جمهور رئیس غني: د ښځو پروړاندې تبعیض، د جمهوررئیس سره تبعیض دی

جمهور رئیس غني: د ښځو پروړاندې تبعیض، د جمهوررئیس سره تبعیض دی

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر  د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د ښځینه افسرانو سره په یوه غونډه کې وویل: نن یوه استثنایي ورځ ده، ځکه افغان باتورې مېرمنې د افغانستان راتلونکي جوړوي.

دا غونډه چې د لومړۍ مېرمن د دفتر په نوښت په ارګ کې جوړه شوې وه، جمهوررئیس غني ځوانو ښځینه افسرانو ته په خطاب کې وویل، تاسې د هېواد لومړني مدافعین یاست.

جمهوررئیس زیاته کړه:  د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې تبعیض ځای نه لري او هرڅوک چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د ښځو پر وړاندې تبعیض  کوي، په حقیقت کې یې له جمهوررئیس سره تبعیض کړی دی.

محمداشرف غني وویل، افغان ښځې تل د جګړې په لومړۍ کرښه کې وې او د هېواد په تاریخ کې هم ښې ځلېدلي دي.

جمهوررئیس له ښځینه ځوانو افسرانو وغوښتل، له خپلو کورنیو څخه چې دوی یې د هېواد د وسلوالو ځواکونو لیکو ته استولي مننه وکړي او زیاته یې کړه، ښځې پر هغو خنډونو چې د هېواد د وسلوال ځواک په لیکو کې د دوی د ګډون مانع ګرځیدل، بریالۍ شوي دي.

جمهوررئیس غني وویل: په هغه محیط چې تاسې فعالیت کوئ، فرصتونو او ستونزې شته او زه باوري یم چې ستاسې هر یو خپل هېواد او خلکو ته د ستر خدمت مصدر ګرځۍ.

جمهوررئیس څرګنده کړه: هغه مبارزه چې تاسې یې نن ورځ د جګړې په لومړۍ کرښه کې کوئ، په پایله کې به یې د افغانستان له پنځو نه تر لسو نسلونه هوساشي او د ثبات او امنیت شرایط به برابر کړي. #