د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې په ۳۶ تدارکاتي موضوعاتو او پروژو د بحث په پایله کې د ۶ میلیارد او ۲۹۰ میلیون افغانیو په ارزښت ۳۲تړونونه منظورشول چې لاندې پروژې په کې شاملې دي:
– د پېروزي استوګنیزې پروژې د C فاز د C1 او C2 برخې د سړکونو د قیرولو قرارداد ؛
– د خوست ولایت د شیخ زاید پوهنتون د معلوماتي ټیکنالوژي (ICT) مرکز او سولر سېسټم د رامنځته کولو قرارداد؛
– د کابل ښار آرتل پله څخه تر عبدالحق څلور لارې پورې د ۴،۷ کیلو متره په اوږدو د سیند د پاکولوپروژې قرارداد؛
– د کابل ښار ۱۵مې امنیتي حوزې اړوند د خیرخانې سیمې د دریمې حصې د سړکونو د قیرولو او جوړولو د پروژې قرارداد؛
– د سیلاب قول اردو د ګمبیري ګارنیزون د ۱۳ پایه جنراتورونو لپاره د اساسي ترمیم په غرض د پرزه جاتو د برابرولو، نصبولو او فعالولو د پروژې قرارداد؛
– د ۱۳۹۶ مالي کال لپاره د لوی درستیز د صحیه قوماندانۍ اړوند د اړتیا وړ طبي ترمیماتي وسایلو او د ۴۶ قلمه پرزه جاتو قرارداد؛
– د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند دوه برخو کې د هیواد شپږو ولایتونو ته له حیرتان بندر څخه د ۱۰۰ زره مټریک ټنه خوراکي غنمو انتقال؛
– د هلمند ولایت ګرشک ښار ته د برېښنا د وېش شبکې لپاره د تجهیزاتو برابرول او تدارک
– د افغانستان برېښنا شرکت د اړتیا وړ د بولک میټرونو ( Bulk Meters) د تدارک او نصبولو قرارداد؛
– د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې اړوند کندهار، ننګرهار، بلخ او هرات ولایتونو کې د ولسي تړون پروګرام د پلي کولو لپاره د همکارۍ په غرض د مشورتي خدمتونو قرارداد؛
– د کورنیو چارو وزارت اړوند د برېښنا سیستم، ایرکنډېشن او جنراتورونو د ساتنې او بیارغونې د دریمې برخې د پروژې پر قرارداد سربیره د همدې وزارت اړوند میدان وردک ولایت کې د مرکزي بیز قوماندانۍ مربوطاتو کې د درې بابه امنیتي پوستو د ساتنې لپاره د ساختماني چارو قرارداد او همداراز د عامه ساتنې او امنیتي تصدي معینیت د اړتیا وړ د ۱۹۱ قلمه پرزه جاتو او د نقلیه وسایطو د ترمیماتو د پروژې قرارداد؛
– د مالیې وزارت اړوند د ۵۳ واحده انټرنټ پروژې د قرارداد د بیې زیاتوالي سره د وخت تمدید؛ په مشروط ډول منظورولو تر څنګ د ګمرکاتو د ۱۹ سايټونو لپاره د ګمرکاتو د اتومات سازي سیستم (Back-UP-Link) په غرض د انټرنټي خدمتونو وړاندې کولو د قرارداد د بیې زیاتوالي سره د وخت تمدید او د همدې وزارت اړوند د ګمرکاتو د ۲۶ سايټونو لپاره د ګمرکاتو د اتومات سازي سیستم (Main-Link) په غرض د انټرنټي خدمتونو وړاندې کولو د قرارداد د بیې زیاتوالي سره د وخت تمدید هم په مشروط ډول منظور شو؛
– د نوي کابل بانک د مرکزي ودانۍ د کرایه ګیري پروژه او همداراز د همدې بانک د ولایتونو او ښاري نماینده ګیو او مرکزي دفتر د فزیکي امنیت د تامین پروژه هم په مشروط ډول منظور شوه؛
– د فواید عامې وزارت اړوند فیض اباد څخه تر اشکاشم پورې د ۱۰۸ کیلو متره اوږد سړک د بیارغونې پروژې څخه د څارنې لپاره د مشورتي خدمتونو قرارداد؛
– د کندهار ولایت شورابک څخه تر سپین بولدک پورې د ۲۳.۹۲ کیلو متره اوږد سړک د څلورمې برخې د جوړولو قرارداد؛
– د پکتیکا ولایت ښرنې څخه تر انګور اډې پورې د سړک جوړونې د څارنې پروژې د قرارداد د بیې د زیاتوالي سره د وخت د تمدید د قرارداد تعدیل؛
– او د کلیو پراختیا او بیارغاونې وزارت اړوند نیمروز، فراه، غور، هرات، بادغیس، فاریاب، بامیان، دایکنډي، بغلان، کندز، سمنګان، پروان،پنجشیر، کاپیسا، کابل، لوګر، میدان وردک، غزني او پکتیکا ولایتونو کې د وګړو تړون ملي پروګرام پلي کولو لپاره د همکارۍ په غرض د مشورتي خدمتونو قرارداد؛
همداراز د ملي تدارکاتو کمیسیون د عامې روغتیا وزارت اړوند د زرقي محلولاتو د فابریکې د ورکړې قرارداد او فواید عامې وزارت اړوند د آقینې بندر د وسپنې پټلۍ د تاسیساتو جوړولو پروژې د بیې د زیاتوالي د قرارداد تعدیل د تخنیکي ستونزو له کبله بیرته ولیږداوه. د عامې روغتیا وزارت د قرارداد په هکله لارښوونه وشوه چې اوسنۍ تدارکاتي پروسه دې فسخه شي او د واحدې سرچینې په وسیله دې تدارکاتي چارې ترسره شي. همداراز د فواید عامې وزارت اړوند پروژې په هکله پرېکړه و شوه چې د ښار او مسکن جوړونې او اقتصاد وزارتونو څخه جوړ یو پلاوی دې د موضوع په اړه پلټنه وکړي او خپل راپور دې د ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړي.
د کمیسیون په دې غونډه کې د کرنې اوبولګولواو مالدارۍ وزارت اړوند شپږو ولایتونو کې د سړو خونو د ډيزاین او جوړولو پروژو د وخت د تمدید د تعدیل قرارداد او د فواید عامې وزارت اړوند د قیصارــ لامان حلقوي سړک د لومړۍ او دوهمې برخې د سروې او ډیزاین قرارداد رد شو.
د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند رد شوې پروژې په اړه لارښوونه وشوه چې د کار د پرمخ بیولو په غرض دې ژر تر ژره ازاده داوطلبي وشي او همداراز دې د پروژې د ترسره شوي کار په اړه د جمهوري ریاست عالي مقام ته میاشتنی راپور ورکوي. سربیره پردې د یاد وزارت چارواکو ته لارښوونه وشوه چې یوه واضح پلټنه دې وکړي او مسئولو چارواکو سره دې د دوی د مناسب مدیریت د نشتوالي له امله قانوني چلند وکړي. د کمیسیون په غونډه کې څرګنده شوه؛ که له تخنیکي پلوه او د کار په چټکتیاکوم اغېز نه کېږي؛ نو د پروژې ډيزاین او ساخت دې له یو بل څخه جلا شي.
د یادونې وړ ده چې د وګړو تړون پروګرام (میثاق شهروندی) د ملي یووالي حکومت له لومړیتوب لرونکو پروګرامونو څخه دی. یاد پروګرام په راتلونکو لسو کلونو کې په لاندې برخو کې د ډېرو پراختیايي او پرمختیايي فعالیتونو ترسره کولو ته ژمن دی:
· · روغتیايي بنسټیز خدمتونه
· · ښوونې ته بنسټيز لاسرسی
· · د کرنیزو ټکنالوژیو ښه والی او د پراختیايي خدمتونو وړاندې کول
· · د اوبو مدیریت چې په هغه کې د څښاک روغتیايي اوبه، اوبه لګول، د سېلابونو کنټرول او روغتیا ساتنه شامل دي
· · د دریمې درجې سړکونو په جوړولو سره د کلیو نښلول
· · او له تجدید وړ انرژۍ څخه ګټه اخیستل.
په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو کمیسیون پر غړیو سربېره د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې پارلماني کاکس، د ولسي جرګې مالي او بودجې کمیسیون، مشرانو جرګې د ملي اقتصاد، مالي او بودجې کمېسیون، سيګار او سیستیکاغوڅ ملاتړ څارونکو برخه اخستې وه.