او اداري پروسې نه ثبتېدې، په عدلي او قضايي سکتور کې  د قانون د حاکمیت او د اعتماد نشتوالی د دې لامل شو چې پر عدلي او قضايي سکتور د خلکو باور لږ شي.

۲۰۱۷ کال کې د فساد پر وړاندې ملي ستراتېژۍ له پرانېستې وروسته موږ نږدې خپل نیمايي ټاکل شویو اهدافو ته رسیدلي یوو، تر څو د فساد پر وړاندې مبارزه مو لا ګړندۍ شي، نوي اهداف مو ځان ته ټاکلي. نن موږ د لوړ رتبه دولتي کارمندانو په شمول فاسدین محاکمه کوو، موږ بې ساري اقدامات تر سره کړي تر څو په ولایاتو کې ښځو ته انصاف ورسېږي، موږ عدلي او قضايي سکتور په بشپړ ډول پاک کړی، او دا مو یقیني کړې چې د فساد پر وړاندې زغم نشته. د فساد ستونزه سیستماتیکه وه، فلهذا د حل لاره یې هم باید سیستماتیکه وی. په تېرو پنځو کلونو کې موږ د فساد پر وړاندې د نه زغم فرهنګ مروج کړی او د سیاسي ارادې په وسیله مو داسې میکانېزمونه رامنځته کړي، تر څو فساد علني شي. ایا دا داسې معنا ورکوي چې موږ فساد له منځه وړی؟ بالکل نه. موږ غواړو چې مبارزه چټکه شي، خو اساسي بدلونونه په بېړه نه راځي.

موږ همدا سیستماتیک روش پر حکومتولۍ هم عملي کړی، د کلیو څخه نېولي ان  تر جمهوري ریاست پورې د دولت هېڅ اداره له دې څخه استثنا نه ده. د جمهوري ریاست په کچه موږ څو عالي شوراګانې جوړې کړي چې دې شوراګانو کې مدني ټولنې او خصوصي سکتور هم غړیتوب لري، تر څو د حکومت په پالیسي جوړونه کې خپل نظر ورکړي. جمهوري ریاست نور د یو فرد په اند او فکر متمرکز نه دی، بلکې د جمهور رئیس کړنې چې د اساسي قانون له لارې ټاکل شوي د مختلفو ذېدخلو اقشارو مبحثونو او مناظرو په رڼا کې حسابدهۍ ته وړاندې کېږي. د ملکي خدماتوپه  سیستم کې له بنسټي اصلاح سره د استخدام معیار له واسطه بازۍ څخه د شایستګۍ او ازادو سیالیو په اساس تقرر ته واوښت. زموږ د ملکي خدماتو کمېسیون شاوخوا ۵۰۰ زره غوښتنلیکونه ارزیابي کړل، ۲۲ زره ملکي مامورین یې وګمارل چې له دې منځه یې ۱۷ زره نوي ښوونکي وو. موږ زمینه برابره کړه چې په ملکي خدمتونو کې د ښځو برخه له ٪۵ څخه ٪۱۶ ته لوړ ه شوه.

همدارنګه موږ په سیمه‎‎ییزه کچه د رهبریت پر بیا ژوندي کولو تمرکز کړی. د بېلګې په ډول ښار مېشته اتباع اوس کولی شي غوښتنلیک ورکړي تر څو د خپل ښار،  ښاروال شي، کاندیدان د قابلیت او وړتیاپه اساس ټاکل کېږي، نه د ولسمشر د خاص فرمایش په اساس. په دې ګومارنو کې ما یو نسلي بدلون مشاهده کړ. د هېواد په ټولو برخو کې د حکومت شکل په بشپړ ډول بدل شوی. زه پدې عقیده یم چې دا نسل، په ځانګړې توګه ښځې، به ځان زموږ د معاصر تاریخ تر ټولو تاثیر لرونکی او ښه نسل په حیث ثابت کړي.  

افغانستان تل خپل اکثریت، ښځې او ځوانان، په عامه او سیاسي چوکاټونو کې د لږکیو په شکل ساتلي. مګر اوس دا د منلو وړ نه ده، ځکه اوس موږ سیاسي اراده لرو، ښځې او ځوانان صحنې ته را مخکې شوي او د رهبریت داسې موقفونه یې نیولي چې هېڅکله مخکې دا موقفونه نه وو. موږ اوس په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره ښځینه ښاروالانې، د ولایتونو مرستیالانې او ولسوالانې لرو. په وردګوولایت کې د ولایتي شورا ټول رهبري غړي ښځې دي. موږ د افغانو ښځو په رهبرۍ ویاړو چې په ټولنه او سیاست کې یې خپل حقیقي ځای تر لاسه کړی. د ښځو برخلیک زموږ د هېواد پر  روان او راتلونکي مسیر ستر اغېز لري. زه خوښ یم چې د لومړۍ مېرمن تمرکز  د ښځو ستونزو ته پر غوږ نیولو، اسانتیا برابرولو او د حقوقو د دفاع په پایله کې د ښځو قوي شبکې رامنځته شوي. مخکې زموږ د ټولنې نیمايي ظرفیت ځپل شوي وو، اوس هماغه ظرفیت بېرته په کار اچول شوی. د ښځو حقوق انساني حقوق دي او زموږ د اساسي قانون په اساس باید وساتل شي. سربېره پر دې موږ غواړو پرمختګ وکړو او په دېپرمختګ کې د ښځو نقش اړین دی.

غواړم په وضاحت سره ووایم، د ښځو ګډون زموږ ملي امنیت او اقتصادې پرمختګ ته ستراتيژيک اهمیت لري. که چېرې داسې پوښتنه موجوده وي چې د ښځو حقوق به قرباني کېږي، زه په قاطعیت سره وایم چې هېڅکله به داسې و نشي. د افغانستان خلک، ښځې او سړي، هم دا غږ بدرګه کوي. زموږ ښځینه رهبران چې نن دلته شته دي او هغه چې په افغانستان کې دي د دې غږ ملاتړ کوي. موږ، د افغانستان ښځې او سړي، د ټولو افغانانو له حقوقو دفاع کوو. مونږ د افغانستان د تاریخ د دې فصل په نیمایې برخه کې یوو. د بدلون د لسیزې په نیمایې کې. مونږ د اصلاحاتو د عملي کېدو لپاره ډېرې ژمنې پر ځای کړي دي.

زمونږ ځينو نوښتونو لا تر اوسه نتیجه نه ده ورکړې او لا هم ورباندي کار روان دی، ځينې یې نوي تمرکز او سرعت ته اړتیا لري. مونږ په بېلابېلو برخو کې له زیاتو ګواښونو سره مخامخ یوو، لکه هغه متل چې وايي، هم کور جوړم، هم اور مړ کوم. هغه بې پولي جګړه چې پر افغانانو، افغان ټولنې او دولت باندې تپل شوې ده، ډېر زیانونه یې اړولي دي او سوله یې زموږ لپاره تر ټولو مهمه ملي اړتیا ګرځولې ده. موږ د غیر قابل وصف وحشتونو پر وړاندې ستراتیژیک صبر ښودلی او د دوستۍ لاس مو غځولی دی او ټولو ګاونډیو ته مو د همکارۍ لپاره واضح وړاندېزونه کړي دي. د افغانانو دغه نسل د نړیوال تروریزم پر وړاندې په لسګونو زره قربانۍ ورکړي، خو له بده مرغه په نړیوال ډګر کې د یو افغان قرباني حتا د یو سرلیک وړ هم نه بلل کېږي. موږ د سولې مستحق یوو. افغانان نه یواځې له تاوتریخوالي، بلکې د بې وزلۍ له امله هم ځورول شوي دي. زموږ شاوخوا ۴۰ سلنه خلک د بې وزلۍ له کرښې لاندي ژوند کوي. ښځې، ځوانان او د بې وزلۍ له منځه وړل زموږ د پراختیايي ستراتیژۍ په زړه کې ځای لري. د دې لپاره چې له بېوزلۍ سره معنی لرونکې او اساسي مبارزه وشي، دا طبقه باید په نظر کې ونیول شي. 

د یوې نجلۍ زده کړه د پنځو نسلونو پر ښې روزنې اغېز کوي. له بل لورې یوه ښځینه سرپرسته لرونکې کورنۍ چې په سختې بېوزلۍ کې ژوند کوي، د ښځو د نسلونو او د هغوی د اولادونو ژوند په لا زیاتې بې وزلۍ او ناوړه ګټه اخیستنې محکوموي. د خوارځواکۍ له امله ناسمه وده لا هم یوه عمومي ستونزه ده. د مېندو او ماشومانو مړینه سره له دې چې د پام وړ کموالی یې موندلی، لا هم په شدیده توګه لوړه ده او څه باندې یو میلیون ماشومان ښوونځي ته نه ځي. مونږ د دغو زیاتو ګواښونو له امله د ملګرو ملتونو زریزې د پرمختګ او یا هم پایښت لرونکې پرمختګ  اهدافو ته ځانونه نه دي رسولي.

هغه څه چې اوس باید مونږ ته روښانه وي دا دي چې، د پرمختګ لپاره پروژه یې تګلاره کاملا ناکافي ده او په هغه کچه وده نه رامنځ ته کوي چې د بېوزلۍ کمېدو ته لاره اواره کړي. مونږ باید د ودې جامع کچې او د هغې د ترلاسه کولو لپاره د یوځای کار کولو په اړه موافقه وکړو او ټولشموله یې کړو. د ودې پر وړاندې تر ټولو د پام وړ خنډ کرنیز سکتور دی، هغه سکتور چې زموږ  د ٪۴۰ وګړو د ژوند پر مخ وړلو وسیله ده. د زعفران، انار او پستې په څېر ګران بیه فصلونو د اپین پر وړاندې ښه بدیل کېدی شي. ستاسې په هېوادونو کې د واردونکو اتحادیې، ساینسپوهان، ماهرین او پوهنتونونه موږ سره مرسته کولی شي تر څو د ارزښت او پلور ، یو ځنځیر رامنځته کړي چې له دې لارې متقابلې ګټې تر لاسه کړو.

موږ په تېرو څلورو کلونو کې توانیدلي یوو چې د تېرو سلو کلونو په پرتله ډېرو ولایتونو ته برېښنا ورسوو او د برېښنا ملي ګریډ به په راتلونکي دوو کلونو کې بشپړ شي، د ډاکټر قیومي له رهبرۍ او مدیریت څخه مننه کوو. زموږ  دتجدید وړ برېښنا ظرفیت ته باید عاجل پام وشي، ځکه پرته له برېښنا موږ د ودې ماشین په خوځښت نه شو راوستی.

جرمي اقتصاد، امنیت، ثبات او ټولشموله وده له ګواښ سره مخ کوي. په راتلونکي کې همغږې برنامو ته اړتیا شته تر څو بازار جوړونه او ملت جوړونه خپل انجام ته ورسېږي. سره له دې چې فساد سره د مبارزې د ملي ستراتېژۍ له نیمايي ډېرې ټاکل شوي موخې تر لاسه شوي، د ستراتېژۍ پر وړاندې مقاومت خورا ډېر دی. کله چې موږ په دې ستونزمنه لار کې یو ګام مخ پر وړاندي اخلو، د پیاوړو فاسدو شبکو له لورې دوه ګامه شاته غورځول کېږو. زموږ تر شا افغانان ولاړ دي چې له مصئونیت او مجازاتو د تېښتې بندېدل غواړي. زه غواړم د مجازاتو څخه د معافیت په هکله یوه خبره دلته روښانه کړم.

یو شمېر غیر مسؤل او غیر قانوني مسلحې ډلې شته چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې فعاله دي. دوی د فاسدو شبکو په وسیله له قاچاقي لارې وسلې تر لاسه کړي او د دوی ځینې قومندانان اوس هم د حکومتي القابو څخه ناوړه استفاده کوي، مګر د یوې جنايي ملېشې په څېر فعالیت کوي او د یو څه فزیکي مصئونیت په اساس له محلي خلکو د جبر او زور په واسطه په غیر قانوني توګه پیسې اخلي. دوی زموږ په خلکو یو عذاب دی، دغه راز  د مخدره توکو د قاچاق او د ځمکو د غصب اساسي عاملین دي. موږ د حکومت په حیث له ځانه یوه ستراتېژیکه پوښتنه کړې: ایا قانون د یو شخص د موقف یا قدرت پرته باید تطبیق شي، او که استثنا په نظر کې و نیول شي، چې لنډ مهاله ثبات ټینګ شي؟ ما له خپلو افغانانو څخه دا پوښتنه کړې ده. د دوی ځواب دا دی چې د قانون حاکمیت یوازې هغه مهال معنی ورکوي چې هیڅ استثنا نه وي. په بل عبارت، هیڅوک باید له قانون څخه پورته نه وي.

مجرم، مجرم دی، پرته له دې چې قومیت، ولایت، مذهب، قدرت او شتمني یې په نظر کې و نیول شي. پایداره ثبات یواځې د تشدد نشتوالی نه، بلکې په عادلانه توګه د قانون حاکمیت او د وګړو د حقوقو اوازادیو ساتنه ده. د اساسي قانون نظام چې موږ  یې د جوړولو لپاره کار کوو، هغه وخت  ثابتېدای شي چې کله خلک په پټو سترګو د قانون پر تطبیق باور پیدا کړي.دغه مسئله د پایدارې سولې لپاره حیاتي ده.

کله چې خلک د سولې تر موافقې وروسته خپلې وسلې په ځمکه کېږدي، دوی باید د قانون پر رول او د دولت پر هغو ژمنو اعتماد وکړي، کوم چې د موافقت نامې په عملي کېدو سره د دوی حقونه ساتي او مصئونیت یي ډاډمنوي. ورته مهمه مسئله زموږ لپاره پر تخنیکي سیستمونو او پروسو تمرکز دی. افغانان اوس د دې ظرفیت او توانايي لري چې د پروسو په هکله فکر وکړي. زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ شریکان د زیربنا په پراختیا کې موږ سره د پایلې په اساس یوه هوکړه وکړي. دې سره به موږ وتوانیږو چې د حکومتي او خصوصي سکتور په کچه د انجنيرۍ او نظارت تګلارې جوړې کړو.

په داسې حال کې چې د پولیسو لوړ پوړي رهبري د اصلاح په حال کې ده او پولیس د تروریزم پر وړاندې د اتلانو په څېر جنګېږي، ځینې وخت خلک د پولیسو له خوا ځورول کېږي او بډې ترې غوښتل کېږي. د پولیسو د اصلاح لپاره یوې اصلاحي برنامې ته اړتیا شته. په داسې حال کې چې زموږ د عوایدو راټولول د ټولو تطبیقي حسابونو لخوا اغېزمن دي، خو موږ لا هم په حساب کې کم راغلي یوو. موږ باید د ګمرکي کنټرول او د عوایدو راټولولو جامع رژیم تطبیق کړو. دلته یو ځل بیا د معافیت او بې نظمۍ کلتور چې موږ ته په میراث رسېدلی یو لوی خنډ دی. موږ په دې برخه کې ریفورم ته پلان لرو خو د پلي کولو لپاره ستاسو ملاتړ ته اړ یوو، په ځانګړي توګه د ګاونډیو او سوداګریزو شریکانو څخه د وارداتو او صادراتو په اړه د معلوماتو د شریکولو له لارې.

مونږ په سوداګریزو چارو کې هم پرمختګ کړی دی، لکه د یوې مشخصې مرجع لخوا د ژر او باوري خدماتو له لارې د تجارت د ثبت او جواز برابرول. که څه هم موږ په دې برخه کې لا هم اوږده لاره لرو.با کیفیته زده‌کړې او پراختیایي مهارتونو لپاره د ملت تقاضا خورا ډېره ده، زموږ ٪۶۰ وګړي تر ۲۵ کلونو ښکته عمر لري، نو دا زموږ د اقتصادي پرمختګ او ملي امنیت لپاره هم یوه ستراتیژیکه او مهمه مسئله ده. د روان کال په جریان کې موږ د ښوونې او روزنې سکټور لپاره د اصلاحاتو یوه جامعه طرحه جوړه کړه چې له مخې به یې په دوو کلونو کې د ۶۰۰۰ ښوونځيو جوړولو ته منابع ځانګړې شي او په راتلونکو پنځو کلونو کې ۳۰،۰۰۰ ښځینه ښوونکي استخداموو. د ولسي تړون برنامو له لارې خلک زموږ د پرمختیایي ملي پروګرام،په دې پروسه کې موږ سره شامل دي او د ښوونځیو په رغاولو کې ونډه لري، چې دې کار سره د ښوونځي د جوړولو لګښت له ۲۵۰،۰۰۰ ډالرو څخه ۳۰،۰۰۰ ډالرو ته را ټیټ شوی.

موږ همدا راز مسلکي او تخنیکي زده‌کړو باندې تمرکز کوو، چې دغه ډول زده‌کړې په سکنډنویایي هېوادونو او سویتزرلنډ کې د انکشاف اساسي عمل دی. موږ باید خپلو خلکو کې داسې مهارتونه ترویج کړو چې د دندې په موندلو کې ورسره مرسته وکړي او د بازار تقاضا رفع کړي. که پر دې تمرکز ونه کړو، موږ به داسې ځوانان ولرو چې د پوهنتون ديپلوم به ورسره وي خو مهارت به نه لري چې د هغه په اساس استخدام شي، چې دا په خپله جنایت، راډیکاليزم او مهاجرت ته لاره هواروي. په بودجوي سیسټم کې د شفافیت او عامه مشورو په برخو کې له پرمختګونو سره سره، ملي بودجه لا تر اوسه د پالیسۍ سمه وسیله نه ده. موږ له خپلو ټولو مرستندویانو غواړو چې په داسې قراردادونو کار وکړو چې پر نتايجو ولاړ او پر مخ لاړ شي، نه پروژه يي، او اصلاحات او حسابدهي پکې شرط وي. دا يواځنۍ لاره ده چې خپل منابع د خلکو د غوښتنو پر اساس ولګوو.

هیله لرم ما به د لاسته راوړنو او ننګونو یو متوازن تصویر وړاندې کړی اوسي. مخکې تر دې چې وړاندې لاړ شم، غواړم هغه بشري اصلاحات چې موږ راوستي یو ځل بیا تکرار کړم. په تېرو شپږو میاشتو کې ما له ۱۷ زیات ولایتونه و لیدل. هغه څه چې ماته ډېر د پام وړ و، هغه په ټول افغانستان کې د یوه نوي نسل را منځته کېدل دي. زه به هغوی ته بیا ور ګرځم ځکه دوی زما د هېواد په راتلونکي کې سټراټیژیک اهمیت لري او دوی باید په خونه کې ناستو زموږ شریکانو له خوا نادیده و نه نیول شي.

افغان ښځې په خپل استازیتوب او د افغان ملت په استازیتوب غږېږي. زه خوشحاله یم چې په ولایتونو په ځانګړې ډول جګړه ځپلو ولایتونو کې زه د متنفذینو، علماوو او ښځینه مشرانو له خوا د نجونو د زده کړې غوښتنه اورم. ځینو دا کار په خپل لاس کې اخیستی او د هغو کورنیو د مالي جریمو لپاره یې الزامات صادر کړي چې خپلې لوڼې ښوونځي ته نه لېږي. افغانان د زده کړې د ارزښت په برخه کې سره یو دي. مونږ، دولت باید اوس کیفیت رامنځ ته کړو.

زموږ د اصلاحاتو اجنډا د اسلامي نظریو په برخه کې د عدالت له جریان سره سمون لري. دا د اقتصادي، امنیتي او سیاسي مشروعیت اساسات رامنځ ته کوي. داسې هیڅ کوم ریفورم نشته چې زموږ خلکو ورڅخه هرکلی نه وي کړی. د ډېرو اصلي انتقاد چې ماته یې ویلي دا دی، چې دولت په چټکتیا سره اصلاحات نه راولي.  راځئ دا هېر نه کړو چې افغانان په بېلابېلو برخو کې، له مذهبي زده کړو نیولې  تر سپورټ پورې، مخکښ دي. یو افغان عالم په وروستیو کې په مسکو کې د قران کریم په قرائت کې لومړی مقام وګاټه.  زموږ د کرکټ اتل ملي ټیم ټول ممکنه خنډونه له منځه یووړل، چې د نړۍ له غوره لسو ټيمونو څخه یو شي.  زموږ د کرکټ د پرمختګ داستان نه یواځې موږ ته په تورو ورځو کې ویاړ او تشویق را بښلی بلکې داسې داستان دی چې نړۍ ته ښیي چې افغانان څنګه خلک دي.

زه غواړم نن د افغانستان له خلکو مننه وکړم. مننه چې زموږ ستره ملي شتمني یاست. مننه چې د ټولو بدمرغیو پر وړاندې مو کلکه اراده ښودلې. له تاسې مننه کوم چې په سوله او امنیت کې د ژوند کولو لپاره اوسپنیزه اراده او جدي پرېکړه لرئ. تاسې موږ په دې باوري کوئ چې مونږ کولای شو پر پخوا برلاسي شو او راتلونکی خپل کړو. موږ به څنګه دې ارمان ته رسېږو؟ د پرمختګ لپاره زموږ بېړنۍ ملي غوښتنه، سوله ده.

خوشاله یم تاسو سره د سولې د مذاکراتو په اړه خپله هغه طرحه شریکه کړم چې په تېرو اتو میاشتو کې د خلکو د مشورو او ناستو پر بنسټ جوړه شوی. موږ سولې لپاره ضروري کمېټې او میکانیزمونه جوړ کړي، چې د سولې یوې هوکړې ته ورسېږو. موږ د سولې پروسې بل فصل ته د  حرکت په حال کې یوو. لاندې ټکو ته په پام وړاندیز کوو چې طالبان دې د ټولشمولې او ولسواکې ټولنې برخه وګرځي:

د اساسي قانون سره سم د ټولو اتباعو (په ځانګړي ډول ښځو) د حقوقو او مکلفیتونو تامینول؛

د اساسي قانون منل یا د اساسي قانون  له احکامو سره سم د هغه تعدیل؛

له قانون سره سم د ملکي خدمتونو، امنیتي او دفاعي ځواکونو د فعالیتونو پر مخ وړل؛

هیڅ یوې وسله‌والې ډلې ته چې له بهرنیو تروریستي شبکو، بهرنیو تخریبي سازمانونو، دولتي یا غیر دولتي بنسټونو سره چې په افغانستان کې د نفوذ په لټه وي اجازه نه ورکول.

په تېرو اتو میاشتو کې  په کابل کې او د ولایتي سفرونو په ترڅ کې د ښځو او سړیو او د هېواد ټولو اقشارو سره مې وکتل. سوله داسې راځي، چې ټول خلک پکې شامل وي، نه يواځې نخبه‌ګان. درې مشترک ټکي ما له خلکو واورېدل:

د ۲۰۰۴ کال اساسي قانون په اهمیت او اعتبار اجماع

نړیوالې ټولنې سره زموږ اساسي شراکت

د سولې پروسې مالکیت او رهبري باید افغان حکومت سره وي

موږ له همدغو ټکو سره د سولې مذاکراتو ته ځو.

د دې مشورو په پایله کې، موږ  د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي رئیس سلام رحیمي په مشرۍ د مذاکراتو یو ۱۲ کسیزه ټیم چې په هغه کې ښځې هم شاملې دي جوړ کړی. موږ همدارنګه یو متنوع مشورتي بورډ جوړ کړی، چې د سولې په مذاکراتو کې موږ ته مشورې راکړي.

د سولې عالي شورا به په خپل تشکیل بیا کتنه کوي چې د سولې له هوکړې وروسته سناریو ګانو باندې تمرکز وکړي.

په پسرلي کې د سولې د مذکراتو د بریالیتوب لپاره د جمهوري ریاست ټاکنې اړینې دي. افغانان یو منتخب حکومت ته اړتیا لري چې د سولې هوکړه تصویب او عملي کړي او د ټولنیزې پخلاینې رهبري وکړي. دا پروسه لږ تر لږه پنځو کلونو ته اړتیا لري، چې شپږ میلیونه کډوال بېرته افغانستان ته وروګرځي او بې ځایه شوي بېرته په ځای شي. د اعتماد جوړونې لپاره اقدامات به په لومړي کال کې کېږي. د سولې مذاکراتو لپاره زموږ وړاندیز پرته له کوم قید او شرط څخه دی، خو د سولې لپاره شرایط لرو.

څرنګه چې موږ پر مخ ځو، ثبات، امنیت، سوله او سوکالۍ لپاره اتصال مرکزي نقش لري.

غواړم یوه بېلګه دلته ووایم. د اسیا په زړه کې زموږ موقعیت اقتصادي همکارۍ ته یو خاص بستر برابروي چې د جنوبي اسیا د انرژۍ اړتیا پوره شي، باید مرکزي اسیا سره ونښلول شي ځکه  مرکزي اسیا د انرژۍ له لحاظه بډایه ده او د دې اتصال تر ټولو لنډه لاره له افغانستان څخه تېریږي. موږ دغه جغرافیایي موقعیت د ټولې سیمې په ګټه استعمال کړی د برېښنا د سیمه ییز انتقال مزي، د ګازو پایپ لاینونه او ترانسپورت، د اورګاډو دهلیزونه او لویو لارو پروژې د طرحې له مرحلې څخه وتي او د عملي کېدو په حال کې دي. همدا اوس د اتصال په پروژو ۱۱ میلیارده امریکايي ډالر پانګونه کېږي.

موږ د دغې اتصال ګټې مخکې له مخکې تجربه کړېزموږ صادرات ۳۰٪ زیات شوي. د هوايي دهلیز  ابتکار چې چین، سعودي عربستان، ترکیې، مرکزي آسیا او اروپا ته افغاني محصولات انتقالوي. دا چې دوامداره اتصال یقیني کړو، لاندې اقدامات باید تر سره کړو:

لومړی، موږ باید ترانزیت، سوداګرۍ او پانګونې لپاره په یو حقوقي بنسټ توافق وکړو. موږ په دې عقیده یو چې د ګاونډیو تر منځ سیاسي اختلافات د داسې یو سیستم مانع نشي چې په میلیونونو خلک له فقر څخه وباسي. موږ باید په زیربناو پانګونه وکړو. د زیربنا چټکه پراختیا مرکزي اسیا د لویې وچې اقتصاد په حیث را څرګند کړی، او موږ باید دغه حرکت روان وساتو. موږ اړ یو چې د مرستو پر بنسټ ولاړ اقتصاد د سوداګرۍ پر بنسټ ولاړ اقتصاد ته په چټکه توګه واړوو.

په لنډه توګه یې ووایم موږ افغانان اړیکو ته اړتیا لرو: د خلکو تر منځ اړیکه چې د متقابلې ګټې او همکارۍ پر بنسټ رامنځته شوی وي. دغه ډول اړیکې د راډیکاليزم او جنایت مخه نیسي او ودې ته لاره هواروي. درېیم، موږ باید په تخنیکي مواردو پانګونه وکړو. موږ ژمن یوو چې په خپلو ګمرکاتو کې پراخه پانګونه وکړو، خو لومړی باید له خپلو ګاونډیو او شریکانو سره پرې توافق ته ورسېږو. سوله زموږ ملي ارمان دی، خو په داسې حال کې چې موږ د سولې په تکل کې یوو، موږ باید خپل د اصلاحاتو اجنډا پلې کولو ته دوام ورکړو، او په عین حال کې د میلیونونو اړمنو خلکو بېړنیو اړتیاوو ته رسیدګي وکړو.  

سږ کال پر جګړې او فقر سربېره، موږ له ډېرې بدې وچکالۍ سره هم لاس او ګرېوان یوو چې زموږ خلک یې له ناورین سره مخ کړي. درې میلیونه افغانان او درې ولایتونه په اضطراري حالت کې دي او اته میلیونه خلک او ۲۶ ولایتونه د بحران په حالت کې دي.موږ دغې ستونزې ته په عاجله، لنډمهاله او اوږدمهاله توګه رسیدګي کوو.

موږ بشردوستانه مرستو ته په عاجله توګه اړتیا لرو، چې د وچکالۍ له امله زیانمنو شویو خلکو سره مرسته وکړو، ترڅو د حاصلاتو په راتلونکي فصل کې له دغې فاجعې سره مجادله وکړي. په منځمهاله توګه، موږ له تاسو غوښتنه کوو چې موږ سره د یو چارچوب په جوړولو کې مرسته وکړئ، څو له چاپیریالي بدلون سره مجادله وکړو. مالومات ښيي چې افغانستان په تېرو ۳۰ کلونو کې ۱،۸ سانتي ګرېډه تود شوی او سویل لویدیځ افغانستان ۲،۵ سانتي ګرېده تود شوی. د اقلیمي بدلون له امله وچکالي د ۳۰ کلونو پر ځای له هر ۲ نه تر ۵ کلونو کې رامنځ ته کېږي. موږ داسې اسباب نه لرو چې دغې ستونزې سره مجادله وکړو.

د طبیعي زېرمو ساتل یوه اساسي موضوع ده چې د وچکالۍ ستونزه په اوږد مهاله توګه حل کړو. دا د تېرو حکومتونو ناکامي وه چې د اوبو په مدیریت تمرکز وکړي، دا د دې لامل شو چې موږ وچکالي او سیلابونه وځپي. تر څو د اوبو ستونزه حل شي، د بندونو بشپړول زمونږ په لومړیتوبونو کې دي او د نويو بندونو پر جوړولو او د اوبو پر پایپ لاینونو کار روان دی. مګر پر دې کارونو میاشتو ته نه، بلکې کلونو ته اړتیا ده. موږ له خپلو نړیوالو شریکانو څخه غواړو چې موږ سره د اوبو د مدیریت موثر میتودونه شریک کړي.

چاپیریالي بدلونونه سیاسي پولې نه پیژني. د همکارۍ لپاره د یو چارچوب جوړول، د شریکو سیسټمونو جوړول تر څو وړاندوینه وشي او په ګډو برنامو کار کول چې نړیوال چاپیریالي منابع تر لاسه کړو، د ټولو په ګټه ده او په خپل وخت به د ډېرو خلکو ژوند وژغوري.

ټولو شیانو  ته په پام، د افغانستان راتلونکی څنګه دی؟  شک موږ افغانان له لسیزو راهیسې ځورولي یوو. مګر په تېرو پنځو کلونو کې، موږ متحول شوي یوو او خپلو ستونزو سره مو مقابله کړې. دغه ډول تفکر موږ د دې جوګه کړي یوو چې د څو بُعدي جګړې په جریان کې هم د اصلاحاتو لپاره لاره هواره کړو.

د ملي یووالي حکومت په تېرو څلورو کلونو کې نويو افغانانو ظهور کړی تر څو د نوي افغانستان رهبري په لاس کې واخلي. دوی په جګړه کې پیدا شوي، او د سختیو او د فرصتونو په هغه څرک کې لوی شوي چې د نړیوالو له خوا له ۲۰۰۱ وروسته برابر شوی. دوی په نړۍ او د افغاني حقیقت پر تریخ پراډاکس پوهېږي. دوی د دې مهارت، ظرفیت، ژمنه او لید لري چې د تحول لسیزې دویمه نیمايي تر ۲۰۲۴ او تر هغه هاخوا رهبري کړي.

ځوان نسل ته وایمزه تاسې دې ته هڅوم تر څو دا جرأت او قرباني ولرئ چې خپل دښمن په غېږ کې ونیسئ، سره یو شئ او خپل هېواد سوکالۍ ته ورسوئ.

په داسې حال کې چې زه په خپلو ځوانو افغان رهبرانو باور لرم، راتلونکی تر ډېره په دې متکي دی چې ایا زموږ نړیوال او سیمه ییز شریکان دغو نويو افغانانو سره متقابلې ګټې او مشترک عوامل پیدا کوي که نه.

ایډیال سناریو به دا وي چې د بدلون دغه نسل سره شراکت وشي، د تحول لسیزه بشپړه شي، سوله وشي او خودکفایي په حقیقت بدله شي. پایله به یې یو با ثباته او ولسواک افغانستان وي، دا په طبیعي منابعو پانګونې ته شرایط برابروي. موږ به وتوانېږو خپلو کډوالو ته هرکلی ووایو، په ټوله نړۍ کې مېشت افغانان منسجم کړو. ښځې به په ټولنه، اقتصاد او سیاست کې خپلې ودې ته دوام ورکوي. غربت به په پراخه پیمانه کم شوی وي. زموږ ادیان، قومونه او ژبې به نور د تفرقې د ابزار په توګه نه استعمالېږي او موږ به په اخلاص یو بل په غېږ کې نیسو چې ټول شموله ملت جوړ کړو. نړۍ به د افغانستان اصليانځور وګوري؛ د ملي میراث له پلوه یو بډایه ځای، ښایسته او زړه راښکونکې منظرې، داسې یو مېلمه پاله اسلامي فرهنګ چې زغم ته ارزښت ورکوي او داسې خلک چې مېلمه پالنې او ملګرتیا کې تعهد لري.

په لنډه توګه یې وایم، موږ کولی شو هغه ارزښتناک داستان چې زمونږ کرکټ ټیم خلق کړی د خپل ژوند په ټولو برخو کې تکرار کړو.

مګر که موږ په سوله کې بریالي نه شو او د اصلاحاتو اجنډا شاته وغورځوو او د تحول لسیزه بشپړ نه کړو، موږ به د تل پاتې کړکېچ سره مخ شو. د سولې د هوکړې په جامه کې پټ د نخبه ګانو تر منځ یوه سیاسي معامله به د حکومتولۍ له لارې زموږ لاسته راوړنې په سیند لاهو کړي، ډیموکراټیکه پروسه به وغولوي او د ځوان نسل او ښځو لاسته راوړنې به له منځه یوسي. غربت او نامساوات به لا ډېر شي. سوله به لنډمهاله وي، او خدای مه کړه په تعقیب به یې د جګړې او نفاق یو بل دور پیل شي.

درېیمه سناریو به دا وي چې نه به سوله وشي او نه به د اصلاحاتو اجنډا بشپړه شي، او نړیوال او سیمه ییز شریکان به افغانستان یواځې پرېږدي. ناګواره بدبختي به یې پایله وي، د دې اړتیا به نه وي چې زه تاسې ته تشریح کړم چې څه به کېږي. موږ افغانان له دغسې یوې دورې تېر شوي يوو، موږ یې تصور کولو ته اړتیا نه لرو. دا به یوه غمیزه وي او د منلو وړ پایله به نه وي، په ځانګړې توګه د دومره قربانیو،پانګونې او هغه لاسته راوړنې چې موږ په تېرو ۱۸ کلونو کې په سختو شرایطو کې تر لاسه کړي.

زه غواړم پر دې ټینګار وکړم دا یواځې وړاندوینې نه، بلکې هغه څه دي چې پخوا شوي او بیا شوني دي. زه ځکه دلته دا یادوم چې موږ ټول مخکې له دې چې وخت تېر وي، خبر واوسو.

خپلو وطنوالو او ستاسې د هېوادوالو د بهبود لپاره صداقت او ژمنتیا دا ایجابوي چې موږ فرصتونه او خطرونه وسنجوو.

د دې کنفرانس عنوان زموږ ژمنې واضح کوي: د راتلونکي تأمینول، سوله، خود کفایي او اتصال. موږ د افغانستان خلک او دولت دې ته ژمن یوو چې د تحول لومړۍ سناریو ته ځان ورسوو.

ډیسپلین او ستراتيژيک صبر اړین دي، مګر د بریا لپاره دې ته اړتیا ده چې یوه سالمه ستراتیژي جوړه شي، او د سیاسي مواقعو په لومو کې بند نه شو.

د یوې ښې ستراتېژۍ هسته له دریو برخو جوړه وي: جدي تشخیص، لارښوده پالیسي او منسجم عمل. خرابه ستراتېژي په دروغجن چوکاټ، ناسم بنیاد او منطق ولاړه وي.

تاسې موږ سره په سختو شرایطو کې ودرېدئ، موږ له تاسو غواړو په هغه سفر کې راسره تر پایه مله پاتې شئ چې د سپټمبر له تراژیدې پېښې وروسته موږ او تاسې پیل کړی. موږ ته اوس طلایي چانس په لاس راغلی چې دغه اړیکه ستاسې او خپلو میلیونونو وګړو تر منځ پایداره وساتو.

ولسواک افغانان به د اپریل د میاشتې په ټاکنو کې خپله پرېکړه وکړي چې کوم لوری ټاکي. د ملي یووالي حکومت د مشرانو په حیث زموږ دنده دا ده چې خلکو ته د رڼو، عادلانه او ټولشموله ټاکنو زمینهبرابره کړو.

موږ په دې هیله یوو چې خلک به راتلونکي حکومت ته د تحول سناریو یو واضح منډیټ په لاس ورکوي. په عین حال کې، موږ به خپل اصلاحات لا ګړندي کړو چې له خپلو اتباعو سره مو پر ټولنیز قرارداد عمل کړی وي او نړیوالې ټولنې سره مو خپلې هوکړې تر سره کړي وي. خدای دې زموږ په هغو هڅو کې برکت واچوي چې موږ یې د خپلې ښې راتلونکې لپاره کوو.

مننه