د جلالتمآب جمهور رئیس د خواښینۍ پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم
 
 
 
په خواښینۍ سره مې اطلاع حاصله کړه چې مشهور افغان ژورنالیست اکبر ایازي د ورپیښې ناروغۍ له کبله وفات شو.
انا لله و انا الیه راجعون
 
ارواښاد اکبر ایازي په امریکا غږ راډیو کې د مرکزي او جنوبي آسیا د څانګو د مشر په حیث کار کاوه او تر دې له مخه یې د ازادي راډیو د جنوبي او مرکزي اسیا د مشر په حیث کار کړی و. ده تر مهاجرېدو له مخه په وطن کې هم په ملي راډیو تلویزیون کې خدمت کړی و. د ارواښاد ایازي خدمتونه د قدر وړ دي او وفات یې یوه لویه ضایعه ده.
 
د اکبر ایازي مرحوم د وفات په مناسبت د هغه درنې کورنۍ، دوستانو، همکارانو او د افغانستان ژونالیستانو ته تسلیت وایم. الله تعالی دې یې وبخښي.
 
آمین یا رب العالمین
 
محمد اشرف غني، د افغانستان د اسلامي جمهوریت رئیس