د عدم انسلاک غورځنګ غړو هیوادونو په اتلسمه سرمشریزه کې د جمهوررئیس محمد اشرف غني وینا

د عدم انسلاک غورځنګ غړو هیوادونو په اتلسمه سرمشریزه کې د جمهوررئیس محمد اشرف غني وینا

باکو، آذربایجان

جمهوررئیس علي اوف، د دولتونو او حکومتونو مشرانو، د بین المللي او سیمه ییزو سازمانونو رئیسانو، آغلو او ښاغلو.

مختل کوونکی بدلون، د اوسنۍنړۍ د وضعیت غالبه ځانګړنه ده. دا چې آیا دغه بدلون د نويو تحولاتو یا یوې ورانوونکې قوې لپاره په یوه چټک کوونکي عامل بدلېدای شي، زموږ د هیوادونو ترمنځ د رهبرۍ او مدیریت په څرنګوالي او کیفیت پورې تړلې ده.  موږ باید اوسنی جوړښت تعبیر کړو، هغه ته د ځواب وینې بڼه باید جوړه کړو او د خپلو خلکو غوښتنې پوره کړو. د همکاریو د ګټو (cooperative advantage)  منل او هرکلی  او د هغو پر اساس عمل، هماغسې چې د باندونګ اصولو پر هغه ټینګار کړی، له مختل کوونکي مسیر سره د مقابلې لپاره به زموږ ټولیزې وړتیا ته زمینه برابره کړي.

د نړۍ اوسنی جوړښت پنځه ځانګړنې لري چې کولای شي زموږ د تګلارو او پالیسیو اساسي ځانګړنې تعریف کړي.

لومړی، د قدرت لپاره سیالۍ بیا راپورته شوې دي، چې پایله به یې د شلمې او یوویشتمې پېړۍ سیاستونه مشخص کړي.

دویم، تر پولو هاخوا د تروریستي شبکو ګواښ منځمهاله او اوږدمهاله دی او د پخوا په پرتله د دولتونو ترمنځ متفاوتو همکاریو او انسجام ته اړتیا لري.

دریم، د جرمي اقتصاد کچه او محدوده، په ځانګړي ډول تر پولو هاخوا د نشه یي توکو د قاچاقي کارتلونو فعالیتونه، په مستقیم ډول په ټوله نړۍ کې د ځوانانو خوشبختي او هوساینه ګواښي.

څلورم، احتمال لري څلورم صنعتي انقلاب د کار، شتمنۍ او خوشبختۍ تعریف ته بېساری بدلون ورکړي.

پنځم، موږ د چاپېریال ساتنې له بدلونونو سره مخ یوو او له دې بدلون سره د مقابلې لپاره باید خپله سیاسي اراده منسجمه کړو.

متاسفانه، د لوبې قواعد چې په فرضي ډول د خپلواکو دولتونو ترمنځ نافذ دي او د هغوی اړیکې کنټرولوي، سربېره پر دې چې د باندونګ له معیارونو او اصولو لرې شوي، زموږ د یو شمېر ګاونډیو هیوادونو له لوري نقض شوي هم دي. په همدې اساس، عدم انسلاک/ د ژمنتیا نشتوالی او مثبته بې طرفي باید یو وار بیا تعریف شي او تازه روح ورکړل شي ترڅو وکولای شي زموږ ټولیزې ګټې تضمین کړي او زموږ د ملتونو او خلکو راتلونکې خوندي کړي.

د عدم انسلاک غورځنګ جوړېدو له وخته او د باندونګ له غونډې تر اوسه، موږ کولای شو خپل پام وړ بریالیتوبونه ونمانځو او له خپلو ناکامیو درس واخلو. هند د ولسواکۍ د نظم په برخه کې نه یوازې خپله انعطاف پذیري او وړتیا ښودلې، سربېره پر دې یې د کسب و کار نوښتونه هم له وړاندې ثابت کړي دي. د ډیموکراسۍ، سولې، ودې او ښې حکومتولۍ په برخو کې له خنډونو سره د هممهاله مبارزې له امله د اندونیزیا وړتیاوې د دې نمانځنې او له هغه څخه د زده کړې لپاره ښکاره دلیل دی.

مالیزیا د لومړي وزیر مهاتیر محمد د ۲۰ ـ ۲۰ لیدلوري په لرلو سره د ټولو هیوادونو لپاره الهام بښونکې ده.

له پخواني شوروي وروسته له افریقا تر قفقاز او منځنۍ آسیا او په ځانګړي ډول د جمهوررئیس علي اوف په مدبرانه رهبرۍ اذربایجان او تر خلیجي هیوادونو پورې، د رهبرۍ او د سیاسي، اقتصادي او ټولنیز لېږد مدیریت په برخو کې داسې درسونه شته چې باید مستند شي او په دقت تجزیه او تحلیل شي. هیله لرم دغه مستند سازي ستاسو [جمهوررئیس علي اوف] په وخت کې چې د عدم انسلاک غورځنګ رهبري پر غاړه لرئ ترسره شي.

متأسفانه، موږ د ډېری ناکامیو شاهدان هم یوو. د پخوانۍیوګسلاویا راپرځول او ورپسې په روانډا کې قومي/ نژادي تصفیه او ټولوژنه او په فلسطین او میانمار کې د تاوتریخوالي دوام او د عزت او انساني کرامت لوټل هغه پېښې دي، چې زموږ وجدانونه ټپي کوي.

موږ، خلک او افغان حکومت څلوېښت کاله بې نظمۍ او ګډوډۍ سره مخ شوو  او د وخت د یوې لویې فاجعې د زېږولو لپاره د یوې صحنې په توګه راڅخه استفاده وشوه.

افغانستان د لسګونه کلونو لپاره د عدم انسلاک غړی او د بې طرفۍ سرسخته ملاتړی و، خو د ۱۹۷۹ په کرسمس کې پر افغانستان د شوروي برید زموږ د ژوند چوکاټ وپاشه. د ورانۍ هغه کچه او اندازه چې زموږ خلک ورسره مخ شول وحشتناکه ده: یو نیم میلیون شهیدان، یو میلیون معلولین، شاوخوا لس میلیونه تنه کډوال او میلیونونه نور کورني بېځایه شوي. د نړیوال بانک د اټکلونو پر اساس، د ۱۹۷۸ تر ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ افغانستان ته د بنسټونو او له لاسه تللو فرصتونو په برخه کې له ۲۴۰ میلیارده ډالرو زیات زیان ورسېد.

د سپټمبر یوولسمې پېښې موږ ته د همکارۍ تازه فرصتونه رامنځته کړل. موږ به تل د ناټو سازمان په چوکاټ کې او له نورو همکارو هیوادونو منندوی یوو، چې زموږ د ازادۍ او امنیت تامین لپاره یې هیڅ ډول مالي او ځاني هڅې نه دي سپمولې.  په ځانګړي ډول، د امریکا متحدو ایالتونو له دوه زرو زیات پوځیان ـ ښځې او نارینه ـ  دې هیواد د ځانونو په قربانولو سره ګرانه بیه پرې کړه. د ۲۰۱۵ کال د جنوري په لومړۍ نېټه افغان ځواکونو ته د جنګي او عملیاتي مسوولیتونو د لېږد له برکته، له هغه مهاله تر اوسه د امریکایي ځواکونو تلفات په پام وړ ډول کم شوي دي او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ۹۰ سلنه عملیات په یوازې ځان ترسره کوي.

که چېرې طالبانو او ملاتړو یې، چې ورته پناه ځایونه او شبکه یي ملاتړ برابروي، د سولې وړاندیز منلی وای اوس به د بین المللي ځواکونو شمېر ډېر کم وای او په افغانستان کې به یې دوامداره حضور نه احساسېدای. متاسفانه، طالبان چې پناه ځایونه، نشه یي توکي او په نړیواله کچه تروریستي شبکو سره اړیکو ورته د فعالیت زمینه برابره کړې، د ملکیانو وژل پیل کړي او د خپل تاوتریخوالي په مکتب او فکر او ورانکارۍ د پانګونې په پراختیا سره هڅه کوي موږ له منځه یوسي.

په همدې اساس، پایداره سوله زموږ لومړیتوب دی او موږ په بشپړ ډول خپلو خلکواو سیمې ته د سولې راوستو ته ژمن یوو. د عدم انسلاک غورځنګ د اصولو پر اساس، موږ خپلو ګاونډیو ته د دوستۍ لاس ورکوو او طالبانو سره د سولې په اړه خپل وړاندیز نوی کوو.

خو نننی افغانستان، ۱۸ کاله پخوانی هیواد نه دی. لومړی، ولسواکي زموږ په هیواد کې د ټينګېدو په حال کې ده. د [۲۰۱۸] د اکتوبر په څلورمه، په بریالي ډول د پارلماني ټاکنو له ترسره کولو وروسته، موږ په افغانستان کې د جمهوري ریاست تر ټولو شفاف او ټولشموله ټاکنې ترسره کړې، چې پایلې به یې ډېر ژر اعلان شي.

دویم، موږ د خپل امنیت مسوول یوو. زموږ له ۳۵ زرو څخه زیات رضاکاره او اتل ځواکونه په شهادت رسېدلي او قربانی یې ورکړه ترڅو زموږ خپلواکي، عزت او اساسي قانون وساتي.

دریم، د قانون حاکمیت او حکومتولي د بنسټیزه کېدو په حال کې دي او زموږ ټولې اړیکې د اساسي قانون له چوکاټ سره سم رامنځته کېږي، ځکه موږ له څلور سوو زیات قوانین چې زموږ اساسي قانون ته معنی او مفهوم ورکوي، تصویب او رسماً اعلان کړل.

څلورم، موږ د دې پر ځای چې په وچه کې یو ایسار هیواد یوو، د اسیا پر څلورلارې د بدلېدو په حال کې یوو. موږ اوسمهال د دې ویاړ لرو چې د مرکزي اسیا، سویلي اسیا، ایران، چین او خپلو نورو ګاونډیو سره د اتصال محور یوو. سربېره پر دې موږ د هوا او اوبو له لارې له هند او نورو ګاونډیو سره وصل شوي یوو.

پنځم، پام وړ هغه بدلون چې په افغانستان کې رامنځته شوی، نسلي او د جنډر [جنسیتي] بدلون دی.افغان مېرمنې د خپل ځان استازیتوب کوي او په اغېزناکو او صلاحیت لرونکو بستونو کې دندې ترسره کوي. د یادولو ده چې نسلي بدلون د ترسره کېدو په حال کې دی او افغانانو ته یې د رهبرۍ موقف ورکړی، له همدې امله ده، چې هغوی د ځان لپاره له ۴۰ تر ۵۰ کلونو لیدلوری جوړوي، نه له ۴۰ تر ۵۰ ورځو لیدلوری.

هغه روښنایي چې له دې نسلي بدلون څخه ترلاسه شوې دا ده چې اوس افغانستان په بشپړه توګه چمتو دی ترڅو د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسه رهبري کړي، چې له مخې یې افغانان او حکومت خپل ټول شریکان د هغه بهیر پر لوري بیایي چې زموږ لپاره به پایداره سوله او تلپاتې زغم له ځان سره ولري.

له بل لوري،  موږ د ځان بسیاینې پر لور روان یوو او توانېدلي یوو چې خپل عواید ۹۰ سلنې ته لوړ کړو. موږ  اراده لرو چې په هرو دوو کلونو کې خپل عواید دوه برابره کړو.

د خلاصې په ډول، یو ولسواک، امن او هوسا افغانستان به خپلو ګاونډیو او  د اسیا او نړۍ په کچه خپلو شریکانو ته د یوې پانګې په ډول او نړیوالې ټولنې او د عدم انسلاک غورځنګ ته د باور وړ همکار وي.

په همدې اساس، راځئ پر دې فکر وکړو چې څه ډول کولای شو د لوبې د قواعدو په پېروۍ د بې طرفۍ مفهوم لرونکو اصطلاحاتو او عدم انسلاک داسې مثبت ډول جوړ کړو، چې شپېته کاله وړاندې مو بیان کړي وو. له افغانستان څخه باید د نیابتي جګړو د میدان یا داسې ځای په توګه استفاده ونشي چې د ګاونډیو او د نړۍ د نورو هیوادونو له لوري ورته نامطلوب عناصر واستول شي.

موږ په سوله او هوساینه کې د ژوند کولو حق ترلاسه کړی او خپل هدف ته رسېدو ته هوډمن یوو.

په پای کې، د غونډې جناب رئیس، اجازه راکړئ له تاسو او د اذربایجان د خلکو له ګرمې مېلمه پالنې مننه وکړم. همداراز په تېرو کلونو کې د عدم انسلاک غورځنګ د رهبرۍ په خاطر له جمهوررئیس مَدیرو او تاسو ته د دې رهبرۍ د انتقال له امله مننه کوم.

مننه