د ځمکو او اوبو عالي شورا: له دولتي املاکو د معقولې استفادې په خاطر دې واضح او عملي طرحه جوړه شي

د ځمکو او اوبو عالي شورا: له دولتي املاکو د معقولې استفادې په خاطر دې واضح او عملي طرحه جوړه شي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ځمکو،اوبو او چاپیریال ساتنې عالي شورا غونډه کې د خصوصي صنعتي سیمو د جوړولو پر طرحې، د املاکو او پانګونې د کمپنۍ د جوړولو پر موضوعاتو او د اوزون طبقې د ساتنې لپاره د مونتریال پر  توافق‎نامې بحث وشو.

په دې غونډه کې چې په دلکشا ماڼۍ کې جوړه شوه، د ځمکو خپلواکې ادارې د خصوصي صنعتي سیمو د جوړولو طرحه وړاندې کړه، په دې برخه کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د صنعت او سوداګرۍ معین، د جمهوررئیس سلاکار عبدالحمید هلمندي، د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال او د صنعتکارانو د اتحادیې رئیس خبرې وکړې.

له هراړخیزو بحثونو وروسته جمهوررئیس وویل، یاده طرحه خپلې ځانګړې ستونزې لري او د لاښه والي په خاطر پرې زیات غور  ته اړتیاده، ځکه طرحې باید داسې جوړې شي چې دمرکز ترڅنګ په ولایتونو کې هم پانګونه پراخه شي.

جمهوررئیس څرګنده کړه په صنعتي طرحو کې باید د سوداګرو مېرمنو رول او ونډه په پام کې ونیول شي او له اړوندو بنسټونو سره دې د صنعتي سیمو د پراختیا په خاطر په مشخص پلان کار وشي.

دغه راز په افغانستان کې د املاکو او پانګونې دکمپنۍ د جوړولو پر جزئیاتو چې د ځمکو خپلواکې ادارې لوی رئیس غونډې ته وړاندې کړه، بحث وشو. په دې برخه کې د صنعت او سوداګرۍ او د مالیې وزارت معینانو خپل لیدلوري شریک کړل.

د ځمکو، اوبو او چاپیریال عالي شورا پرېکړه وکړه چې اوس د دې ډول کمپنیو د جوړولو لپاره شرایط برابر نه دي او دا طرحه به له غور وروسته په راتلونکي کې د تطبیق وړ وي.

غونډې ټینګار وکړ چې د دولتي املاکو په مدیریت کې جدي ضعف وجود لري او د ځمکو خپلواکه اداره، مالیې وزارت او د ملي تدارکاتو اداره په دې برخه کې ځواب ویونکې طرحې نه لري او له دولتي املاکو د معقولې استفادې په خاطر باید واضح او عملي طرحه جوړه او وړاندې کړي.

وروسته د ځمکو او اوبو عالي شورا د اوزون طبقې د ساتنې لپاره د مونتریال توافق‎نامه چې د چاپیریال ساتنې ادارې وړاندې کړې وه، له هراړخیزو بحثونو وروسته تائید کړه. د هېواد جمهوررئیس وویل یاده طرحه دې د تصویب په خاطر د کابینې غونډې ته وړاندې شي.

په یاده طرحه کې د ذکر شوې توافق‎نامې د تطبیق په خاطر پر هایدرو کلورو فلورو کاربنونو د چلېدونکو ایرکندېشنونو د وارداتو د منع کولو، د انرژۍ په مصرف کې د کموالي او د چاپیریال سره د سازګارو وسایلو د ترویج په خاطر وړاندیزونه مطرح شوي دي.