د اسلامي همکاریو سازمان په فوق العاده ناسته کې د جمهوررئیس محمداشرف غني د وینا ژباړه

د اسلامي همکاریو سازمان په فوق العاده ناسته کې د جمهوررئیس محمداشرف غني د وینا ژباړه

استانبول، ترکیه

۱۳۹۷ کال د غویي ۲۸ / ۲۰۱۸ کال د مۍ ۱۸

د بښونکي او مهربانه خدای په نامه!       

لومړی وزیر رامي حمدالله، اعلیحضرتانو، جلالتمابانو، جناب سکرتر جنرال، اغلو او ښاغلو!

مونږ په یو تراژید وخت کې سره ګورو، د فلسطین ملکي وګړي د خپلو اساسي بشري او سیاسي حقونو د غوښتلو په خاطر خپل ځانونه نذرانه کوي. عجیبه دا ده هغه بې عدالتي چې پر دوی تپل شوې، د هغه تبعیض او تاوتریخوالي د تکرار بېلګه ده چې په  ۱۹ مه او د لومړی پېړۍ په نیمایي کې په ختیځه او لویدیځه اروپا کې د یهودیانو پر ضد شوې وه.

ګتو(Ghetto) او پیل (The pale) فاصله یي او ټولنیز محرومیت زغملی دی په داسې حال کې چې ټول وژنې د یو هویت لرلو په خاطر د ځپلو نښه وه.  د هولوکاست وحشتناکه جنایت چې نړیوال وجدان یې ګنګس او شوک کړ او د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې پر تدوین بدله شوه،  د هغې اجماع ښکارندوی دی چې بشري ضد جنایتونه له تېر پورې تړاو ولري. متاسفانه چې د تاوتریخوالي ترهې زمونږ  ژوند د ویرې او ډار د تګ راتګ پر ځای بدل کړی دی.

تېره اونۍد وژل شویو افغانانو شمېر له فلسطینیانو زیات وو، خو ما ځان په دغه فوق العاده غونډه کې په ګډون مکلف وګاڼه، چې د فسلطین خلکو ته د خپلو هېوادوالو همدلي او خواخوږۍ څرګنده کړم. که ساده ووایم، فلسطین د عربي، اسلامي هېوادونو او د نړۍ په کچه یوه داعیه ده. هغې ته په رسیدو کې ناکامي دڅو نسلونوثبات او هوساینه غلا کړې. د دغې ناکامۍ دوام موږ د تمدنونو د ښکاره منازعې پرځای د تمدنونو له بحث څخه  محرومولی شي.

ولې یو بېړنۍ حالت ونه بلل شي؟ زما وړاندیز دا دی چې دا لاندې پنځه فکتورونه هم مهاله لا زیات وضاحت رامنځته کولی :

لومړی ــ  وضع شوي جنګي قواعد او د جګړه مارانو او ناجګړه مارو ترمنځ توپیر د نا محدودو جنګي کړنو لپاره زمینه برابره کړې؛

دویم ــ د تاوتریخوالي اندازه، پراختیا او دوام، جمعي وجدان بې حسه کړی چې د معلوماتو پراخ جریان پر وړاندې د بې اعتنایۍ لامل ګرځېدلی ده؛

دریم- بې باوري او د راتلونکي  او هغه لوري په اړه ابهام چې نړۍ یې پر لور روانه ده، په اوسني عصر کې یو عمده اړخ ګڼل کېږي؛

څلورم- د بشري او سیاسي حقونو تر منځ خلا او فاصله، په ځانګړي ډول عدالت، انصاف او په اسلامي نړۍ کې د ویجاړونکي واقعیت تغییر، د سولې او ثبات د تحقق لپاره د بین المللي سازمانونو په وړتیا بې باوري زیاته کړې ده؛

موږ د تفاهم او همکارۍ له یو کړکیچ سره مخ یوو چې له امله یې د ګټې ـ ګټې حللارې په ځای په بایللوـ بایللو تمامېږي.  

په ډاګه باید وویل شي چې موږ د اړوندو ستونزو له مجموعې او سخت نړیوال بستر سره مخ یوو. که څه هم راتلونکی خپلول، له تېر څخه عبرت او په اوسني وخت کې له هغې څخه استفاده په تېر بریالي کېدل دي.

د لا زیات بحث په خاطر  لاندې موضوعګانې وړاندیز کوم چې د پام وړ وګرځي:

لومړی- په دې برخه کې  پر بریالیو بېلګو پر تکیې د یو منظم تغییر له لارې د سیاسي ثبات لپاره د چوکاټ جوړول؛

دویم- د هغو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د دولت په دولت د همکارۍ میکانیزم ایجادول چې پکې د جنګ مخته وړلو، د نیابتي جګړو او سرحدونو د ایجاد لپاره د نفوذ انګیزه شتون ولري؛

دریم- له سیمه‎ییزه بریالیو همکاریو نه الهام اخیستل او زموږ پر جمعي ننګونو د بحث لپاره د اصلي بستر په توګه د اسلامي همکاریو سازمان د ظرفیت پر پیاوړتیا موافقه او دغه راز د غړو هېوادونو ترمنځ د سولې کولو میکانیزم؛

څلورم- د فلسطین مسئلې ته رسیدګي او د دوامداره هڅو له لارې د اسرائیل – عرب شخړې د دایمي حل لارې لټول؛

پنځم – مسلمانانو (ښځو او نارینه و) ته  د یوه تمدن او فرهنګ په توګه د اسلام د تشریح په خاطر د یوه کلي تصویر ترتیب او انکشاف او د اسلامي تمدن او نورو تمدنونو ترمنځ د بحث لپاره هراړخیزه هڅه.

موږ په یوه پرانیستې تاریخي زماني مقطع کې ژوند کوو چې په هغه کې د تېر تصورات نور زموږ لارښوونه نشي کولی. پرانیستې زماني شیبه کمیابه وي، د پریمانه خطر او فرصتونو باوجود چې لري یې رهبري او مدیریت په دې زماني مقطع کې ټول اختلافات رامنځته کړي دي. دعا کوم چې موږ پر خپلو جمعي ستونزو برلاسي شو. د فلسطین د خلکو درد او غم چې موږ یې تر دې ځایه رارسولي یوو، له موږ څخه یواځې همدردي نه غواړي، هغوی زموږ ملاتړ غواړي، ترڅو هغه خبیثه حلقه چې د دوی باعزته ژوند یې تروړلی، وپاشل شي. زه باوري یم چې موږ کولای شو خپل جمعي درد او غم په جمعي اقدام  بدل کړو.  

په پای کې، غواړم د دې نوښت په خاطر د جمهوررئیس اردوغان، د ترکیې له دولت څخه د دې ناستې د عالي ترتیب او تنظیم او له دې نوښت څخه د پر وخت ملاتړ له امله  د اسلامي هېوادونو د همکاریو سکرتریت څخه مننه وکړم.

ښه روژه ولرئ، له تاسې مننه

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0