جمهوررئیس غني: افغانستان د بیان ازادۍ د دفاع په لومړۍ کرښه کې دی

جمهوررئیس غني: افغانستان د بیان ازادۍ د دفاع په لومړۍ کرښه کې دی

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د مرکز او ولایتونود حکومتي بنسټونو ویاندویانو سره چې په دې وروستیو کې یې په کابل کې د معلوماتو رسولود پیاوړتیا په دویم ملي کنفرانس کې ګډون کړی وو، وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویاندې منیره یوسفزاده خبرې وکړې او په هېواد کې د معلوماتو رسولو پیاوړتیا ته د جمهوررئیس د پاملرنې مننه یې وکړه.

هغې زیاته کړه، د معلوماتو رسولو د پیاوړتیا په دویم ملي کنفرانس کې چې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې جوړ کړی و، د ټول افغانستان ۱۰۱ حکومتي ویاندویانوګډون کړی وو او د معلوماتو رسولو په همغږۍ، پر وخت د معلوماتو رسولو، د دښمن د تبلیغاتو پر وړاندې د مبارزې پر ډولونو، دګټورو معلوماتو رسولو، د رسنیو د توقع د مدیریت، د څېړنیزو راپورونو د ارزښت او معلوماتو رسولوکې د خلکود ګډون په اړه هراړخیز بحث وشو.

مېرمن یوسفزاده زیاته کړه، حکومتي ویندویانوتل هڅه کړې، چې خلکو ته د معلوماتو رسولوکې د حکومت ژمنه بیان کړي او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلولۍ او د تروریستانو اصلي څېرې خلکو ته افشا او په اړه یې معلومات ورکړي.

وروسته د پروان ولایت ویاندې مېرمن وحیدې شهکار او د خوست ولایت د ښاروالۍ ویاند لمرنیازي د ویندویانو په استازیتوب خبرې وکړې او د ویندویانو ترمنځ د همغږۍ رامنتځته کولو، تجربو شریکولو او ګټورو زده کړو لپاره یې د دغه ډول کنفرانسونو جوړول ارزښتناک وبلل.

هغوی د ښې اطلاع رسولو لپاره د خپلو وړاندیزونو ترڅنګ وویل، د امنیتي ګواښونو باوجود تیار دي، چې خلک د حکومت له لاسته راوړنو خبر کړي.

د هېواد جمهوررئیس د ویندویانو د خبرو له اورېدو وروسته، هغوی د حکومت ژبه او سترګې وبلل او د هغوی د هڅو مننه یې وکړه.

جمهوررئیس غني وویل: مونږ په یو ملي بحث کې یوو، د افغانستان د ټولنې اجماع د ملي بحث له لارې شونې ده. ستاسو دنده دا ده، چې د ټولنې د نبض په تشخیص، د خلکو د نظرونو په درجه بندي او د محلي نظرونو په ارزونې سره دغه بحث ته لوری ورکړئ.

جمهوررئیس د افغانستان سیمه ییزو ستونزو او په هېواد کې ۴۰ کاله جګړې ته په اشارې وویل، اوس ماحول بدلون کړی او له رامنځته شوي فرصت څخه په استفادې، تر راتلونکو دوو کلونو پورې به د افغانستان ستونزو ته د پای ټکی کښودل شي.

هغه زیاته کړه: د سولې په اړه د افغانستان دریځ، له تروریزم سره مبارزه او له ازادۍ څخه دفاع ټولو نړیوالو ته روښانه او د منلو وړ دي او د نړۍ ټول هېوادونه مونږ سره موافق دي او زمونږ د دریځ ملاتړ کوي. محمداشرف غني وویل، افغانستان د بیان ازادۍ د دفاع په کرښه کې قرار لري.

جمهوررئیس غني دغه راز زیاته کړه، د ملي یووالي حکومت په لومړیو دوه کلونو کې ډېر وخت د هېواد بقا ته وقف کړ، خو اوس د افغانستان د بقا ستونزه حل شوېده او د دې وخت رارسېدلی چې په بشپړ تعهد د بحران د حل او تلپاتې سولې  پر لورحرکت وکړو.

محمداشرف غني زیاته کړه: په ملي بحث کې باید خلکو ته تشریح شي چې دا د افغانستان جګړه نه ده، بلکې پر افغانستان جګړه ده او موږ تلپاتې سوله غواړو.

جمهوررئیس د غیرمسووله وسلوالو فعالیت ته په اشارې وویل، ویندویان باید خلکو ته معلومات ورکړي ، تر څو هغوی د بې عدالتۍ، بې قانونۍ او خپل سریو پر وړاندې د چوپتیا له فرهنګ څخه ډډه وکړي.

د هېواد جمهوررئیس د سولې بین الافغاني والی مهم اصل وباله وې ویل، موږ له حزب اسلامي سره د بریالۍ سولې تجربه لرو، موږ باید خپل مسایل په اساسي ډول تحلیل او بحث کړو او یوې پایلې ته ورسېږو. هغه زیاته کړه: خکو ته باید قناعت ورکړل شي چې تلپاتې سوله یوه اړتیا ده او پر موږ باید بشپړ باور ولري.

د هېواد جمهوررئیس په سیاست، اقتصاد، قضائیه قوه، اداره او امنیتي سکتور کې رامنځته شوي اصلاحات د حکومت د مهمو لاسته راوړنو په توګه یادکړل.

جمهوررئیس محمداشرف غني زیاته کړه، د هېواد ملي اردو کې پام وړ اصلاحات رامنځته شوي دي او نن ورځ په دې ځواکونو کافي اعتبار شته او همدا کار د دې لامل شوی چې د هېواد هوایي ځواکونه د امریکایي هلیکوپترو خاوندان شي.

هغه دېته په اشاري چې د ملي پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو پروسه هم جریان لري وویل: د هېواد قضائیه قوه په ځانګړي ډول لوی څارنوالي او ستره محکمه د اصلاحاتو بېلګه او استازي دي، ما د هغوی په هېڅ پرېکړه کې مداخله نه ده کړې او په مرکز او ولایتونو کې د هیڅ مقام لاسوهنه د منلو وړ نه ده.

د هېواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې له ویندویانو وغوښتل خلکو ته واضح پیغام ورسوي چې په ټول افغانستان کې متوازن پرمختګ کېږي او د حکومت کار هدف مند دی. 

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0