د کاکړ تاریخ بنسټ د پرانیستې مراسمو کې دجمهوررئیس محمداشرف غني د وینا متن

د کاکړ تاریخ بنسټ د پرانیستې مراسمو کې دجمهوررئیس محمداشرف غني د وینا متن

د ملي راډیو تلویزیون تالار- کابل

بسم الله الرحمن الرحیم

 ډېرې محترمې ګرانې خورې مریم کاکړ، کاوون جان، سباوون جان او خوږه کاکړ، ټولو محترمو حاضرینو،استادانو، محصلانو، وروڼو او خویندو او د کاکړ صیب مینه والو السلام علیکم،

زه نن دلته د یو داسې چا په باره کې خبرې کوم چې په لسګونو کلونو مې له نژدې ورسره پېژندل او مخکې تر دې چې په لومړي ځل یې ووینم، هم مې پېژانده. ځکه دی د قلم څښتن و. علمي آثار یې لیکل او مهمې ژباړې یې کولې. ما دی د خپلو آثارو له لارې پېژندلی و.

 په دیارلس سوه پنځوسمو کلونو کې چې زه زلمی او د کابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کې پوهیالی وم، د کاکړ صاحب دوه کتابونه ډېر مطرح وو. یو د ( تاریخ څه ته وایي؟ ) په نوم  کتاب و چې ده ترجمه کړی و. او بل د کاکړ صاحب د ماسټرۍ د دورې تېزس و چې په کتابي شکل چاپ شوی او ډېره توجه یې جلب کړې وه.

 تاریخ څه ته وایي؟ د دانشمند ایچ کار  ډېر مهم اثر دی. ایچ کار د اکتوبر انقلاب د عصر په باره کې یو داسې مورخ دی چې نړیوال شهرت لري. البته، تاریخ څه ته وایي؟ تاریخ نه دی، بلکې د تاریخ د علم په باره کې کتاب دی. د تاریخ علم هغه پوهنه ده چې مسلمان عالم او مفکر ابن خلدون یې بهترین بنسټګر بللای شو. د ایچ کار ( تاریخ څه ته وایي؟) د همدې پوهنې یو معاصر مهم اثر دی. ما د محصلۍ په کلونو کې د ایچ کار اکثره آثار په دقت لوستي وو.

 په دې خبره تاکید پکار دی چې پوهاند کاکړ د انګلیسي ژبې د  پېچلو علمي مطالبو په پښتو کولو او روانه، اسانه ژبه بیانولو کې خاص استعداد درلود.

 دلته پوښتنه پیدا کېږي چې د افغانستان یوه نامتو مورخ ولې په دوامداره توګه په ژباړه بوخت و؟ زما په اند، د دې شي دلیل دا دی چې کاکړ صاحب غوښتل په هغو علمي اساساتو باندې چې دوی تاریخ لیکه، نور هم وپوهوي. د مهمو آثارو په ژباړلو کې د ده نقش د امریکا د شلمې پېړۍ د لومړۍ نیمایي د مشهورو مورخانو نقش ته ورته دی. په ذکر شوې موده کې د امریکا اکثرو لویو پوهانو د جرمني، فرانسوي، ايټالوي او نورو اروپایي ژبو میتودونه او لیدلوري په امریکایي پوهنتونونو کې عام کړل.

 د کاکړ صاحب د ماسټرۍ او دوکتورا د تېزسونو یو لوی خصوصیت دا و چې هم د انګلیسي او هم د افغاني منابعو د ډېرې دقیقې پرتلې په اساس لیکل شوي وو. کاکړ صاحب د سراج التواریخ له هرې پاڼې سره اشنا و. همدا راز د بریتانیا، هندوستان او نورو ځایونو له منابعو یې دقیقه استفاده کړې وه چې په دې ډول د افغانستان د معاصر دوران حالات تحلیل او څرګند کړي. د افغانستان د تاریخ هغه دوران چې کاکړ صاحب په خپلو تېزسونو کې ورباندې خبرې کوي، زموږ وخت ته نژدې دی او په همدې وجه متفاوت بحثونه ورباندې کېږې لکه چې استاد احمدي ورته اشاره وکړه، ډېر اختلاف نظر ورباندې شته، نو ځکه ویلای شو چې بیا بیا کتنه به ورته وشي او مختلف تعبیرونه او  نظریات به وړاندې شي، مګر په  دې کې شک نشته چې د کاکړ صاحب کتابونه به همېشه ولوستل شي او بیا بیا به نقد ته وړاندې   شي، ځکه په دغه دوران باندې د پوهېدو لپاره د کاکړ صاحب آثار د اساسي تحقیقاتو حیثیت لري.

 هغه وخت چې ما کاکړ صاحب ولید او له نژدې نه مې وپېژاند، دی له هاروارد پوهنتونه تازه راستون شوی وو او اوچت نوم یې درلود، مګر له ټول نوم او شهرت سره سره ډېر متواضع انسان و او هیڅ وخت یې په خبرو او بحثونو کې د دې یادونه نه کوله چې د انګلستان او امریکا په مشهورو پوهنتونونو کې یې تحصیل کړی دی ، یا یې د دنیا له نامتو پوهانو سره لیدنې کتنې کړي دي.

 د ده شخصیت یو سپېڅلی افغاني شخصیت و. زه له کاکړ سره په ډېر لږ وخت کې دوست او همکار شوم. د کاکړ صاحب او مجروح صاحب کورونه په پل سوخته کې وو. ما به  دوی په موټر کې پوهنتون ته راوستل او دلته به غوث شجاعي، رسول امین او شپون صاحب هم راسره ملګري شول. الله تعالی دې دوی ټول وبخښي. موږ به په یوه سړه خونه کې ناست وو او بې خونده نس کافي مو غنیمت ګڼله خو بحثونه مو تاوده او خواږه وو. هم به د ځوانو همکارانو او محصلانو د ښوونې او روزنې په طریقو غږېدو، هم مو په افغانستان پېژندنه ژور بحثونه کول، هم به له وطن سره د مینې او ژمنې بحثونه وو.

 کاکړ صاحب لکه څنګه چې له کشرانو او همزولو سره یار او ملګری و، دغسې یې د علمي او ادبي مشرانو، مثلا حبیبي صاحب، الفت صاحب، بېنوا صاحب، ريشتین صاحب، رښتیا صاحب، کهزاد صاحب او نورو ډېر عزت کاوه.

 د کاکړ صاحب تواضع له اخلاقي او سیاسي جراات سره تړلې وه. ده د ثور له کودتا او شوروي یرغله وروسته ډېر قوي دریځ ونیو او پنځه کاله یې په بند کې تېر کړل. په دې موده کې زه د دوی له کورنۍ سره همېشه په رابطه کې وم او د ده فداکاري زموږ  ټولو لپاره د ویاړ خبره وه.

 د پوهاند کاکړ د  شخصیت او علمي کارنامو په اړه پوهانو او لیکوالو خبرې کړې دي او لا زیاتې خبرې به ورباندې وشي، خو زما خپله نتیجه ګېري په دې ټکو کې خلاصه کېږي:

 یو، د نوې میتودولوژي په اساس تاریخ لیکنه کې، په افغانستان کې د کاکړ صاحب نقش د یوه بنسټګر نقش دی. دلته د ده نقش زموږ د ستر مورخ کهزاد صاحب سره ډېر ورته دی.

دوم، د معاصر افغانستان په تاریخ لیکنه کې کاکړ صاحب یو داسې مقام لري چې هر بل مورخ که په دې موضوع لیکنه کوي، نو د کاکړ صاحب د آثارو لوستلو او نقد کولو ته به ځان مجبور احساسوي.

 درې، په پښتو ژبه کې د تاریخي ـ علمي مفاهیمو په ایجاد کې کاکړ صاحب خاصه ونډه او برخه لري.

څلور، کاکړ صاحب د پوهنتون د استاد په حیث ګڼ شاګردان روزلي او تربیه کړي دي.

 پنځه، د کاکړ صاحب سیاسي تقوا او دریځونه هم خاص اهمیت او مقام لري.

 د داسې کس نمانځل او قدرداني زموږ لپاره د یوه فرد نه، بلکې د یوې عنعنې نمانځنه اوقدرداني ده. د کاکړ صاحب له کورنۍ او ټولو دوستانو مننه کوم چې د هغه په نوم د تاریخ د بنسټ جوړولو اقدام یې کړی دی.

 له بده مرغه، په پېړیو پېړیو، زموږ اکثرو محققانو او لیکوالانو داسې امکانات نه درلودل چې ژوند په کافي اندازه علمي او ادبي کارونو ته وقف کړي.

 د یوې ټولنې ثبات یوازې له دولت جوړونې او مارکیټ جوړونې سره تعلق نه لري. یوه ټولنه مشترکو ملي ارزښتونو ته اړتیا لري او ملي وحدت باید یوازې په شعار کې نه، بلکې په عمل کې هر وګړي ته ثابت شي.

 تاریخ عموما دوه برخې لري. یوه یې د مشترکو ارزښتونو، قربانیو، سترو لاس ته راوړنو او مشترکو باورونو برخه ده چې یو ماشوم، ځوان یا بل هر وطنوال په دې باوري کوي چې دوی د دې وطن مالکان دي. دوی په خپل وطن کې حقوق او وجایب لري او له زرګونو کلونو راهیسې د خپل وطن وارثان او ساتندویان دي.  د تاریخ بله خوا د دردونو، کړاوونو، ظلمونو، تاوتریخوالي او بې عدالتیو نښې نښانې دي.

 د دې لپاره چې روښانه سبا ولرو، پکار ده  د پرون او بل پرون د فاجعو په تیارو کې زنداني پاتې نه شو. مستبدانو که کله منارونه جوړول نو دې ته یې نه کتل چې چېرته دې وي او چېرته دې نه وي، بلکې د افغانستان په  هر ځای کې ېې وینې بهولې دي.

  مستبدانو که مشروطه خواهان توپونو ته تړل، دا ورته مهمه نه وه چې مورنۍ ژبه یې کومه وه او کومه نه وه.

 تاریخ لیکونکو ته پکار ده چې د ماضي دواړه برخې، مثبتې او منفي برخې په نظر کې ونیسي او تعادل ته پام وساتي، څو  په دې ډول په دواړو برخو باندې ښه پوه شو. زه په دې باور یم چې د افغانستان لرغوني تاریخ ته توجه، زموږ د راتلونکي ثبات او سوکالۍ لپاره ضروري ده. افغانستان په ماضي کې د اسیا په فرهنګي، سیاسي او اقتصادي څلورلاره کې واقع وو او دغه موقعیت باید یو ځل بیا تر لاسه کړو.

 له بلې خوا، زموږ د هېواد د هرې سیمې او هر ولایت له فرهنګي خصوصیاتو او تاریخي ویاړونو سره اشنایي به د دې موجب شي چې خپل مشترک ویاړونه لا ښه وپېژنو او درک یې کړو. دغه درک به له موږ سره مرسته وکړي چې هر افغان له بل افغان سره د مساوات په اساس متکي، روښانه سبا ته په شریکه کار وکړي. موږ د یو بل له درکه پرته د وحدت بله لاره نه لرو. په دردونو باندې غور پکار دی، خو د دې لپاره نه چې یو بل ته په کرکه وګورو. زما په اند د ټولو افغانانو دردونه مشترک دي او یوازې د ادا طریقه یې فرق کوي. موږ هر یو فریاد کوو چې زما کلی سوځېدلی دی او د هغه درد مو نه هېرېږي، خو خبره دا ده چې زموږ ټولو کلي سوځېدلي دي.

  هدف باید دا وي چې آینده باندې باور ولرو او له اوس نه اعظمي استفاده وکړو. مشهور قول دی چې هغه خلک چې تاریخ نه زده کوي، تاریخ تکراروي. د کاکړ بنسټ او پوهانو، خصوصا ځوانو محصلانو هدف باید دا وي چې د تاریخ د تکرارولو مخه ونیسي.

د ښې آیندې د لرلو او د ترخو پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره پکار ده چې په خپل تاریخ باندې پوه شو.

من یقین دارم، ما می‌توانیم که بالای فاجعه های تاریخی خود کامیاب شویم و بخش زندۀ آن را که بر اساس آن، هویت ملی و احساسات قلبی ما حرکت می‌کند و جریان می‌دارد، مورد توجه و افتخار قراردهیم. به این‌صورت روح پوهاند کاکړ همیشه شاد خواهد بود، از این جهت که بنیاد کاکړ درچاپ آثارش موفق‌تر باشد، خواهش من این‌است که سال آینده، سال صدمین سالگرد استقلال افغانستان می‌باشد و ما هزارسال تاریخ دری، تاریخ پشتو و تاریخ ازبکی را و ارتباط این سه زبان ملی را با هم تجلیل می‌کنیم. بنیاد کاکړ در این بخش پیش‌قدم شوند و ما تعهد می‌کنیم که آثار عمدۀ تمام نویسندگان خود را در این بحث عمدۀ ملی انشاء‌الله و تعالی به چاپ خواهیم سپرد.

 تل دې وي افغانستان

 زنده باد افغانستان

یشه سن افغانستان