جمهوررئیس غني په اریانا افغان هوايي شرکت کې د بنسټیزو اصلاحاتو د تطبیق څرنګوالی وارزاوه

جمهوررئیس غني په اریانا افغان هوايي شرکت کې د بنسټیزو اصلاحاتو د تطبیق څرنګوالی وارزاوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماسپښين د اریانا افغان هوايي شرکت له مسوولینو سره په کتنه کې په دغه شرکت کې د مالي، اداري، بشري، تخنیکي، عملیاتي او سوداګریزو چارو د معیاري کولو په خاطر د اساسي اصلاحاتو د تطبیق د څرنګوالي راپور واورېد.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه په پیل کې د اریانا افغان هوايي شرکت رئیس وویل، د مصارفو څرنګوالی یې ارزولی او فعلاً د اریانا افغان هوايي شرکت د خپل زیان کچه له ۹ څخه ۳ سلنې ته راټیټه کړې ده.

هغه زیاته کړه، دغه شرکت د مجربو ځوانانو د جذبولو په موخه له کابل پوهنتون سره تفاهم لیک لاسلیک کړی چې له استخدام وروسته به د مسلکي زده کړو د ترلاسه کولو په خاطر بهر ته واستول شي.

جمهوررئیس غني په دې اړه وویل، تحرک رامنځته شوی، خو سرعت کم دی.

هغه زیاته کړه، د باختر شرکت د احیا کولو او د اریانا افغان هوايي شرکت د پیاوړتیا په برخه کې دې منظم پلانونه ترتیب او په هرو دوه اوونیو کې دې د پرمختګ راپور وړاندې شي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، د هر ډول مداخلې په صورت کې دې چې د اصلاحاتو پروسه زیانمنوي، متخلفین عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.