د جمهوررئیس غني په مشرۍ د کابینې فوق‌العاده غونډه جوړه شوه

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د کابینې فوق‌العاده غونډه جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د کابینې فوق‌العاده غونډه جوړه شوه. 

د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور د افلاس قانون طرحه په ۸ څپرکو او ۵۵ مادو کې غونډې ته وړاندې کړه. کابینې له هراړخیزه بحث وروسته یاده طرحه د یو لړ بدلونونو په راوړلو سره تائید او عدلیې وزارت ته یې دنده وسپارله چې د قانون دغه طرحه د غونډې له یادونو سره سمه تصحیح او نهایي کړي.

عدلیې وزیر د اداري اجراآتو قانون طرحه چې ۵ څپرکي او ۷۴ مادې لري او د قوانینو په کمېټه کې تائید شوی وه، غونډې ته وړاندې کړه. 

هغه زیاته کړه، د دې طرحې هدف د اداري اجرااتو اړوند چارو تنظیم، د عامه ادارې او ولس ترمنځ د اړیکو تنظیم، د قانون حاکمیت او د اجرااتو د پلې کېدو څخه ډاډ ترلاسه کول دي چې عامه او خصوصي ګټې او اړتیاوې تامینوي.

غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته یاده طرحه په پرنسیپ کې تائید کړه، د جمهوري ریاست دویم مرستیال او عدلیې وزارت یې موظف کړل چې یاده طرحه تصحیح او نهایي کړي. 

وروسته عدلیې وزیر د نظامي جرمونو قانون طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې له هر اړخیز بحث وروسته عدلیې وزارت موظف شو، ترڅو د یاد قانون طرحه د لا زیات بحث په خاطر د ملي امنیت شورا ته وړاندې کړي. 

دغه راز عدلیې وزیر د واټونو د ترانسپورټ تنظیم قانون طرحه او د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د قانون د ځينو مادو د تعدیل او زیاتولو طرحه غونډې ته وړاندې کړه. 

کابینې له هراړخیز بحث وروسته، عدلیې وزارت موظف کړ چې له اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ دې د یادو طرحو بیا کتنه وکړي او د کابینې راتلونکو غونډو ته دې وړاندې کړي. 

ورپسې؛ د عدلیې وزیر د سوداګريزو محاکماتو د اصولو قانون چې په ۱۳۴۳کال کې په (۱،۲،۳ او ۴) شمېر رسمي جریده کې خپور شوی و دویم نمبر ضمیمه شوې طرحه یې چې د قوانینو په کمېټه کې تائید شوې ده، غونډې ته وړاندې او تائید شوه.

هغه د جزايي اجراآتو قانون (۲) نمبر ضمیمه شوې طرحه چې د حبس او حجز د بدیلونو د پلي کېدو په اړه ده، غونډې ته وړاندې کړه او تائید شوه. په دغه غونده کې د بین‌المللي میثاقونو او معاهداتو قانون د (۴) مادې فقرې د بیا تعدیل طرحه د کابینې غونډې تائید نه کړه.

همدارنګه، د لویې څارنوالۍ د واک او تشکیل قانون د ځینو برخو د تعدیل او زیاتولو طرحه غونډې کې مطرح او کابینې تائید کړه.

د غونډې په پای کې د مالیې وزارت د ۱۳۹۷مالي کال د بودجې د ضمیمې په توګه د اتو انکشافي پروژو لپاره په انکشافي بودجه کې د (۱،۵) میلیارد افغانیو زیاتولو وړاندیز تائید شو.

دغه وړاندیز شوې پروژې د ماليې، د کلیو د پرمختیا او پوهنې وزارتونو اړوند دي چې د نړیوال بانک، د جنوبي اسیا د سیمه‌ییزو همکاریو سازمان د انکشافي صندوق ـ سارک، یونسکو، امریکا، بریتانیا او کوریا له خوا تمویلېږي