کابینې د ۱۳۹۷ مالي کال د وسط ارزونه کې د ملي بودیجې تغیرات په پرنسپ کې تائید کړل

کابینې د ۱۳۹۷ مالي کال د وسط ارزونه کې د ملي بودیجې تغیرات په پرنسپ کې تائید کړل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن له غرمې مخکې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د مالیې د مخکېني وزیر اکلیل حکیمي ته د هغه د کړنو د قدردانۍ په خاطر د غازي امان الله خان عالي دولتي مډال ورکړ.

وروسته ښاغلي حکیمي د استعفا منلو له امله د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس مننه وکړه وې ویل، د مالیې وزارت په هڅو او د هېواد د جمهوررئیس په ملاتړ له مرسته کوونکو بنسټونو سره ارتباطات لوړې کچې ته رسېدلي او د بودجوي دسپلین بنسټ چې افغانستان تمویل کړای شي اېښودل شوی.

وروسته، د هېواد جمهوررئیس د مالي مدیریت، اقتصادي ډیپلوماسۍ، د ملي عوایدو او په سیمه په تېره مرکزي اسیا کې د افغانستان د مقام  د لوړولو ، د مالي سیستم د رامنځته کولو او په مسلکي کدرونو د موثرمدیریت په برخو کې د مالیې د مخکېني وزیر اکلیل حکیمي کړنې وستایلې.

همدارنګه جمهوررئیس د کابینې په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې صافۍ ته هرکلی ووایه او په چارو کې یې ورته د لازیاتې بریا هیله وکړه.

د اجنډا مطابق اکلیل حکيمي د ۱۳۹۷مالي کال په وسط کې د ملي بودجې تغییرات غونډې ته وړاندې کړل او وې ویل، عادي بودجه کې د نظامي او ملکي تقاعد د حقوقو برخه، د پالیسۍ کوډ، د جوماتونو او تکایاو د امنیت لپاره د امنیتي سکتور بودجه، د شهیدانو د ورِثې لپاره د کورونو او اپارتمانونو جوړول، د اکرامیې لګښت، په مختلفو ادارو کې د تنخوا کمبود او نور موارد زیات او ترسره شوي. همدارنګه د انکشافي بودجې زیاتوالي کې دقراردادونو  برخه، نویو پروژو کې د بودجې کموالی او د هغو پروژو د پیسو کموالی چې د مالي کال تر پایه یې د لګولو وړتیا نه لري، شامل دي.

کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته د ۱۳۹۷مالي کال په وسط کې د ملي بودجې تغیرات په پرنسیپ کې تائید کړل او د مالیې وزارت یې موظف کړ چې یاده بودجه د کډوالو او راستنېدونکو چارو، ښارجوړولو او کانونو او پترولیم وزارتونو د تنقیص وړ وجوه او پیشنهاد شوي زیاتوالي ته په کتو تصحیح او پړاونه یې بشپړ کړي.

همدارنګه کابینې مالیې وزارت موظف کړ چې په ګمرکونو په ځانګړي ډول امنیتي برخو کې  اساسي اصلاحات عملي کړي، وزارتونو ته دې د بودجې اجرا د هغوی له لورې د عوایدو په لوړولو سره مشروطه کړي، بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو کې دې دا کار په دیپلوماتیکه، حقوقو او د دولت قضایاو په برخو کې د کدري اصلاحاتو په شرط عملي، له دولتي املاکو څخه د موثرې استفادې په خاطر دې د عامه خصوصي مشارکت لپاره مالي کمېټه جوړه، د ولایتونو په تفکیک دې د بودجې مصرف او له اړوندو بنسټونو سره دې د دولتي بهرنیو سفرونو واضح میکانیزم ترتیب کړي.

کابینې په همدې ترتیب مالیې وزارت له اړوندو بنسټونو سره په همکارۍ موظف کړ چې له وچکالۍ او سېلابونو سره د مبارزې په موخه دې لنډمهاله او اوږدمهاله بودجه په پام کې ونیسي او د افغانستان د معلولیت لرونکو کسانو او شهېدانو وارثانو څخه د ملاتړ ادارې بودجه دې د ملي شورا له تائید وروسته هغې ادارې ته واستوي.

کابینې اړوندو وزارتونو ته دنده وسپارله چې د فساد ضد مبارزې په اړه خپلې ژمنې عملي کړي، په ولایتونو کې دې شته کدرونه وارزوي او د تعییناتو پروسې په روڼتیا کې دې هڅې وکړي، د ولایتونو له والیانو سره دې د خپلو ژمنو په اړه لازمه همغږي ولري او همدارنګه دې د تالارونو، جامع جوماتونو او د ولسوالیو د اداري ودانیو د جوړولو پلان او د وارداتو او صادراتو د بېلانس پلان طرحه ترتیب کړي.

دغه راز د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې امنیتي او دفاعي ارګانونه، د ولایتونو والیان او ولسوالان موظف کړل چې د ټاکنو په پروسه کې مداخله ونه کړي او خپله بې‎طرفي دې حفظ کړي.