د غوراوي کمېټې خپل کاري راپور جمهور رئیس ته وړاندې کړ

د غوراوي کمېټې خپل کاري راپور جمهور رئیس ته وړاندې کړ

د غوراوي کمېټې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د یو کمبود غړي د معرفي په اړه خپل کاري راپور د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني ته وړاندې کړ.

په هغه کتنه کې چې په همدې موخه نن ماښام په ارګ کې ترسره شوه، لومړی د غوراوي کمېټې رئیس قضاوتوال جاوید رشیدي خبرې وکړې چې یادې کمېټې د یوناما، رسنیو او مدني ټولنې د استازو په حضورکې خپل کار په شفافیت او استقلالیت ترسره کړ او له حکومت څخه مننه کوي چې د یادې کمېټې په کاري چارو کې له لاسوهنې پرته دا ملي بهیر د هېواد د نافذه قوانینو او موجوده طرزالعملونو مطابق ترسره شو.

هغه زیاته کړه، غوراوي کمېټه د ۱۳۹۶ کال د مرغومي په ۷ نېټه د خپل کار له رسمي پیل او د اطلاعیې له صادرولو وروسته ۸۸ د غوښتنلیکونو فورمې واخیستې چې په پایله کې۵۷ نوماندانو د ټاکنو خپلواک کمیسیون د غړیتوب لپاره خپل اسناد دارالانشا ته وسپارل.

رشیدي وویل د ټاکنو قانون د ۱۲ او ۱۶ مادې د حکم پر بنا په پیل کې ۲۷ نوماندان د داوطلبو له فهرست څخه حذف شول او د ۳۰ نورو نوماندانو اسناد بیا وارزول شو چې له هغو څخه هم ۱۳ نوماندان حذف شول او ۱۷ نوماندان د ارزونې او نمرو ورکولو لپاره شامل شول. په هغو کې ۹ تنه په شرایطو برابروګڼل شول. د لیکنۍ ازموینې له اخیستلو او شفاهي مرکې وروسته له ۹ نوماندانو څخه درې تنه په شرایطو برابرسید حفیظ الله هاشمي، اول الرحمن رودوال او عبدالقادرځاځی وطندوست چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د غړیتوب لپاره یې تر ټولو مناسب او لوړ معیارونه پوره کړي وو، تاسو ته معرفي شول.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د غوراوي کمېټې د راپور له اورېدو وروسته په دې ملي پروسه کې د هغوی له زحمتونو څخه د مننې ترڅنګ چې دنده یې په پوره صداقت او د هېواد د نافذه قوانینو مطابق ترسره کړه وویل: د ملي یووالي حکومت رهبري به د افغانستان ملت ته د خپل تعهد مطابق ژر د غوراوي کمېټې له لوري معرفي شویو درې واړو نوماندانو سره مصاحبه وکړي او د ټاکنو خپلواک کمیسیون د یو کمبود غړي د معرفي په اړه به خپله وروستۍ پرېکړه وکړي.

په دې کتنه کې د جمهور رئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش هم خبرې وکړې او په دې ارزښتناکه او ملي پروسه کې یې د غوراوي کمېټې غړو د زحمتونو مننه وکړه.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0