جمهورئیس غني په کابل کې د چین استوګن سفیر ته د علامه سید جمال الدین افغان دولتي نښان ورکړ

جمهورئیس غني په کابل کې د چین استوګن سفیر ته د علامه سید جمال الدین افغان دولتي نښان ورکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماښام په کابل کې د چین ولسي جمهوریت استوګن سفیر یاوجینګ ته  د مخه ښې کتنې پرمهال د نوموړي د خدمتونو او کوښښونو د قدردانۍ په موخه، هغه ته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې په ارګ کې ترسره شول د سید جمال الدین افغان دولتي نښان ورکړ.

په دې اړه د جمهور رئیس په فرمان کې چې د جمهوري  ریاست فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر ولوست راغلي، ښاغلي یاوجینګ په افغانستان کې د خپل ماموریت پرمهال د افغانستان او چین تر منځ د ښو او هر اړخیزو دوستانه اړیکو په ټینګولو او پراخولو، د دوه اړخیز باور د لا زیاتولو، د مرستو جلبولو، تنظیمولو او رسولو په برخه کې دپام وړ او پرلپسې هلې ځلي کړي دي.

د هېواد جمهوررئیس له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د چین ولسي جمهوریت د مرستو او همکاریو د جلبولو په برخه کې د هغه د هلو ځلو مننه وکړه اونوموړي ته یې په راتلونکو دندو کې د لا بریالېتوب هیله وکړه.

جمهوررئیس غني د افغانستان جغرافیایي موقعیت ته په اشارې وویل، افغانستان د سیمې د هېوادونو ترمنځ د یوه ارتباطي پُل په څیر دی چې د سیمې په نښلېدو کې اساسي رول لري او چین به د واخان کورېدور له لارې منځنۍ اسیاته لار ومومي.

ښاغلي یاوجینګ له جمهور رئیس څخه د هغه د خدمتونو د تقدیر په خاطر د نښان  ورکولو له امله مننه وکړه وې ویل، په افغانستان کې د خپل ماموریت پرمهال مې دا باور ترلاسه کړ چې د افغانستان حکومت په ځانګړي ډول د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د جمهوررئیس  غني هڅې مهمې او ارزښتناکه دي.

هغه په افغانستان کې د خپل ماموریت په ترسره کېدو د خوښۍ څرګندولو تر څنګ وویل، افغانستان به یې تل په یاد وي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0